
ولسمشر غني په معمولي توګه هیڅ ولایت ته تر اوسه سفر نه دی کړی، یا به هلته کومه پروژه وي، یا به جنازه وي، خو بلخ ته له اقینې څخه په غیرمترقبه ډول راستون شو.
عطا د ولسمشر غني د دې سفر لهپاره ځانګړي تدابیر نیولي وو، څېره یې د انډیوال په څېر وه او په بلخ کې د ولسمشر په ګرځېدو یې نور خلک سوځول.
په واټونو کې عکسونه لګیدلي وو، د عطا د خوښې کسان او د ملي ترکیب څه غیرمتجانس ترکیب د بلخ پر دربار راټول و، تر څو ولسمشر د کابل د اوازو او رښتيني بلخ تر منځ د دویم په حقانیت قناعت وکړي.
د بسم الله خان یوه نږدې پلوي لیکلي، له دې کبله چې عطا په بلخ کې له احمدشاه مسعود سره د غني عکس لګولی، ځواب به یې دا وي چې په پنجشېر کې د عطا له عکس سره د شاهشجاع عکس ولګوو او دا کار به وکړو.
کله چې قانوني او امرالله صالح د عطا محمد نور او ارګ د نویو معاملو په اړه خبر شول، دوی هم رامخ ته شول او له غني سره یې د سازشونو تارونه وغځول. شاید دا برنامه هم نتېجه ورکړي، خو د دې ټولو انجام د عبدالله څنډې ته کېدل دي چې په دې لوبه کې تاوان کولای شي.
ولسمشر غني په معمولي توګه هیڅ ولایت ته تر اوسه سفر نه دی کړی، یا به هلته کومه پروژه وي، یا به جنازه وي، خو بلخ ته له اقینې څخه په غیرمترقبه ډول راستون شو.
د مزاریانو په خوله همدا خبره وه چې یا به ولسمشر عطا رسمي والي کړي او یا به یې له ځانه سره کابل ته بوځي، خو ولسمشر یوه د ستاینې دوره ووهله، د هغه کارونه او د ماموریت ماضي یې وستایله او کابل ته راستون شو.
عطا د ولسمشر غني د دې سفر لهپاره ځانګړي تدابیر نیولي وو، څېره یې د انډیوال په څېر وه او په بلخ کې د ولسمشر په ګرځېدو یې نور خلک سوځول.
په واټونو کې عسکونه لګیدلي وو، د عطا د خوښې کسان او د ملي ترکیب څه غیرمتجانس ترکیب د بلخ پر دربار راټول و، تر څو ولسمشر د کابل د اوازو او ریښتيني بلخ تر منځ د دویم په حقانیت قناعت وکړي.
خو څه چې د دې سفر شاته ښکاري او هغه دوړې چې د دې سفر له امله پورته شوې، په څه نورو خلکو او نورو سیاستوالو راپرېوتې دي.
د شمالي ټلوالې او په تېره د جمعيتیانو په منځ کې د اقتدار د سیالۍ درځونه ورځ تر بلې رابرسېره کېږي، که هرڅومره دوی هر یو کوښښ کوي، حکومت او نورو جهادي حریفانو ته یې لاره یوه وي، خو نوره په ټلواله کې دا لاره یوه نه ده، حتا د ننه په جمعيت کې دا لاره په ګڼو بزرونو بدله شوې ده.
د بسم الله خان یوه نږدې پلوي لیکلي، له دې کبله چې عطا په بلخ کې له احمدشاه مسعود سره د غني عکس لګولی، ځواب به یې دا وي چې په پنجشېر کې د عطا له عکس سره د شاهشجاع عکس ولګوو او دا کار به وکړو.
ځینو نورو بیا د عطا په چاپلوسیو او د عطا په پټو معاملو پسې خوله راسپړلې ده. هر څه چې وي، خو بلخ ته د ولسمشر سفر او د عطا مېلمستیا ځنې خطرناکې جنګسالارې سټې رېږدولې دي.
عطا محمد نور وروسته له هغه له ارګ سره د مخامخ تعاملاتو لهپاره مټې رابډوهلې چې عبدالله د دوی له فشارونو سره سره را پر شا کېده او ارګ ته یې په سیاسي وېش کې بیا بیا شکست خوړ.
د ملي وحدت په حکومت کې د پنځوس فیصده واک اصلي څښتن عطا محمد نور دی، نه عبدالله، عبدالله د ډرامې د یو ممثل کرکټر په رول کې راڅرګند شو، خو عطا وايي چې هم د انتخاباتو پیسې زما وې، هم رایې او هم د بري اصلي حوزه شمال او په تېره بلخ و.
له بلې خوا عطا محمد نور له دوه کلونو هلو ځولو وروسته هم په دې و نه توانېده چې د جمعيت په دننه کې د خپل نفوذ پر زور داسې ګوندي ټاکنې وکړي چې د ده پهکې خیر وي، کله چې میاشت وړاندې د جمعيت د کنګرې د رابللو تصمیم د وروستي ځل لهپاره له خنډ سره مخ شو، عطا محمد نور ارګ ته مخ کړ.
اوس عطا غواړي جمعيت د دولتي قدرت په مټ د ځان کړي او خپل جمعيتي حریفان ووهي.
عطا محمد نور له ارګ سره نوي سازشونه کړي دي، د عطا کنګل حسابونه هیڅ بې دلیله نه وو چې ازاد شول، بیا په تاجکستان کې د سفیر په توګه د یونسي ټاکنې اقدام دویم ګام بلل شوی او ورسره عطا غواړي په حکومت کې له غني سره داسې تعاملات وکړي چې عبدالله په مرور د زمان څنډې ته کړي.
البته د عطا په دې کار یونس قانوني، د فهیم ډله، امرالله صالح، د مسعود وروڼه او صلاح الدین رباني ټول خوشاله کېږي، اما دا چې بیا دا ټول ځای بېرته عطا نیسي دا نو بیا دوی ته د زغم وړ نه ده.
کله چې قانوني او امرالله صالح د عطا محمد نور او ارګ د نویو معاملو په اړه خبر شول، دوی هم رامخ ته شول او له غني سره یې د سازشونو تارونه وغځول. شاید دا برنامه هم نتېجه ورکړي، خو د دې ټولو انجام د عبدالله څنډې ته کېدل دي چې په دې لوبه کې تاوان کولای شي.
د عطا محمد نور لهپاره د ده د سیاسي ژوند په دې مرحله کې څو وزارتونه، څو معینیتونه یا سفارتونه ډېر مهم نه دي، بلکې عطا هڅه کوي، د قدرت د لومړي لاس معاملهګر په توګه نور نو سیاسي صحنې ته راشي.
هغه غواړي په نوې دوره کې د بریالي انتخاباتي کمپ غړی وي او د ده نه خوښېږي چې د عبدالله عبدالله په څېر د تقسیم شوي قدرت له وړې ونډې څخه لږ هم خوند وا نه خلي.
عطامحمد نور یو بل پلان هم لري، نوموړی غواړي چې د جمعيت صلاحیت او مرکزیت له پنجشېر څخه بلخ ته انتقال کړي. دی غواړي د پنجشېریانو مداوم انحصار په جمعيت کې پای ته ورسوي.
د جمعيت تر ټولو ډېر پلویان رښتیا هم په پنجشېر کې نه دي، خو بې له شکه چې په شمال او بلخ کې زیات دي.
هغوی ټول د پنجشېر له تنظیمي انحصاره زړه خوري. عطا او شمالي جمعيتیانو ته تر حکومت جمعيت اهمیت لري، دوی هڅه کوي چې د پنجشېر سیاسي هسته د تاجکانو په یوه لویه هسته بدله شي او بیا په حکومت کې د دې لوی قومي پاړکي د حق او امتیاز تمثیل وکړای شي.
که عطا محمد نور په دې وتوانېږي چې په جمعيت کې د خپل نفوذ سیالیو ته ادامه ورکړي، حالات داسې دي چې جمعيت به نور پاتې نهشي، ځکه له یوې خوا د مسعود کورنۍ او د پنجشېر نور جمعيتي مشران سره وران دي، له بلې خوا د مسعود کورنۍ د جمعيت د مالکیت مدعي ده، دغه راز په بدخشان کې د رباني کورنۍ او زوی یې ځان د جمعيت میراثي مشر ګڼي او دا ټول خنډونه په یوه وار هوارېدای نهشي، بلکې د عطا له بغاوتونو سره دا توپان لا توپاني کېدای شي.
له سرخط ورځپاڼې څخه په مننه!