
که چېرې د ساینس او ټکنالوژي پر مټ هره لاسته راغلې وسیله په سمه توګه وکارول شي، په حقیقت کې د بشریت د پرمختګ لپاره لاسته راغلې د بریا یوه وسیله ده، په دې کې شک نشته چې هره وسیله د یوې الې په توګه د مثبت اومنفي کارونې وړتیا لري،خو د ننۍ نړۍ ډیری وسیلې د اصلي موخې او ماهیت پر خلاف کارول کیږي .
د ساینس او ټکنالوژي له برکته نړۍ د یوه کوچني کلي په ډول سره نږدې شوې، د ساینس او ټکنالوژي د بریا پر مټ نن په شیبو کې د نړۍ ګوټ ګوټ ته په برېښنایي ډول سره خپل فکري محصولات رسولی شو.
خبره نه اوږدوم، دلته مې موخه د فیسبوک مجازي نړۍ ده، چې په اوسني وخت کې د ټولنېزو رسنیو په برخه کې تر ټولو چټکه یوه وسیله ده، دغه ټولنيزه رسنۍ په خپل ذات کې د فکري وړتیا، خلاقیت، ناخوال، د ټولنې په مختلفو برخو کې د شته ستونزو او د سمون لپاره د وړاندیزونو د شریکولو غوره وسیله ده ، پوښتنه داده چې له دغې ټولنیزې رسنۍ څخه موږ افغانانو څه ډول ګټه پورته کړې؟
په افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه وګړي له انټرنټ څخه ګټه اخلي او یا دا چې دغه شمېر افغانان د انټرنېټ اسنتیاوو ته لاس رسی لري، چې له دې ډلې څخه ۸۷،۸ سلنه یې فیسبوک کاروي، چې د انټرنېټ د مصرف غټه برخه یې خپله کړې ده، له فیسبوک څخه وروسته د انټرنېټ پاتې برخه په ټويټر او یوټوب ترې کار اخستل کیږي.
دلته ( افغانستان ) کې د فیسبوک ډېری ګټه اخستونکي چې په لوړه کچه د انټرنېټ مصرفونکي حسابیږي، د خپل فعالیت ډېره برخه دېته ورکړې چې په یو ډول نه یو ډول نورو ته سپکې سپورې ووایي، تشي او بې ځایه نیوکې وکړي، که چېرې د همغې نيوکې د حل لارې په اړه ترې وپوښتې باوري یم چې پرته له اوتو بوتو به بل هېڅ هم درته وړاندې نشي کړای، یوه برخه خوارکیان بیا په دې ستړي دي چې څنګه کولی شي له دې لارې نورو ته دروغجنه بریا ورپه برخه کړي او یا هم نورور ته کاذب شخصیتونه ور وبښي، ځېنو بیا له دغې وسیلې نه د انځورونو البوم جوړ کړی، نن له احمد سره یادګاري انځو او صبا له محمود سره له یوه کلي نه بل کلي ته په لاره، ځنې لا په کې داسې وي چې په اصلي نوم جوړ شوي اکونټ برڅېره یې څو نور جعلي اکونټونه هم جوړ کړي وي، هغه شمېر چې دسواد له نعمت څخه بې برخې دي هغه لا نه یادوم، که په لنډو کې یې ووایم له دغې ټولنیزې رسنۍ څخه کم شمېر ګټه اخسونکي داسې دي چې د فیسبوک د اصلي موخې سره برابر د خپل فکر او پوهې سره سم موضوعات له خپلو ملګرو سره شریکوي، چې په رښتیا سره د ټولنې په ګټه تمامېدای شي.
که د نړۍ په کچه د تولنیزو رسنیو څخه د نړۍ د سیاسي مشرانو ګټې اخستنې ته پاملرنه وکړو، د نړۍ ۷۵ سلنه ولسمشران او سیاسي مشران له ټویټر څخه ګټه اخلي، چې د دنیا ۶۳ سلنه ولسمشران له هغو ملکونو سره تړاو لري چي په سیاسي لحاظ یې نظامونه استحکام لري .
دا چې د نړۍ د سیاسي مشرانو لوړه کچه له ټويټر څخه ګټه اخلي کېدای شي، یو لامل به یې همدا وي چې هغوی به پورته یاده شوې تجربه په خپلو ملکونو کې له وړاندې څخه ترلاسه کړې وي، ځکه خو به یې ټويټر د ځانونو لپاره د ټولنیزې رسنۍ په ټوګه غوره کړي وي.
لیکنه : نظیف الله نظیف