![پرمختللی ملت: [په تعلیم او تحصیل عمل کوي]](https://rohi.af/assets/uploads/old/978d8c3e-a7c0-46dc-92e4-77f720346ec5.jpg)
هغه ملت چې په قلم، تحصیل پوهې سمبال وي د نړۍ قهرمان او ځواکمن ملت ده. تباه او شا ته پاتې هغه ملتونه دي چې خپله ځواکمني په وسلو او جنګ کې وېني.
موږ ته الله ج په خپل خوږ کلام قرآن کریم کې اول امر په اقراء یعنې ولوله کړی دی، نو زمونږ لمړۍ شرط تعلیم او تحصیل ده چې موږ ځواکمن کولی شي.
د تعلیم او تحصیل سره شرط عمل ده. بې عمله تعلیم او تحصیل د بې تعلیمه او بې تحصیله یعنې د جهل په معنا ده.
زموږ د هیواد ګران افغانستان د جنګونو او بدبختیو لوی عوامل په تعلیم او تحصیل د عمل نه کول دي. په افغانستان کې جنګونه چا شروع کړل ؟؟ بې تعلیمه که با تعلیمه؟؟؟
د جنګ رهبران ټول سواد لرونګي اشخاص ول خو په خپل تعلیم او تحصیل یې عمل نه لره. که په خپل تحصیل یې عمل کړی وای هیڅکله خپل تعلیم او تحصیل د جنګ او د خپل هیواد بربادولو اجازه نه ورکوله. همیشه داسې بې عمله اشخاصو د خپل نفس قربان شول او کیږي به او په تاریخ که به د یو بد کاره او جاهل په نوم ثبتېږي.
زموږ د هیواد شا ته پاتې کیدو عوامل بې عمله تحصیل لرونکې رهبران ول چې موږ یې اوس په نړۍ کې سوالګر او احتیاج ملت ثابت کړو.
هیواد مو د خزانو ډک هیواد ده خو موږ محتاج یو علت یې بې عمله تعلیم او تحصیل ده.
یو مات او ګوډ غزل ده:
•••••••••••••••••••••••••••••••••••
غزل
افسوس افسوس ارمان ارمان قلمه
ستا په جدایۍ شوو موږ تباه قلمه
کلهمو چې تا نه فاصلې واخیستې
بد مرغه غم مو خوشحالۍ واخیستې
ستا چې یاري وه موږ مزې کولې
ښادمنو خلکو به مو یاري کولې
مونږه په خپل ځان ستم کړی دی
د رڼا لارو نه موږه څنګ کړی دی
د تورو تیارو لاره مو خپله خوښه
د بد بختیو لار مو خپله خوښه
خلکو قلم باندې ژوندون قربان کړ
مونږه توپک له څنګه ښکته نه کړ
خلکو قلم باندې نړۍ جوړه کړه
مونږه توپک باندې مورکۍ کړه بوره
افسوس افسوس ارمان ارمان قلمه
له تا قربان شم په ما ګران قلمه
بازمحمد منګل