
په( ۱۳۸۹ ـ ۱۳۹۰ )کلونو کې مې د «شمشاد » په ټلوېزيون کې د « شمعې او جونګړې » په ادبي خپرونې کې له ښاغلي شفيع الله «بابرزي» او ښاغلي وحيدالله « توحيدي » سره يو نيم کال ونډه واخيستله ؛ په هغه ټلوېزيون کې مې د « طالبانو » د واکمنۍ د ملي ټلوېزيون عمومي رئيس مولوي سيد اسحق « نظامي» وليد ، سلام ، کلام او سطحي شناخت مې ور سره پيدا شو. شاعر ملګري شفيع الله «بابرزي» صاحب راته وويل:
« نظامي » صاحب چې د ملي تلوېزيون رئيس و، ده د ملي ټلوېزيون په سټډيوګانو کې ثبت شوي، په آرشيف کې ساتل شوي او خوندي شوي ټول کسېټونه امانت او سلامت وساتل او د طالبانو د پاليسۍ پر خلاف يې هغه د بيت المال ملي امانت خيانت نه کړ... !»
ماسره د پوهنې د وزارت د تعليمي نصاب د پراختيا او درسي کتابونو د تاليف په رياست کې د محمد حنيف « اتمر » د وزارت پر مهال په ۱۳۸۶ کال کې د « ريمو » په نوم ، په پراختيايي ( انکشافي ) پروژه کې د لوړپوړو دولتي چارواکو ، د جهادي مشرانو او د پارلمان د وکيلانو شاوخوا (۲۵۰) کسان د درسي کتابونو د تاليف لپاره په ډالري معاشونو ، لا اقل د مياشتې ( ۱۴۰۰) ډالره او حد اعظم ( ۱۲۰۰۰) ډالره د مياشتې تنخوا هغو تش په نوم متخصصينو ته د « خليفه له جيبه !» ورکول کېدل ! په هغو(۲۵۰) تنو تش په نوم متخصصينو کې (۵۰) تنه د ديني کتابونو د ليکلو لپاره په ديني څانګه کې( حنفي فقه او جعفري فقه کې) د قرارداديانو په توګه مقرر شوي وو. پر هغو واسطه والاوو کې د برهان الدين « رباني » د کورنۍ غړی شاه ولي « اديب »( چې وروسته د بدخشان والي شو !) ، قاضي آمين « وقاد » ، قيام الدين « خادم »، مولوي عبدالصبور «عربي»، محمد يوسف «نيازی» ، مولوي شېرعلي « ظريفي »، عبدالرحمن « محمودي»( وروسته د فاروق «وردګ» ځانګړی سلاکار) ، حکيم « مُجاهد » ( پخوا د طالبانو سفير په ملګرو ملتونو کې، وروسته د سولې د عالي شورا مرستيال)، روحاني صاحب ( د طالبانو د واکمنۍ د کابل پوهنتون عمومي رئيس ) ، مولوي خليل الله « فېروزي» ( د طالبانو د زمانې د علومو اکاډمۍ عمومي رئيس ) او د طالبانو د زمانې د « امر بالمعروف » د ادارې مشر( ....) او داسې نور کسان د هغې انکشافي پروژې غړي او کارکوونکي وو.
ما فکر کاوه چې ټول طالبان به د دوی په څېر پوه، آرام ، روښانه، د زده کړو پلويان، د سولې او پرمختګ خوښوونکي و اوسي !؟
خو کله چې زه د افغانستان( ۲۳ )ولايتونو ته د پوهنې وزارت له خوا د درسي کتابونو د ريسرچ او ارزيابۍ لپاره لاړم او په هر ولايت کې د زده کړو له بهير څخه خبر شوم او په دې لړ کې په ۱۳۹۱ کال کې د ميدان ـ وردګو ولايت مرکز ( ميدان ښار ) ته هم له يوه هېئت سره لاړم، هلته مې وليدل چې لا د ميدان ـ وردګو په مرکز کې هم د نجونو دولتي لېسه نه وه (هلته يو زورواکي شخصي لېسه درلودله ،چې ډېرې کمې نجونې ( د ميدان ښار د مامورينو لورګانې ) پکې وې !!
په ټول ميدان ـ وردګو ولايت کې د نجونو ښوونځي درک نه درلود ! ډېر زيات پر دې خوابدی شوم ، چې د چک په ولسوالۍ کې طالبانو اعلاميه خپره کړې وه ؛چې که چا د « اسلامي حزب » يو غړی مړ کړ ، داسې معنی لري ، لکه هغه چې( ۱۵ )امريکايان وژلي وي !
همدارنګه د طالبانو په مقابل کې د « اسلامي حزب » مسؤلينو اعلاميه خپره کړې وه ، چاچې يو طالب مړ کړ ، لکه (۳۰) امريکايان يې چې وژلي وي !!
دواړو خواوو ته پښتانه قتلېدل ! خو دولت د هغو مخنيوی هېڅ نه کاوه او نه يې هم کولی شو ! ماته د ميدان ښار د هلکانو د ليسې يوه زوړ او مُجرب ښوونکي وويل :
«زه د يوه بزګر او کليوال په توګه په خپل بايسيکل باندې خپلې دندې( معلمۍ ) ته ( لکه غله غوندې) داسې ځم او راځم ،
چې په جيب کې مې نه قلم وي او نه هم کاغذ !!»
ما په : پروان ، پنجشېر ، کاپيسا ، بغلان ، سمنګانو ، کندوز ، تخار ، بدخشان ، بلخ ، جوزجان ، سرپُل ،
کابل ، غزني ، هرات او ...نورو دري ژبو سيمو کې وليدل چې ټول ښوونځي فعال دي او په هر ښوونځي کې زرګونه زرګونه هلکان او نجونې( تاجکان ، اوزبکان ، هزاره ګان ، ترکمنان ، ... ) درس وايي او اولادونه يې پوهنتونو ته ځي!!
خو : په ميدان ـ وردګو ، لوګر ، لغمان ، ننګرهار ، کونړ ، پکتيا ، پکتيکا ، خوست ، زابل ، کندهار ، هلمند ، ارزګان ، فراه او داسې نورو پښتون مېشتو ولايتونو او سيمو کې د هلکانو ښوونځي ډېر لږ وو او د نجونو ښوونځي يا هېڅ نه وو او يا هم سمبوليک او د نشت په حساب وو ؛ له دغو ولايتونو څخه ډېر لږ هلکان پوهنتونونو ته بريالي کېدل او نجونې خو اصلا د دولسم ټولګيو فارغانې نه وې او که وې هم ، ډېرې لږې وې ، د پوهې کچه يې بېخي ټيټه وه او په کانکور کې يې د بريالي کېدلو چانس نه و( يا ډېر محدود و) ، ځکه چې نه يې ترشا زورواکي او ټوپکيان ولاړ وو او نه يې هم د رشوت او بډو ورکولو امکانات درلودل ....
ما له ځان سره تل او هر په ولايت کې به د خپلو بدمرغو پښتنو د تورې او سپېرې راتلوونکې په غم او غوسه کې خپل زړه او ماغزه خوړل !!
وخت او کلونه تېر شول . دادی اوس له ګران هېواد څخه ډېر لېرې کډوال او آواره يم ، خو زړه او فکر مې په خپل وطن کې د خپلو ځوانانو ، پېغلو ، زده کوونکو ، محصلينو ، مشرانو ، کشرانو په غم او ځيګرخونۍ کې سوځېږي او وريتېږي !!
دا درېيمه ورځ ده چې د کابل د پولېتخنيک د څلورم ټولګي د زده کړيال ـ انجينير شهيد فيض الرحمن « رحماني» چې طالبانو د ميدان ـ وردګو د ولايت د سيد آباد په ولسوالۍ کې له موټر څخه کوز کړی و او بيا يې هغه معصوم او بې ګناه محصل په نه کړې ګناه ( په اصطلاح د طالبانو د يوه سيمه ايز امنيتي مسؤل ډاکتر ميرويس په قتل کې په لاس لرلو) ناحقي تورن کړی او د چک په ولسوالۍ کې يې په يوې سارايي ـ خپل سرې محکمې کې په دار ځړولی دی !
تاسې پر پاک خدای باور وکوئ چې :
۱. داسې فکر کوم ، لکه زه چې طالبانو په دار ځړولی اوسم !
۲. له ټولو طالبانو څخه مې داسې بدې راغلي دي ، لکه، له: شداد ، نمرود ، فرعون ، ابوجهل او ابولهب څخه چې مې بدې راځي!
۳. فکر کوم