
که سړی د افغانستان د تېرو شاوخوا(۱۵۰) کالو تاريخ ته ځغلنده نظر واچوي ؟ نو له ورايه پکې ويني
چې درې پلا انګرېزانو په افغانستان وسله وال تېری کړی دی او انګليسانو په خپلو مرګونو ـ اشغالګرو ځواکونو او عصري ترينو وسلو، ټانکونو، توپونو او الوتکو باندې زرګونه زرګونه افغانان په خپل پلرني ـ مورني هېواد کې وژلي او معيوب کړي دي !! خو همهغه تېري کوونکي ـ اشغالګر او د افغانانو قاتلين انګرېزان ! د : مجددي، د ګيلاني، د کرزي، د رباني، د سياف، د حکمتيار او د ټولو مُجاهدينو ( د رهبرانو، امرانو، قوماندانانو، د کرزي او غني د دربار د ټولو لوړپوړو دولتي چارواکو) داسې دوستان او ملګري شول ؛ لکه : سکني وروڼه، خپلوان، عزيزان، خېښان، ملګري، انډيوالان، لارښوونکي، د ماما او کاکا زامن او ديني وروڼه !!؟؟
همداسې که سړی د «شورويانو» دوران ته وګوري ! نو له ورايه ويني چې يو وخت نور محمد « تره کی »، حفيظ الله « آمين »، ببرک « کارمل »، ډاکتر نجيب الله د «شورويانو» ښه او باوري دوستان وو، خو همهغه «شورويان» وو چې : « تره کی »، « آمين » يې ووژل ! « کارمل » يې «ډس کرېډېټ» کړ او ډاکتر نجيب الله يې په : بريالي، دوستم، علومي، مومين، مزدک، وکيل، يارمحمد، بابا جان، جرئت، حساس او... باندې تر داره پورې ورساوه !
همدا «شورويان» ( روسان ) وو، چې: رباني، مسعود، حکمتيار، مجددي، ګيلاني، طالبان او نور ټولو مجاهدين يې خپل دښمنان او « اشرار » ګڼل ! خو له ۱۹۹۱م.کال څخه را په دې خوا( په ځانګړې توګه له ۱۳۷۱او ۱۳۸۱کلونو څخه را په دېخوا همدغه کسان تر اوسه پورې د روسانو داسې خواږه او ګران دوستان شول، لکه د مور او پلار سکني اولادونه !!
تر ۱۳۷۱کال او ۱۳۸۱کال پورې « پرچميان »، «خلقيان »، « شُعله يان »، « افغان ملتيان » د « مُجاهدينو »، «طالبانو»، «د حکمتيار ـ اسلامي حزب »، « مُجددي »، « رباني »، « مسعود »، « ګيلاني »، « سياف » او: ايران، پاکستان، عربستان، قطر، جرمني، کاناډا، د امريکې متحده ايالاتو، انګلستان، فرانسې، ايټاليې... ته « کمونستان »، « د لېنن زامن »، «کافران»، د «روسانو » او « بهرنيانو» «جاسوسان» ښکاره کېدل ؛ خو اوس ورسره په يوه دسترخوان کې لکه سکني وروڼه شريک او د يوه دولت ( يو بل ته ) ډېر باوري عالي رتبه مامورين، همکاران او نژدې دوستان دي !!
يو وخت کې عبدالله، عطا محمد «نور»، حاجي محمد « محقق »، يونس « قانوني »، بسم الله « محمدي »، فضل احمد « معنوي »، امرالله « صالح »، احمد ولي « مسعود »، صلاح الدين « رباني »، امان الله « ګُذر » په ډاکتر اشرف « غني »، او « دوستم » او بالمقابل : « غني» او « دوستم » او د دوی پلويانو، پر : عبدالله، «نور» او «محقق» باندې ملنډې وهلې او اوس يو بل ته داسې دي، لکه : رانجه، د سترګو تور، د زړه ټکور، د سر تاج او د رنځ درمل !!؟؟
زما لپاره د دې ټولو خبرو پايله داشوه چې د سياست مېښه کله «هم مثله» بچی زېږوي، کله هګۍ اچوي، کله دلدل زېږوي، کله براق زېږوي، کله اوښ زېږوي، کله آس زېږوي، کله ګوړا خر زېږوي، کله ژرافه زېږوي، کله خر زېږوي، کله خوګ زېږوي، کله ښامار زېږوي، کله نهنګ زېږوي، کله تمساح او دولفين زېږوي، کله زمری زېږوي، کله ببر(« لېوپارد») او پړانګ زېږوي، کله شرمښ او کله ناکله پسه، مېږه او وزه هم زېږوي !
او د سياست دا ټول ( ډول ډول ) بچيان په خپلو منځونو کې سره خپلوان او د يوې مورکۍ بچيان دي !! خو د ټولو شريک دښمنان د خلکو بې وسه او بې کسه ـ مظلومې پرګنې دي !! داسې جوتېږي چې،
په : سياست او تجارت کې نه تلپاتې دوستان شته او نه هم تلپاتې دښمنان !!؟؟