لاس دې راکړه له دې ښاره روانېږم
لـــه اغــــزو پــه ډکـــــه لاره روانېږ م
نااشناغـــــرونه مې مخې ته ولاړدي
زر راخېژه سپين سهـــــاره روانېږ م
لټـــوم دې دژوندون په صحـــراګانو
دخـــــيالـــــونـــولـــــه دياره روانېږ م
ستادوصل په وږ مو کې مې زړه ورک کړ
ستر ګـــې وينځـــــم له خـــــماره روانېږ م
بيادې يادتازه کـــــومــــــه مومن خانه
لال راوړمـــــه لــــه ښامـــــــاره روانېږم
دتودواوښکـــــوباران يې راډالۍ کړ
دشهيدژوند لـــــــه مـــــــزاره روانېږ م
زه منمــــــه چـــې دا لار اغزي اغزي ده
رحـــــــماني خـــــو ستا لپاره روانېږم
شاعر:ګل رحمان رحماني
وروستي