اتلان پېژنی؟‍

 
۱۶/۹/۱۳۹۵،ه،ش
احمدولي مسعود چې د احمدشاه مسعود بنسټ مشر دی، پخوا یې  له حکومت څخه غوښتنه کړي وه چې د احمدشاه مسعود، د مړیستون انځور دې د افغانستان په بانک نوټونو کې چاپ شي او یو شمېر نورې د خپلې خوښې غوښتنې یې هم کړي وې، خو اوس یې له دې څخه خبره  لا پسې لویه شوي ده، داسې چې پر ولسمشرغني باندې یې نیوکه کړي چې ولې یې امیرامان الله خان ته د ملي اتل خطاب کړی دی، احمدولي وایي چې د ملي اتل لقب یوازې پر احمدشاه مسعود پورې محدود دی او بل څوک د دې حق نه لري چې ملي اتل وبلل شي، ځکه چې د ملي اتل لقب، لومړی د ولسمشرحامد کرزي د فرمان، بیا د۱۳۸۲،ه،ش، کال، د اساسي قانون د لویې جرګې د پریکړې او دریم ځل د ملي شورا د موافقې له مخې احمدشاه مسعود ته ورکړ شوی دی، نو باید ولسمشر غني خپله غلطي سمه کړي او په دې اړه وضاحت ورکړي،(چې یوازې مسعود ملي اتل دی نه امان الله خان !.) احمدولي مسعود ادعا کړي ده چې د احمدشان مسعود د ملي اتل لقب، پرته د ولسمشر له فرمان څخه د اساسي قانون د لویې جرګې او ملی شورا لخوا هم تصویب شوی دی، که چېرې ښاغلی مسعود د لویې جرګې او ملي شورا د پریکړو اسناد لري مهرباني دې وکړي د افغانستان ملت ته دې وړاندې کړي، تر څو ملت له دا ډول سرچپه پریکړو څخه خبر شي.
د احمدولي مسعود له څرګندونو څخه وړاندې، مې د وزیرمحمداکبرخان د روغتون پر ودانۍ باندې د احمدشاه مسعود انځور ولید چې د ریښتني ملي اتل وزیزمحمداکبرخان له انځور څخه یې څو متر لوړ لګولی ؤ، موږ په دې تړاؤ(وزیرمحمداکبرخان ملي اتل دی، که احمدشاه مسعود؟) تر سرلیک لاندې لیکنه ولیکله،
C:UsersHelmandDesktopUntitled.jpg
(د وزیرمحمداکبرخان روغتون وداني)
 
څو ورځې وروسته ولسمشرغني هم له نوموړي روغتون څخه لیدنه وکړه، خو له بده مرغه چې د وزیرمحمداکبرخان دعزتۍ په هکله یې هېڅ ډول غبرګون ښکاره نه کړ.   
موږ چې د مسعود د انځورونو په اړه پلټنه وکړه چې ولې د ده انځورونه د کابل په هر ځای کې ایښودل شوي دي؟ نو په نتیجه کې معلومه شوه چې پخواني ولسمشر حامدکرزي په کال ۱۳۸۲،ه،ش، کې د یو فرمان په اساس باندې احمدشاه مسعود ته څلور ډوله امتیازات ورکړي دي،(۱)د ملي اتل لقب،(۲)د کابل د هوایي ډګر سړک د مسعود په نوم، (۳) د مسعود د وژنې د ورځې رسمي لمانځل،(۴) او په رسمي ادارو کې د مسعود د انځورونو کېښودل(!). http://www.darivoa.com
وروسته د احمدولي مسعود له دا ډول حیرانوونکو څرګندونو څخه دې ته اړ شوم چې د ریښتنو اتلانو او جعلي یا کاغذي اتلانو په هکله باندې څېړنه وکړم تر څو ښکاره شي چې امیرامان الله خان ریښتنی اتل دی که مسعود؟.
C:UsersHelmandDesktopبازدید از شفاخانه صحت طفل  (10).jpg
(د ولسمشر اشرف غني د وزیر محمد اکبر خان روغتون څخه د لیدنې په حال کې.)
 
اتل څوک دی؟: اتل په عمومي کې ګټونکي، نه ماتیدونکي او بریالي کس ته وایي، هغه چا ته وایي چې، په خپله ورسپارل شوي دنده یا پخپل مسلک کې بریالی شوی وي او د هیواد او خپلو خلکو لپاره لویې لاس ته راوړنې ولري او یا یې د نړیوالو لپاره داسې اختراعات او کشفیات ترسره کړي وي چې ټولو نړیوالو ته یې ښې ګڼې رسیدلي وي. موږ په نړۍ کې اتلان په څلور ډوله پېژنو: (۱) نړیوال اتلان (۲) ملي اتلان (۳) قومي، محلې یا ګوندي اتلان(۴) د پردیو اتلان.
(۱)نریوال اتلان:  نریوال اتلان هغه څوک دي چې د نړیوالو لخوا د ښو کړنو له امله وپېژندل شي، د نړیوالو اتلانو له ډلې څخه یو هم په علمي ډګر کې د بریښنا مخترع (توماس آلوا اډېسن) دی چې ټولو نړیوالو ته یې ګټه رسیدلي؛ روسی یوري ګګرین چې د نړۍ لومړنی کس ؤ، چې سپوږمۍ ته رسیدلی او بیرته ځمکې ته ژوندی راکوز شوی دی؛ د سپورټ په برخه کې سوکوهونکی مرحوم محمدعلي کلي؛ د توکم پالنې پر وړاندې امریکایی مبارز تورپوستی (مارتین لوترکینګ) چې نژادي توپیر یې له منځه یوړ؛ د سولې او عدم تشدد په برخه کې د هند(مهماتما ګاندي) او نور ډېر شخصیتونه په بیلابېلو مسلکونو کې د یادولو دی، چې د نوبل جایزې ګټونکو ته هم اتلان ویل کیږي.
(۲) ملي اتل: د نړۍ په هر هیواد کې د هرې مسلک په برخه کې ملي اتلان شته، ملي اتل هغه څوک دی چې په ملي سطح د یوې لویې کړنې له امله یې د هیواد خلکو ته ګټه رسیدلي وي دا که په علمی او تحقیقاتي برخه کې وي او یا یې د جګړې په ډګر کې لوی بریالیتوبونه تر لاسه کړي وي، خپل ملت او هیواد یې د پردیو یرغلګرو څخه ژغورلی وي او د ده کړنې د هیواد د ډېریو خلکو لخوا ستایل شوي وي او یا یې له هیواد څخه د باندې په نورو هیوادونو کې منظم حکومتونه جوړ او وړ خدمتونه یې ترسره کړي وي، چې   په افغانانو کې د جګړې دا ډول اتلان د دوهمې هجري پېړۍ راپه دېخوا ډېر لیدل کیږي، چې له هغو څخه: امیر کروړ، شهاب الدین غوري، شېرشاه سوري، میرویس نیکه، شاه اشرف هوتک، لوی احمدشاه بابا، وزیرمحمداکبرخان، سردارمحمدایوب خان، پیرروښان، خوشال بابا، ایمل خان، حاجې میرزاعلي(ایپي فقیر) او داسې نور ډېر پېژندل شوي او نوم ورکي ملي اتلان لرو.
(۳) قومي یا ګوندياتلان: زموږ په هیواد کې د داخلي یا خپل منځي جګړو اتلان ډېر دي، لکه حبیب الله کلکانی (بچه سقاو) چې یو مسلکي غل او کوتا الطریق کس ؤ، خو د خپل  بانډ لپاره اتل دی. بله بېلګه یې د جمعیت د ګوند قوماندان احمدشاه مسعود دی چې زموږ د لیکنې اصلي موخه همدا سړی دی، نوموړی د خپلې سیمې او د خپل ګوند  اتل دی. د ډاکټرنجیب الله د حکومت اتلان هم شته، چې له هغوی څخه یو هم پېژندل شوی، عبدالجبار قهرمان، د اوسني پارلمان وکیل او د هلمند د جګړې اپراتنفي مشر دی. د افغانستان څخه د باندې، د افریقا په لویه وچه، د سومالیا په هیواد کې زړورو او بریالیو بحري غلو ته اتلان وایي، د سومالیا سمندري غلو، تر ټولو لویه غلا د سعودي عربستان اړوند یوه تېل ایستونکي کښتۍ وه، چې دوه ملیونه بشُکې تېل یې انتقالول، او سل ملیونه دالر ارزښت یې درلود، چې له امله یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دې ته اړه ایستل شوه چې په کال ۲۰۰۸، د اکتوبر په اومه نیټه یې د (۱۸۳۸) ګڼه پریکړه لیک پر بنسټ یې د نړۍ هیوادونه د یادو بحري غلو مخنیوي ته راوبلل. (ویکي پدیا)
د قومي یا ګوندي اتلانو بله بېلګه د اسرایلو خونخواره قومي او مذهبي مشران دي، لکه یوشع چې د نورو قومونه (غیری اسرائیلو) وګړي، څاروي او هر ډول شتمنۍ یې له منځه یوړې او د اسرائیلو یو بل  انتحاري مشر(سامسون) چې یو شمېر فلسطینیان، چې په خپل معبد کې راټول شوي وو، له ځان سره یو ځای ووژل، دا ډول کسان د اسرائیلو قومي او مذهبي اتلان دي.
(۴) د پردیو اتلان: د پردیو اتلان هغه کسان دي چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر باندې خپل هیواد او د خپلو خلکو پر وړاندې تخریبي کړنې ترسره  کوي، د هیواد دښمنو ملکونو غلامان او مزدوران وې، د پیسو، وسلو او نورو امتیازاتو په بدل کې د خپل هیواد پرضد باندې له دښمنو هیوادونو سره مرستې او جاسوسي کوي، لکه په افغانستان کې شاه شجاع، چې د قدرت په بدل کې سکانو او انګریزانو ته د افغانستان ډېرې سیمې ورکړې؛ سردارعبدالرحمن خان چې د قدرت په خاطر یې له انګریزانو سره د ډیورڼد کرښې تړون لاس لیک کړ؛ ببرک کارمل چې شورویان یې د خپل قدرت لپاره هیواد ته راوستل؛ برهان الدین رباني، ګلبدالدین حکمتیار، احمدشاه مسعود او داسې نور چې د ولسمشر سردارمحمدداود خان د مشروع او مسلمان حکومت پرضد باندې د افغانستان دښمن هیواد پاکستان ته تسلیم شول، چې د افغانستان پر ورانولو کې یې لویه ونډه ترسره کړه او احمدشاه مسعود چې د شورويانو د اشغال پر مهال یې، له اشغالګرو سره مرستې کړي دي.
جنرال پرویز مشرف د ځینو جهادي تنظیمونو مشران، طالبان، د القایدې مشر بن لادن او نور خپل اتلان بللي دي، چې د دوی د ګټو په خاطر یې په افغانستان کې جګړې ترسره کړي دي، مشرف وایي«سره له دې چې طالبان، القاعده او حقاني شبکه د پاکستان لپاره اتلان وو، خو موږ اړ شوو چې د سپټمبر له پېښې وروسته د خپلو اتلانو په مقابل کې د امریکا د ګټو لپاره پر افغانستان د برید ملاتړ وکړو. مشرف یو کال مخکې هم په خپله یوه مرکه کې ویلي وو چې طالبان، القاعده او حقاني شبکه دوی وروزل او د پاکستان لپاره یې د اتلانو رول لوباوه. (د سرلوڅ مرادزي له مقالې څخه؛ روهي ویب پاڼه)
او پاتې دې نه وي چې د اتلولۍ لقب ځینو پوځي قطعاتو ته هم ورکول کیږي چې یوه بېلګه یې د ډاکټر نجیب الله د حکومت اړوند، د خوست دویمه سرحدي اتله لوا وه.
ومو لوستل چې د اتلانو په هکله موږ تر یوې کچې پورې معلومات وړاندې کړل، خو زموږ اصلي موخه په خپل هیواد کې د ملي اتلانو پر تړاؤ ده، داسې چې ملي اتل د کومو شرایطو لرونکی دی، د څه ډول کړنو په تر سره کولو سره یو څوک ملي اتل کیدلی شي؟ او د ملي اتل لقب د ورکولو او ټاکلو واک د چا په لاس کې دی.
په پوځي برخه کې، د ملي اتل لقب شرایط:
لومړۍ دا چې د اتلانو کړني نږدې (۱۳۰۰) کاله وړاندې د امیر کړوړ(جهان پهلوان) چې په یوازې ځان یې له سلو تنو سره جګړه کوله، په لاندې شعر، چې ویاړنه یې بولي په ډېره ښه توګه څرګندې شوي دي:
     
ویـــــــاړنه د امــــــــیر کروړ، جهـــــــــان پهـــــــــلوان
زه یم زمری پردې نـــــــــړۍ له ما اتل نــــــــشته = پر هـــندو سندو پر تخار او پر کابـــــــــل نشــــــــــته
بل پـــه زابـــــــل نــــشـــــــته =  له ما اتـــــل نشـــــــــته
غشي دمن مې ځي بریښنا پر میرڅمـــــــــنو بانـــــــدې = په ژوبله یونم یرغـــــــالم پر تښـــتیدونو بـــاندې
په ماتــــــــــیدونو باندې  =  له مــــــــــــا اتل نشـــــــــته
 زما د بریـو پر خول تاویږي هسک په نمنځ او په ویاړ=  د آس له سوومې مځکه ریږدې غرونه کاندم له تاړ
  کـــــــــړم ایوادونــــــــه اوجاړ= لـــــــه ما اتــــــل نشــــته
 زما د تورې ترشپول لاندې دي هــــرات و جـــروم = غرج و بامیان و تخــــار بــــولی نـــــــــوم زما په اودوم
 زه پیژندویـــــــــــم په روم   له = ما اتـــــــــــــل نشــــــــته
پر مروز مـــــا غشـــي لـــــــوني ډاري دښن راڅخه = د هریولـــــــــــــورډ پر څنډو ځم تښتی پلن راڅخه
رپي زړن را څـــــــــــــخه =  له مـــــــــــا اتل نشته
د زرنج سوبه مې د تورې په مخســـــــــــــور وکړله = په بادارۍ مې لوړاوي د کور دسور وکـــــــــــــــړله
ستر مې تربور وکـــړله   له = ما اتل نـــــــــــــــــشته
خپلو وګړو له لـــــره پیرزوینـــــــه کــــــــــــــــــــــوم = دوی په ډاډینه ښـــــــــه بامم ښه یــــــــــې روزنه کوم
تل یې ودنــــــــه کوم  = له ما اتـــــــــل نشــــــــــــــته
په لویو غرو مې وینا درومي نه په ځنــــــــډ نه په ټال = نړۍ زما ده نـــــوم مې بولـــــــي په دریځ ستــــــایوال
په ورځو شپو میاشــــــتو کال  = له ما اتل نــــــــشته
د امیر کروړ په شعر کې د اتلانو دغه ځانګړنې موجودې دي: ملي اتل د زمري په شان زړور دی؛ اتل بریالی، کټونکی، نه ماتیدونکی او ښه جګړن دی.
ملي اتل ډېرې سیمې ترواک لاندې لري او خپلې سیمې ساتي.
ملي اتل د خپلو دښمنانو(نظامي) ودانۍ ورانوي او د دښمنانو زړور کسان هم ترې ډاریږي او منډې وهي.
دملي اتل د نوم په اخیستلو باندې د خپلو خلکو دردونه او خواشنۍ له منځه ځي.
ملي اتل خپل ملت په خپلو بهادریو باندې سرلوړی کوي، پر خلکو باندې مهربان وي، خپلو خلکو ته هر څه ورکوي، خلک ډاډمن ساتي، ښوونه او روزنه ورکوي او د خپلو خلکو سره په جګړه کې نه وي.
ملي اتل د نړیوالو لخوا ستایل کیږي او په ښه نوم یې پېژني.
د امیر کروړ د شعر پر ځانګړتیاوو سربېره، د اتلانو یو شمېر نورې ځانګړنې، د لوی خوشال خان بابا، چې پخپله د تورې او قلم اتل دی، د مشرتوب(لیډرشیپ) په اړه یې په خپل کتاب (دستارنامه) کې د دې مشهور بیت لاندې«چې دستار تړي هزار دي = د دستار سړي په شمار دي» شل هنرونه او شل خصلتونه(خویونه) لیکلي دي او وایي چې که سړی دا ډول د شلو هنرونو او شلو خویونو څښتن وي نو د دستار سړی دی او که دغه هنرونه او خصلتونه ونه لري د د ستار د تړلو حق هم نه لري، موږ د خوشال بابا نوموړي شرطونه د یوه ملي اتل لپاره اړین بولو، چې که د دغو هنرونو او خویونو لرونکي وي نو ملي اتل ورته ویلی شو. (د ډېرو معلوماتو لپاره ولولئ د خوشال خان خټک دستارنامه.)
اوس نو سوال دا دی چې پورته د یاد شویو اتلانو ځانګړتیاوې او خصلتونه په امیرامان الله خان او احمد شاه مسعود کې موجود وو؟، ځواب یې روښانه دي څوک چې لږ عقل هم ولري په دې باندې پوهیږي چې امیرامان الله خان نه یوازې چې ملي اتل دی بلکه نړیوال اتل هم دی، په دې دلیل چې: د افغانستان خپلواکي یې له داسې لوی دښمن انګریز څخه په زور باندې ترلاسه کړي ده چې نیمه نړۍ یې تر واک لاندې وه او دا ډول د خپلواکۍ اخیستل د انګریزانو له امپراتورۍ څخه بل چا نه ده اخیستي، د امیر امان الله خان د اتلولۍ لپاره همدا د خپلواکۍ اخیستل کافي دلیل دی چې نورو بریالیتوبونو او نېکو کړنو یادولو ته یې اړتیا نه لیدل کیږي.
له بل پلوه د احمدشاه مسعود اتلولي د امیر امان الله خان، برعکس ده، نوموړي ته خو ملي اتل هېڅکله نه شو ویلی، بلکه د خپل قوم اتل هم نه، یوازې د خپلې ډلې ټپلې اتل دی او ورسره د پردیو اتل هم دی، موږ احمدشان مسعود د لاندې دلایلو او شواهدو پربنسټ د پردیو اتل دی:
بله برخه بیا خپریږي