اروپا ته د رجب طیب اردوګان د تښتولو پلان رسوا شو

 
د یني عقد ورځپاڼې لیکوال شوقي یلماز وايي: په هاګ نړیواله محکمه کې د رجب طیب اردوګان دوسیه نږدې ۵۰۰۰ مخونو ته رسیدلې ده نوموړی زیاتوي: په  هاګ کې د اردوګان دمحاکمې ډرامه نوې پړاو ته ننوتې ده، دولسمشر دالوتکې پیلوټان باید د باور وړ خلک وي، ځکه هر ځل ددی امکان شته، چې دنوموړي الوتکه اروپا ته وتښتول شي، دا خبره ماته  زما هغو نږدې ملګرو کړې ده، چې هلته دندې لري.
یلماز په  اخبر تلویزوني پروګرام کې له دی برخې پرده پورته کړې ده، زیاتوي د اردوګان دمحاکمې لپاره دسیسې جوړیږي، کنه ولې دمخابراتو اړوند موټرې ودرول شوې او تالاشي شوې، تور دا و، چې ترکیه سوریې ته وسلې لیږدوي، دا هر څه ددی لپاره کیږي، چې دمحاکمې لپاره پلمه پیدا کړي، که پر اردوګان عریضه وشي بیا ډیره سخته وي، چې نوموړی بهرني سفرونه وکړي، زه له دی مالوماتو ځکه پرده کوم، چې دا استخباراتي مالومات دي.