د الوتکې په پېښه کې د برازیل د فټبال ټیم  په ګډون ۸۱ تنه وژل شوي دي.

 
د کولمبیا هوايي شرکت وايی، نن سې شنبه  هغه الوتکه، چې د برازیل د فټبال د ټیم په ګډون ۸۱ تنه په کې سپاره وو،  د کولمبیا په منځ کې رانسکوره، له شپږو تنو پرته نوره ټوله سپرلۍ په کې وژل شوې ده.
له بیړنیو پېښو سره د مبارزې مسوول موریسیو باروډي  خبریالانو ته ویلي دي، چې موږ ته خبر راکړل شوې و، چې  د ویرو هوايي ډګر څخه یوه الوتکه  را خوځیدلې ده او په خوسیه ماریا کور هوايي ډګر کې ښکته کیږي، خو  دخرابې هوا له کبله الوتکې و نه شو کولای، چې راښکته شي او دا پېښه رامنځته شوه.
په الوتکه کې د برازیل  د فټبال ملي ټیم هم و، چې ټول لوبغاړي یې وژل شوي دي.