د معاصر اقتصاد پلار آډم سمت ویلي و چې پيوستول/ نښلول (Connectivity) ګټنې او بهرهورۍ (Productivity) ته لاره پرانيزي. د هغه دا خبره په سیمه کې د افغانستان جیو- ستراتیژیک اهمیت ښه خلاصه کوي. په وچه کې ایسار افغانستان په وچه کې د ایسارې مرکزي آسیا له درې هیوادونو سره پوله لري. په ۱۹۹۲ م کال کې د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته د مرکزي آسیا هیوادونو له خپلو سرچينو په تیره بيا تېلو او ګازو نه په ښې ګټنې او استفادې ندي بريالي شوي. له خپلواکۍ وروسته هم د تیلو او ګازو د لېږد نللیکې د روسیې په ولکه کې پاتې شوې چې په انحصاري ډول يې يوازې د خپلو سرچينو د لېږد لپاره کارولې. بل خوا افغانستان د جګړو او کړکېچ له کبله ونشو کولای چې له نړيوالو بازارونو سره د مرکزي آسيا تړاو وساتي او دا د هغوی د لا منزوي کېدو لامل شو. خو له ۲۰۰۱ م کال راوروسته کله چې په افغانستان کې نوی نظام جوړ شو، ورېښمو د لرغونې لارې په وسيله د سيمې د بيا نښلېدو هڅې پیل شوې. دغې چارې افغانستان ته یو ځل بيا دا فرصت په لاس ورکړ چې د مرکزي آسیا، سوېلي آسيا، منځني ختیځ او چین د بازارونو په تړلو سره د سوداګرۍ او لېږدراليږد د يوه مرکز په توګه خپل رول بيا راژوندی کړي.
د ترکمنستان افغانستان او تاجکستان ترمنځ درې اړخیزه رېل ګاډي پټلۍ د ۲۰۱۳ زيږېدي کال په جون میاشت کې پرانستل شوه. د پروژې عمومي موخه د اورګاډي داسې دهلیز رامنځته کول و چې د مرکزي اسيا هېوادونه له نړيوالو بازارونو سره د هند سمندرګي له لارې ونښلوي. د ۶۳۵ کیلومیتره ریل پټړۍ درې برخې لري چې اوله برخه یې د ترکمنستان ده کوم چې عطامراد او امامنظر نه آقینې ته رسیږي، دوهمه برخه یې د افغانستان له پینځو شمالي ولایتونو آقینې، اندخوی، شبرغان، مزار شریف، خلم او کندوز نقطو نه تیریږي او دریمه برخه یې له کندز څخه د تاجکستان پنج پایان او کولخوزآباد ته رسیږي چې ټول لګښت یې ۲ میلیارده ډالر دی. د ۲۰۱۶م کال د نومبر په ۲۸ مې نیټې ترکمنستان خپله بشپړه شوې برخه د یوې لويې غونډې په ترڅ کې پرانیستله چې پکې افغان ولسمشر محمداشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدف (Gurbanguly Berdymukhamedov) ګډون کړی و.
یاده پروژه د درې واړو هیوادونو لپاره د اهمیت وړ ده. د افغانستان او تاجکستان اقتصاد کمزوری ټرانسپورټي بنسټ، ورو اقتصادي وده او په وچه کې ایسار او منزوي وضیعت له کبله ډیرو ستونزو سره مخ ده. د افغانستان ټرانسپورټي بنسټونه د څو لسیزو جګړو له کبله تقریبا له منځه تلې ده. اوس ډیره اړتیا ده چې دغه زیربنا بیا ورغول شي او همدا راز نوې زیر بنا رمنځته شي. که وګورو نو افغانستان ترکمنستان او تاجکستان په ترتيب سره ۷۴۴ او ۱۲۰۶ کلومتره پوله لري. خو له دې دومره اوږدې پولې سره سره، د ټرانسپوړټي زیربنا د نشتون له کبله دریواړو هیوادونو تر منځ د تجارت کچه ډیره ټیټه ده. د اور ګاډي پټلۍ غځیدل به په هیواد کې ټرانسپورټي زیربنا پیاوړې کړي، د سوداګرۍ له پراختیا سره به مرسته وکړي او له نړيوالو بازارونو سره د مرکزي آسیا په نښلولو کې د پله رول لوبولو ته افغانستان چمتو کولای شي.
بل خوا ته که وګورو تاجکستان له نړۍ سره د سوداګرۍ لپاره په ازبکستان تکیه کوي. خو د پولې او د اوبو د سرچينو پر سر شخړو له کبله د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې خرابې دي. کله چې دواړو هیوادونو تر مینځ اړیکې ترینګلې شي نو ازبکستان تاجکستان ته ستونزې جوړوي او د توکو ټرانزیټ اخلالوي. د دې بندیزونو له کبله تاجکستان نه دی توانیدلی چې خپل مهم تولید یعني المونیم او مالوچ په آزاد او پراخ ډول صادر کړي. همدا راز د دې په خاطر چې د خپلو د اوبو له سرچينو نه په بشپړ توګه ګټه پورته کړي، تاجکستان روګون او سنګتوده د برق بندونه (Hydropower Plants) جوړول غواړي خو د ازبکستان له خوا رامنځته شوي بندیزونو له کبله نه دی توانیدلی چې ماشینونه ولېږدوي او دا بندونه بشپړ کړي. د اور ګاډي پروژې تکمیل به تاجکستان لپاره د تجارت او ټرانزیټ لپاره بدیله لار پیدا کړي او ازبکستان سره ټرانزیټي شخړو نه به یې خلاص کړي.
د تشویش وړ خبره دا ده چې تاجکستان ویلي چې هغه به خپله برخه پټلۍ نه جوړوي، په داسې حال کې افغانستان په شمالي ولایتونو کې د خراب امنیتي وضیعت له کبله نه دی توانیدلی چې خپلې برخې پټلۍ باندې کار پیل او بشپړ کړي. د تاجکستان له خوا د پروژې برخه نه بشپړولو خبره حیرانوونکې نه ده ځکه دا وضیعت د ځينو دلایلو پر بنسټ اټکل شوی و. اول خو دا چې په پروژې کې ګډون په اړه هوکړه د تاجکستان اولسمشر امام علي رحمان (ٍEmomali Rahmon) د ټاکنيز کمپاین برخه وه چې موخه یې په انتخاباتو کې د خلکو ملا تړ ترلاسه کول وو. دوهمه دا چې د اورګاډي پټلۍ د تاجکستان د سویلي سیمې نه تیریږي کومه چې غرنيزه سيمه او هلته د ریل پټلۍ جوړول هم ننګوونکې او هم قیمته تمامیږي.
خو سره له دې چې په پروژې کې د تاجکستان له خوا خپله برخه بشپړولو کې علاقه کمه ده، د پروژې ګټې او مناسبتوب پر خپل ځای دی. ترکمنستان په دې وروستیو کې خپلې ټرانسپورټي زیربنا پیاوړې کولو او د غوره پيوستون (Increased Connectivity) له لارې سوداګرۍ پراختیا په برخه کې ډیر په فعاله ډول خپلې چارې ترسره کړي دي. د هیواد په غربي او شمالي سیمه کې د اورګاډي زیربنا لري کوم چې د خزر سمندرګي (Caspian Sea) له لارې سوداګري اسانوي. د درې اړخیزه اورګاډي پروژې په ترڅ کې د اورګاډي د پټلۍ اوسنۍ برخه بشپړیدل د هیواد سویلي سیمه د هیواد نورو سیمو سره د اورګاډي له لارې وصل کړه او بل خوا ته یې نوو بازارونو ته رسیدو لپاره بدیله لاره پیدا کړه.
همدا راز د ترکمنستان له خوا د خپلې برخې پټلۍ بشپړولو له کبله افغانستان د اورګاډي یوې نړیوالې شبکې سره وصل شو چې دا به لومړي قدم کې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري آسانه او پراخه کړي. په اوږد مهال کې که چیرې افغانستان په دې وتوانیږي چې خپله برخه پټلۍ بشپړه کړي نو دا به په هیواد کې د ټرانسپورټي زیربنا پیاوړي کولو په برخه کې ډیر لوی پرمختګ وي چې ګټه به یې ټولې سیمې ته رسیږي. تر هر څه له مخې دا به نورو هیوادونو لکه ایران، قزاقستان، او چین لپاره لاره هواره کړي چې په پروژې کې ګډون وکړي کوم به چې د سیمهيیز تجارت او پيوستون (Integration) په برخه کې د پراختیا لامل ګرځي. دوهم دا چې افغانستان د نړیوالو دهلیزونو په څلور لارې کې قرار لري او د داسې پروژو بشپړیدل به نورو دهلیزونو لپاره د ضمیموي (Supplementary) او یا هم بشپړوونکي (Complementary) رول ولري. د آسیايي پرمختیايي بانګ (Asian Development Bank) اټکل څرګندوي چې که د افغانستان او مرکزي آسیا د نښلولو لپاره ټرانسپورټي زیربنا کې اساسي ښه والی رامنځته شي نو ټولټال تجارت به ۱۲ میلیارده ډالرو ته ورسیږي، چې دا به شاوخوا ۸۰ سلنه زیاتوالی وي. د هغوئ یوه بله څیړنه څرګندوي چې د نوې لارو بشپړول به د افغانستان ګاونډیانو ترمنځ ټولټال تجارت ۱۶۰ سلنه زیات کړي او له کبله به یې د افغانستان له لارې ټرانزیټ ۱۱۳ سلنه زیات شي.
سترو اقتصادي ګټو ترڅنګ، په بیلا بیلو هیوادونو د داسې لویو سیمه ایزو پروژو لوی اغیز له کبله د هغوئ سیاسي اړخ له پامه نه شي لرې کیدای. یاده پروژه د امریکا د وریښمو نوې لارې ستراتیژۍ (New Silk Road Strategy) سره په موافقې کې ده کوم چې په افغانستان باندې اقتصادي بشپړتیا (Economic Integration) او د ټرانسپورټ مرکز په حیث تمرکز کوي او پام کې نیسي چې د مرکزي آسیا هیوادونو سره د سیمې اقتصادي پرمختیا لپاره لازمه زیر بنا او پيوستون (Connectivity) پیاوړی کولو په برخه کې مرسته وشي ترڅو هغوئ د اقتصادي اړخ نه پخپله د ودې وړ شي. بل خوا ته چین هم دا چمتوالی ښودلی چې په راتلونکي کې به له دغې پروژې سره یوځای شي. دا د مرکزي آسیا له لارې اروپايي بازارونو ته د رسیدلو لپاره د چین یو کمربند یو سړک (One Belt, One Road) ستراتیژۍ سره سمون خوري. همدا راز سره له دې چې روسیه به یقینا په سیمه کې د امریکا حرکتونو ته د شک په سترګو ګوري، خو په سیمه کې د نوو دهلیزونو بشپړیدل او پرمختیا به د هغوی لپاره د تجارت او درنې پانګې اچونې نوي امکانات رامنځته کولو فرصت ورکړي.
وروستي