د لویانو فکرونه او ویناوې

 
هر څوک د لویانو فکرونو ته ښه راغلاست وايي، له خپلو ښویېدنو یا تېروتنو مخه نیسي.
«علی (ع) »
هغه کسان کوم، چې له غوره او ښو فکرونه سره ملګري یا یو ځای دي، نو دوی هېڅ کله یواځې نه دي.
«فیلیپ سیدني»
هر څه، چې اوس یم یا دا اوسنی حالت مې د هغو فکرونو زېږدند او لاسته راوړنه ده کوم، چې ما په تېر وخت کې درلودل یا یې همدا اوس لرم.
«لویي پاستور»
فکرونه نه زړېږي یواځې ماده یا یو څیز زړېږي.
«واین دایر»
پراخه فکرونه له ډېرو لامونو څخه سرچینه اخلي، هغه څه، چې نور واي مهم دي او ارزښت نه لري، بلکه دا مهمه ده، چې څه ډول عمل کوو او څه ډول ټاکنه کوو ترڅو موږ په پخپله باور وکړو، چې همدا مهم دي.
«لوئیز هی»
د ژوندیو وګړو روح او ذهن د مړو وګړو له فکرونو سرچینه اخلي.
«ګوستاو لوبون»
لکه څرګنه، چې شپه وروسته له سبا ورځې څخه راځي، بد او لالهانده کوونکي فکرونه هم له یوه آرام فکر څخه وروسته راځي او همدا ډول د یو او بل ځای خپلوي.
«آنتوني رابینز»