
په ۲۰۱۴ ز کال کې په افغانستان کې د ناټو د جګړه ایز ماموریت له پای سره سم؛ امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې. په مخامخ جګړو او عملیاتونو کې د بهرنیو ځواکونو عملي ونډه په رسمي ډول پای ته ورسیده ، افغان ځواکونو ته په پشپړه توګه له مسؤلیت سپارنې وړاندې؛ د دوی د سمې روزنې او تجهیز په اړه ډیرې اندیښنې موجودې وې.
په یاد مې دي هغه مهال چې مې له هر مسؤل چارواکي د امنیت لیږد په اړه پوښتل نو: د افغان ځواکونو له ستاینې او د دوی پر زړورتیا د بارو تر څنګ به یې د لازمو جګړه ایزو تجهیزاتو له کموالي انديښنې ښودلې.
د امنیت لیږد بهیر په دريیو پړاونو کې تر څلورو کلونو بشپړ شو، په همدې موده کې د امنیتي ځواکونو په منځ کې د دښمن د موجوديت پېښې ډیرې شوې او امنیتي حالت تر پخوا ډیر خراب شو. تحلیل پر دې و، چې بهرني امنیتي ځواکونه باید نور کلونه هم له امنیتي ځواکونو سره په عملیاتو او نښتو کې عملي ونډه ولري. برعکس داسې نظریاتو هم شتون درلود چې په جګړه ایزې صحنه کې د بهرنیو ځواکونو نشتون به د سولۍ بهیر سره ډیره مرسته وکړي.
سږ کال په هیواد کې د امنیتي حالت له خرابیدو د ولایتونو او ولسوالیو له سقوط، د مخالفنیو د مخامخ جګړو له زیاتوالي، د پوستو او ځینو دولتي ودانېیو له نیولو وروسته، بیا ځلې په عملیاتونو او مخامخ نښتو کې د بهرنیو ځواکونو عملي ونډې ته اړتیا شوه.
اوسمهال ناټو په هیواد کې امنیتي ځواکونو ته له مشوره ورکونې او روزنې پرته په جګړو کې د عملي ونډې ماموریت هم لري.
په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو سازمان راتلونکې په اړه، د ټرمپ له بري وروسته پوښتنې ډیرې شوې.انديښنې موجودې وې چې د امریکې نوی ولسمشر ټرمپ به د خپلو ټاکنیزو ویناو مطابق له ناټو سره مالي مرستې نه کوي او خپل سرتیري به له افغانستانه وباسي، خو په بروکسل ښار کې د ناټو په وروستۍ ناسته کې له افغانستانه د دې سازمان د ملاتړ دوام، افغانستان ته لومړيتوب ورکونه، او د هیواد په اړه د ناټو انديښنې؛ د دې سازمان د ماموریت د دوام نښه ده.
د ناټو مشر ینس استولتنبرګ راتلونکې کال د ناټو په عمومي غونډه کې د ټرمپ د ګډون او ناټو سره د امریکې د مرستو د دوام په اړه څرګندونې وکړې.
ناټو تراوسه افغان ځواکونه په لازمو امکاناتو سمبال کړي نه دي، د ځواکونو په ځانګړې توګه د سرحدي ځواکونو د کمیت او کیفیت لپاره یې لازمې هڅې نه دي کړي، هوايي ځواکونه یې په کافي اندازه نه دي روزلي او په روزنیزې برخې کې یې هم ډیرې هڅې نشته. افغان ځواکونه لا هم اړمن او طفیلي دي!
په هر حال دا چې نړیوال په افغانستان کې څه غواړي؟ ولې دلته حضور لري؟ ولې یې زمونږ ځواکونه په وسلو نه دي سمبال کړي؟ او په هیواد کې د نړیوالو ځواکونو شتون ته ولې اړتیا ده ؟ ....جلا پوښتنې دي.
د اوسنیو شرایطو له مخې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شتون ته شدیده اړتیا ده.زما په نظر: روانو حالاتو ته په کتلو سره د ناټو نه موجودیت له موجودیت څخه لږ زیان رسونکی دی!
ناټو په افغانستان کې د خپل ماموریت په ترڅ کې ډیرې بشري سرغړونې هم کړي دي، ویل کیږي چې اوسمهال په عملیاتونو کې د ملکي تلفاتو کره شمیر هم د دې سازمان له لوري پټه ساتل کیږي؛ چې دا د انديښنې وړ خبره ده!
ولسمشر غني تر ډیره په بهرني سیاست، نړیوالو اړیکو او د مرستو په جلب کې بریالی دی . افغانستان یو وار بیا د ډیرو نړیوالو مهمو غونډو اصلي محور ګرځیدلی، ولسمشر کولی شي د یو منظم میکانیزم او تړون له لارې په هیواد کې د ناټو څرنګوالی مشخص کړي. د ناټو ماموریت له مخې دې د افغان ځواکونو تشې او اړتیاوې پوره کړي. ډیر شمېر سرحدي ځواکونه دې وروزي، د هوايي ځواکونو په برخه کې دې له پخوا څخه هڅې ډیرې کړي. په روزنیزې برخه کې دې هم هڅې ډیرې شي ترڅو په ځینو مواردو کې زموږ ځواکونه د دفاعي او تیښتې حالت څخه ووځي. افغان ځواکونو ته دې عملیاتي چارې او له عملیاتو وروسته وظایف دې وزده کړل شي. د ملکي تلفاتو د مخنیوي ډیره هڅه دې وشي،او....
که د افغانستان لپاره د ناټو په ماموریت کې همداسې ځیني موارد یوځای شي او افغان حکومت د ناټو د ماموریت څارنه وکړي، که ولسمشر غني په دې برخه کې د نړیوالو قناعت خپل کړي ناټو په افغانستان کې خپلو تېروتنو ته متوجې کړي او د دوی له شتون څخه د مثبتې ګټې لپاره طرحې وړاندې او عملي کړي، نو ډاډه یم چې د بروکسل په راتلونکې غونډه کې به د امریکي ولسمشر په افغانستان کې د دې سازمان د مالي مرستو او قربانیو په مقابل کې د لاسته راوړنو په اړه اعلان وکړي، نه دا چې یو وار بیا ټینګار په دې وکړي چې په افغانستان کې د ناټو شتون د دوی مرستې او قربانۍ محسوسې ګټې نه لري؛ او مرستې باید بندې شي.