
منصور وايي: اسلامي ثقافت د ترهګرۍ د تمویل سرچینه ده، د اسلام په سیاسي نظام مضمون کي د خلافت څخه یادونه د بغدادي او د امارت څخه یادونه د ملامحمدعمر په مانا ده، ملا پر سټیج خپلي ټولي خبري توجیه کوي خو بل هرڅوک چي څه وايي هغه درواغ ګڼي:
ښاغلی منصور!
۱ــ تاسو اوس هم په ظاهر کي د جمیعت اسلامي جهادي تنظیم ته ځان منسوب ګڼئ، که څه هم په باطن کي ملت پوهیږي چي پرچمیانو، شعله یانو او ستمیانو دې حزب ته له بیلابیلو لارو لارپیداکړل، که ته خپل پروني جهاد ته جهاد وايي نو ماته ووایه چي زموږ د تیر جهاد یو لوی ارمان د اسلامي نظام اقامت نه ؤ؟! که ؤ نو نن ولي د خپلو اسلافو شهیدانو ارمانونه د سفارتونو پر څو مادي ګټو او پیسو پلورئ؟!
۲ــ تاسو وایاست اسلامي ثقافت د ترهګرۍ د تمویل او تقویت سرچینه ده، آیا د اسلامي ثقافت څخه پرته د عصري علومو د یو محصل فکر اسلامي جوړیدای سي؟!
۳ــ تاسو فکر کوئ چي خلافت یاني بغدادي او آمارت یاني ملامحمدعمر اخند، لومړی آيا په دې نه پوهیږئ چي د اسلام لومړی خلیفه حضرت ابوبکرصدیق رضي الله عنه ؤ، او وروستۍ خلافت عثماني خلافت ؤ چي وروستۍ خلیفه سلطان عبدالحمید ثاني ؤ چي د یوې نړیوالي توطیې له مخي چي هم په کښي له عربی ناسونالیزم څخه استفاده وسول او هم د سایکس پیکو د پټ مغرضانه پلان (۱۹۱۶) م کال لخوا په ګډه له مینځه یووړل سو.
دویمه خبره دا چي بغدادي ته خو لومړی خلیفه نسو ویلای ځکه خلافت په رایه او بیعت باندي ټاکل کیږي اسلام د واک د انتقال درې لاري پيژني:( استخلاف، انتخاب او تغلب) چي د خلافت لپاره یې د لومړۍ لاري تجویز کړی، دویم بغدادی یواځي (د شام او عراق) ترمینځ پرتو سیمو ادعا کوي نه د ټولي اسلامي نړۍ، دریمه خبره دا چي تاسو آمارت ملامحمدعمر اخند ته منسوبوئ حال دا چي د هغه د مرګ دوه کلونه تیرسول، آیا معلومات نه لرئ، که مو حساسیت له دې نوم سره زیات دی؟! کنه اوس خو دطالبانو د آمارت مشر مولوي هیبت الله اخند دی، آیا تاسو په دې نه پوهیږئ چي په اسلامي تاریخ د لومړي ځل لپاره حضرت عمر رضی الله عنه ته د آمیرالمؤمنین اصطلاح وکارول سول، او د حکومت نوم یې آمارت ؤ!
بله خبره دا چي معاصر علماء په دې نظر دي چي د دولت نوم مهم نه دی که خلافت وي، که آمارت وي، که جمهوریت وي، که سلطنت وي یا بل اصلاً ماهیت مهم دی، موږ هغه وخت یو دولت ته اسلامي دولت ویلای سو چي د الله حکم پکښې حاکم وي، د دولت د تشکیلوونکو څلورو عناصرو ترڅنګ پینځم عنصر هم ولري چي هغه الهي حاکمیت دی.
۴ــ تاسو نن د ملا له ادرسه دین ټکوئ آیا ستاسي دتګلاره له پروني کمونیست څخه توپير لري چي د ملا د استهزاء له لاري به یې دین ټکاوه؟!
۵ــ آیا کله مو هم د اسلامي ثقافت د پوهنتوني مضمون د اتو سمسټرونو کاریکولم کتلی او ددې ترڅنګ مو د نوموړي مضمون مفردات مطالعه کړي چي کوم ځای کي یې داعش یا طالب ذکر دی؟!
زه چي څه موده مي په علمي دنده لرم تاته وایم چي د اسلامي ثقافت مضامین دغه مهم مضامین دی:( د عباداتو فقه، کورنۍ نظام، اخلاقي نظام، اسلام او سیاینس، اسلامي نړۍ لید، قرآن پوهنه، د اسلام اقتصادي نظام، اسلام او تمدن........) په دې مضامینو کي مو کوم یو د افراطیت زیږنده وباله؟!
او که ته فکر کوې چي د ثقافت استاد ددې علم اصلیت نه سي بیانولای نو بیا مو محاسبه غلطه ده، زه عصری علومو ته یو منسوب کس یم، خو څومره چي د خپل عزیز دین په اړه معلومات لرم، دا د اسلامي ثقافت برکت دی، کنه یوه شپه مي هم په دیني مدرسه کي نه ده تیره کړې، یا مي هم مسجد کي د تفسیر او تجوید علم کړی.
۶ــ تاسو چي د اسلامي ثقافت په اړه اعتراضات لرئ ايا کله مو هم فکر کړئ چي د فلسفې په پوهنځیو کي د چا فلسفه لوستل کیږي، او په سیاسي علومو کي د هابز، افلاطون، پلې بیوس، اپیکور، سیسرون، ماکیاولي او داسي نور دا چي ما دسیاسي افکارو تاریخ په خپله تدریس کړی نو پورتني مفکرین څوک بت پرستان، څوک ملحدین، څوک عیسیویان او څوک نور دي، ما په خپله د اپیکور د سیاسي فکر تدریس کړی د هغه د فکر یوه برخه داده:( ۱: اپيکوريزم په ماده پالنه ولاړ مکتب دی او یواځي يي په مادياتو باور لري .
۲: ددي ترڅنګ اپيکور او پلویان يي دتکامل (بشپړتيا) پر اصولو باور او عقيده لري، يعني داچي انسان په لومړي سر کي په دغه شکل او بڼه نه ؤمګر دوخت په تيريدا سره يي تکامل کړي چي بالاخره دابڼه يي غوره کړي ده .
۳: دالله تعالي له وجودڅخه انکار(العياذبالله) اودکفر پلويتوب.
اوس نو کله مو هم ددې مسائيلو په اړه خبره کړې او که دا مسائيل پروژه يي نه دي؟!
۷ــ په پای کي د ښاغلي منصور څخه هیله کوم چي نور د الله له دین او د ملت له ارادې سره جګړه ونکړي او د الله او ددې ملت څخه بخښنه وغواړي.
۸ــ ددې ترڅنګ غواړم د حق دلاري باجرئته وکیل او د اسلامي ارزښتونو له مدافع ښاغلي څارنوال عبدالستار خواصي څخه مننه وکړم چي تل یې د اسلامي او ملي ارزښتونو څخه دفاع کړې او د ملت د ارادې اصلي مظهر دی، پر عمر، جرئت او ویښ احساس یې افرینونه! او هغوی چي د اسلامي ارزښتونو د سپکاوي په مقابل کي چپ پاته کیږي هغوی ته وایم لومړی خو ځان ددې حدیث شریف مصداق مه ګرځوئ:( الساکت عن الحق شیطان اخرس) د حق لپاره ساکت (چوپ) ګنګ شیطان دی.
دویم دا چي عزت په دین کي دی (اعزن الله بالاسلام....) الله د خپل دین دفاع د وخت د مستکبر په وړاندي هم د یوې غوماشي (میاشي) په واسطه هم کوي خو تاسو د ملت استازي چي د الله حضور ته ورسئ، ځواب به مو څه وي؟!
فکر مه کوئ که د چا مالي سرچیني وچیږي یا یې بیا سفارتونه خپلو میلمستیاو ته نه ورغواړي یا به امریکایان او د هغوی غلامان ورته مرتجعین ووايي، څوک چي په خپل دین ویاړ ونکړي او په خپل دین وشرمیږي، د هغه ایمان ترسوال لاندي دی!
۹ــ په وروستۍ برخه کي پر افغان حکومت، سیاسي احزابو، مدني او ټولنیزو ټولنو باندي ږغ کوم چي د اسلامي ثقافت مضمون ترهګري نه زیږوي بلکه د منصور خبري په لوی لاس خلک افراطیت ته سوقوي تاسو به وګورئ چي د دولت وسله وال مخالیفین د منصور خبري د استناد په ډول په خپلو تبلیغاتي ویډیوګانو کي خپري کړي او ددې نظام په وړاندي به یې د خپلي مبارزې د مشروعیت په توګه وړاندي کړي!