د ازبکستان نوی جمهور رييس او د دغه هېواد اقتصادي ستونزې

 
په تيرو ۲۵ کلونو کې د لومړي ځل لپاره ازبکستان وروسته له ۲۵ کلونو د دغه هېواد لپاره يو نوی کس، لومړی وزير شوکت ميرضيايف د جمهور رييس په توګه ټاکي.
د پخواني ځواکمن جمهور رييس اسلام کريموف تر مړينې وروسته، ميرضيايف لومړی د جمهور رييس د سرپرست او تيره يکشنبه د رايو په اکثريت سره د جمهور رييس په توګه وټاکل شو.
د «شیکاکو ټريبيون» د رېپوټ پر بنسټ، نوموړی داسې مهال جمهور رييس کيږي، چې په دغه هېواد کې مهاجرت او سختدريځه اسلامپالنه زياته شوې او هېواد له اقتصادي کړکيچونو سره مخ دی.
ميرضيايف هڅه کوي، چې د اسعارو د کچې پر محدويتونو بنديزونه ليرې کړي او د بهرنیانو پانګونې ته لاره خلاصه کړي.
ازبکستان د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې تر ټولو زيات نفوس لري او اوس مهال يې په سوداګريزه برخه کې له ۲ عمده سوداګريزو راکړې ورکړې هېوادونو، روسيې او چين سره هم اړيکې کاوکه شوې دي.