حامد « کرزی » د ډاکتر اشرف «غني»  سلاکار دی؟ که سياسي رقيب !؟ يا :  پرله پسې سرخوږی او نيم څېری!؟

 
د ټولنيزو رسنيو د ورځنيواطلاعاتو له منځپانګې څخه داسې جوتېږي چې روسيه د چين، ايران، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان او پاکستان په مرستې او ملتيا غواړې چې په افغانستان کې د امريکې د متحدو ايالتونو، د « ناتو» او «ايساف» د غړو هېوادونو د وسله والو ځواکونو پر ضد د « داعشيانو » د مخنيوي په پلمې « طالبان » تر غبرګو غوږونو پورې مُسلح کړي ؛ د سوريې، بشارالاسد، يمن ـ حوثي ګانو او عراقيانو غچ ور څخه د « طالبانو » په ذريعې او مټ په افغانستان کې واخلي ! د دې امکان شته چې روسان او د« شانګهای د تړون غړي هېوادونه» طالبانو ته دافع هوا او دافع ټانګ راکټونه ( لکه سټينګر ) ور کړي، ترڅو د لوېديځوالو الوتکې، هوايي او ځمکني اهداف پرې را نسکور کړي او له منځه يې يوسي  !!
حامد « کرزی » چې په ( ۱۴ ) کالو بې کفايته واکمنۍ او د مُفسديونو او چورګرو په مشرۍ نه دی موړ شوی، ډېر زيات کوښښ کوي چې دغه «درېيم نمبر شاه شجاع» يو ځل بيا د انګرېزانو، جرمنيانو، روسانو، چينايانو، ايرانيانو، پاکستانيانو، تاجکستانيانو، ازبکستانيانو، قزاقستانيانو او... په مرستې
  غواړي چې د ارګ قوماندانۍ ( د کابل ولسمشرۍ ) ته ورسېږي او له طالبانو سره مُشترک دولت « د ملي مشارکت په نوم » جوړ کړي !؟
داچې ډاکتر اشرف « غني » حامد « کرزي » ته د سلا کار په سترګه ګوري، يا د سياسي مخالف ( رقيب ) او يا هم د « نيم څېري» ( د سرخوږي ) په نظر !؟ په لنډ راتلوونکي وخت او زمان کې به يې عکس العمل او غبرګون ته وګورو او هر څه به په ډاګه شي  !!!