مونږ د پيسو وږي نه يو

 
     د ولسشر اشرف غني يې کور ودان چې د آسيا د زړه په کنفرانس کې يې زمونږ د زړه خبره وکړه. دا د پاکستان لپاره يو لوى او تاريخي درس و. ټول پوهيږو چې:
  پاکستان ځان ته انسانيت غواړي
خو مونږ ته بربريت 
ځان ته جمهوريت او اتحاد
خو مونږ ته په خپلو کې جنګ او جهاد
ځان ته فزيک او هندسه
خو مونږ ته طالب او مدرسه
ځان ته سيکولريزم 
خو مونږ ته دهشتګري او تروريزم
ځان ته سوکالي او آبادي
خو مونږ ته مرګ ژوبله او بربادي...
     چې داسې وي نو بيا دې ګېله له خپله ځانه کوي. اشرف غني ورته پوره وخت ورکړى وو، خو دوى ته له تروريزم سره وداع ډېره ګرانه ده. وايي يو څه، خو کوي بل څه. آى اس آى مخکې،دوى ور پسې...مونږ هم وايو چې ډېر د افسوس ځاى دى.