
کله له ځناورو، مالونو، د پیازو پوستکو او چاکلیټو سره تشبیه شو ؛ ناقص العقلې شو، کله د ګور شو او کله د نارینه و خادمانې ونومول شو.
ځيني مو فتنه او فساد ګڼي، ځيني ګمراه کوونکې څوک مو بې حیا ګڼي.
موږ هم په غوسه شو، په ټولینزو رسنیو کې بېلابېل غبرګونونه وښيو، د قران او حدیث په رڼا کې ویناوې وکړو؛ منطقي او انساني دلایل وړاندې کړو.
په دې فکر یو، چې مسؤلیت مو همدا دی، همدا د میرمنو له حقونو دفاع ده او همدا مو مبارزه ده، خو زه میرمنو ته د سپکاوي پر وړاندې له دې ډول غبرګونونو سره همغږې نه يم.
له خوږو سره پرتله شو، غبرګونونه مو وکړل سبا د پیازو له پوستکو سره مقایسه شو، نارې کړو چې د کور او ګور نه يو سبا ناقص العقلې ونومول شو.
پرون یې ځناورو سره برابرې ګڼلو نن مو له مال سره برابرې ګڼې
فتنه خو وو، نن بې حیا شولو!!!
زموږ دغه ډول مبارزو څه ګټه رسولې ده؟ برعکس دوی ته مو د تخريب زمینې برابرې کړي. دوی موږ پر دې مسالو بوختې ساتي، دوی زموږ له پیاوړتیا ویرې لري، دوی له هر چا ډیر زموږ ارزښت پيژندلی او پوهیږي، چې له واکمني نیولې تر ډیرو مسؤلیتونو به رسیږو، دوی خو تاریخ خجالته کړي؛ له ډاره مو په دې لقبونو بې زړه کوي.
د هیواد په تاریخ کې حکومتونه د میرمنو په اړه د ناسمو تبلیغاتو په پیلولو سره ناتوانه او ړنګ شوي دي؛ د شاه امان الله خان د واکمنۍ د ړنګېدو لپاره لومړۍ وسیله د هغه د میرمنې جوړ شوی انځور و. وروسته، د هیواد د ځان بسیاينې او پرمختګ دښمنانو لومړی ګوزار د میرمنو په نوم وکړ. جاسوسانو په جوماتو او کلیو کې ښوونځيو ته تلونکې نجونۍ د کفري نظام نښې يادې کړې او خپلو شومو موخو ته ورسېدل.
د هر نظام د پرمختګ او شا تګ ښودنه د میرمنو په حالت او څرنګوالي پورې تړلي دي، که ښځينه لوستې ښوونځي او پوهنتون ته تلای شي په حکومت او ادارو کې کار کولای شي؛ نو پرمختللې که محکومې وې نو د نړۍ خطرناکه هیواد بلل کیږي.
تاریخ ښودلې د نړۍ سرکښه مشران او پاچاهان چې لویو قدرتونو ته نه تسلیمېدل خو یوې میرمنې ته يې حتمن سر ټیټ کړی دی. د ترکیې د عثمانیه امپراتورۍ پاچا سلطان سلیمان چې لويه امپراتوري او سرکښه پاچاهي یې درلوده او کابو نیمه نړۍ يې په زور نیولې وه، خو یوې شاطرې میرمنې ته تسلیم او د هغې په اشارو چلېدونکی شو، د عثماني امپراطوري د له منځه تګ یو ستر لامل هم د ملکې حرم تېروتنې او پر سلیمان د هغې تسلط بلل کیږي.
په افسانیوي او اصلي کیسو کې هم لوی پهلوانان میرمنو ته تسلیم شوي دي.
دا چې لومړۍ مسلمانه لومړۍ شهیده لومړۍ سوداګره څوک وه؟حديث څه وايي قران څه وايي؟ نازو انا او زرغونې بي بي څه ونډه لرله ؟بهتره پوهیږئ .
هر څوک چې میرمنو ته په سپکه ګوري او عقدوي چلند ورسره کوي له غبرګونه وړاندې لږ تم شئ!!!
د هغه شخصيت وڅیړئ، پوهه، منطق او فهم یې معلوم کړئ، چار چلند ته یې وګورئ، تربیه او کورنۍ ژوند یې مطالعه کړئ بیا یې نظر ته وګورئ!
له ناپوهو ګیله څه ګټه لري؟
اکثرا هغه اشخاص چې په نا سم کورني چاپریال کې لوی شوي وي، وروسته پاتي او ناپوهه وي؛ بیا ټوله نړۍ د خپل ځان په څیر غواړي.
په دې اړه د ښه قناعت لپاره د محرومیت بحثونه تعقیبولی شئ. هغه څلويښت، پنځوس کلن ناپوهه چې ښځو ته د خپل شخصیت او فکر له مخې لقبونه ورکوي د هغوی اصلاح او پوهولو پسې مه ګرځئ، جاهلانو ته غوره ځواب چوپتیا ده، هيڅکله قناعت نه کوي، او ستاسې استدلال هم بې شرمي ګڼي.
د ارواپوهنې علم وايي: په مغزو کې ځينې داسې پیغامونه شته چې که دوه ځلې له بهره یو منفي پیغام ور منتقل شي په درېیم ځل شخص په خپله هغه پیغام مني او عملي کوي یې. د بیلګې په توګه: که یو زده کوونکي ته په مسلسله توګه و ویل شي: کوپړۍ دې تشه ده، ته څه نشې زده کولې ته غبي( ټمبل) یې نو؛ بالاخره د ماشوم ماغزه هم همدا پیغام مني او ځان ته پخپله وايي: سبق نه شم زده کولې ټمبل یم اوبیا په همدې فکر کې ژوند کوي.
له بده مرغه موږ او تاسې سره هم همداسې کیږي. په اکثرا نا لوستو کورنیو کې میرمنو ته دا ذهنیت ورکړل شوی وي، چې دوی له نارینو کمې دي، دوی د کور پاکوالي او ماشوم ساتنې لپاره دي. دوی په دې عقیده دي، چې میرمنې خدای له نارینو کمزورې پیدا کړي؛ دوی د خبرو، پریکړو او خوښې حق نه لري.
که چیرته یوه ښځه غږ پورته کړي نو لومړی ځیني میرمنې ورپسې لګيا شي: بې شرمه ده، داسې ژبه وره ده، بد اخلاقه ده....
ځکه دوی همداسې روزل شوي او همدا ذهنیت ورکړل شوی دی؛ له کلونو راهیسې یې پر موږ همدا منلي، او موږ خپله سره شوې غوښه دوی ته ور وړو او تشې شورا ته خپله کینو! ځان کم او دوی لوړ ګڼو!
موږ خپله د ښځې توب په جرم هر ظلم او تیری منو، غږ نه پورته کو، او خپل حق نه پيژنو، ځکه خو مو دا جاهلان ناقص العقلې ګڼي!
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ملي لارښود ټولې مادې هرې يوې افغانې ته له مختلفو لارو ورسوو. هر کله چې کوم ناپوهه د خپل فکر په اندازه د میرمنو په اړه قضاوت وکړي، که غبرګون کې یې موږ د دغو قوانیو یوه- یوه ماده را واخلو تشریح یې کړو، میرمنې له خپلو حقوقو، پیاوړتیاو او ارزښت څخه خبرې کړو، د دوی غږ پورته کړو او ورته ته سالم ذهنیت ورمنتقل کړو؛ ترڅو دوی وکولای شي د دغو جاهلانو پر وړاندې ودریږي....
زموږ استدلال دې بې شرمي وګني؛ پروا نه کړي!