شاعر: ګل رحمان رحماني
په يوه سپينه ورځ اقرارکوم ملګرو
چې نورنه لرمــــه زور د چاد مينې
څه چې وايي دادې واړه راسره وي
راســــره دې نه وي تور دچادمينې
*****
شوګيرې مې بدلومه په خـــــوبونو
دعاګانې په يو نوي رنګ کومـــه
که چابياهم راته يادجانان جانان کړ
ورسره په هغه ځاى کې جنگ کومه
*****
نوردمينې له رنگين کتابه باسم
داهونواوسېلوساړه فصلونـــــه
يوقدم هم که په لوري دهغې وي
بس نورنه کو م په دې لارومزلونه
*****
مـــــرور ياران به بېرته راپخلا کـــــړم
ورته وايمه چې هېرمې خپل جانان کړ
نه مې زړه نه مې ارمان نه مې جانان دى
ستاسې مينه مې دخپل زړګي ارمان کړ
*****
تاسې دومره راسره وکړئ ملګرو
چــــــې زمادزړه له کنډوکپرښاره
لګېدلـــــي يادګارونه انځورونه
ټول له يوې مخې کړئ لرې ترسهاره
*****
لکه تاسې پوهېدلى زه هم پوه شوم
دې جاله کې څه بې وخته وم ختلى
غواړم بېرته ترهغه مقامه ستون شم
لکه وم چـــــې تاسې ټولــوته ښاغلى
****
لکه تاسې چې ژوندون کړى بې جانانه
غواړم زه هم يوهمداسې ژونداغازکړم
که مې مات وزرونه بياکله راجوړشول
ښارپرېږدم په لوړغرونوبه پروازکړم
١٣٨٨-٦-٨
ننګرهارپوهنتون
وروستي