چین افغانستان ته د کابل پېښور او کابل- کوټې د رېل پټلیو جوړولو وړانديز کړی

 
د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کونګ ګژانویو ولسمشر غني ته د کابل- پېښور او کابل- کوټې د رېل پټلۍ جوړولو وړاندیز کړی دی.
د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د پیکینګ، کابل او اسلام اباد ترمنځ د دغو رېللارو د جوړېدو پر سر خبرو ته راوبلل.
دا خبره په کابل کې د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کانګ زینیو او ورسره پلاوي په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره د کتنې پر مهال وړم مازدیګر کړې ده.
کانګ زینو ویلي، افغانستان د چین د اقتصادي کمربند لپاره حیاتي ارزښت لري او د پېښور-کابل او کوټې د اورګاډي د کرښې او د سیمې د هېوادونو د اقتصادي همکاریو په اړه دې د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ غونډې وشي.
ولسمشر اشرف غني  د دغه وړاندیز هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د اقتصادي دهلېزونو او همکاریو مذاکرات دې په سر کې درې اړخیز وي او بیا دې د تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان په ګډون د منځنۍ  اسیا نور هېوادونه او ایران هم په کې شامل شي.
د چین د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر په مشرۍ پلاوي ویلي چې پیکينګ له افغانستان سره پر خپلو راتلونکو همکاریو فکر کوي او ډېر ژر به یې اعلان کړي.
دغه خبره کانګ زینیو وړمه ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي سره په خبرې غونډه کې هم کړې او ویلي یې دي: ((د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه او پر ښو مناسباتو ولاړې دي او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې موږ په افغانستان کې د یو لړ پروژو شاهدان واوسو او چین به له افغانستان سره خپلې مرستې دوامدارې وساتي.))
د چین پلاوي له ولسمشر اشرف غني، د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني او د بهرنیو چارو د وزارت له سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي سره د خبرو پر مهال د تروريزم ضد جګړې په برخه کې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی او ترهګري یې د سیمې او نړۍ لپاره ستر ګواښ بلې ده.