وويشت د مرګ کاڼو له کاله مو لوی ور ولوېدو
دروند سيوری د پلار مې هم خالقه له سر ولوېدو
اوس د ژوند اغـــــزنه کږلېچنـــــــه لار لا ګرانه شوه
يوړم د تيارو ګرداب لـــــه لاســـــه مې لمر ولوېدو
اوښکو مې د زغــــم د دېواله ډډه ورسته کړلــــه
ړوند شومه له سترګو مې روڼ اندی نظر ولوېدو
امر دی دخدای چې مور او پلار يې رانه واخيستل
زور راکـــوي دا په ستړي غــــــږ مـــې خنجر ولوېدو
داسې جـــــلان پړمخې نسکــــور د درد څپېړو کړو
ته وا باراني طوفان کې خـــــــرپ شو نښتر ولوېدو
سيدجيلاني جلان
د ګران پلار د مړينې په مهال مې دا غزل ليکلى و.
وروستي