زمرد د مار سترګې ړندوي/ ۱۵ برخه

 
مدینه ،
له کشمیره  ترډیلی  ....
 پوره یوه اوونۍ تیره شوه چې ماما ته نه سفیرمخه ورکوله او نه هم آمر ، آمرپه دغو ورځوکې هندیانو هند ته را بللی و، هغوی ته یې حق اوناحقې مشورې ورکولې ، څوله  کشمیري مجاهدینو؟ کارګیل ترلاسه او له هغه ځایه دغه نامعلوم مجاهدین یا وباسي اویایی له منځه یوسي. دسلیم دخلاصون خبره اوس دومره لویه شوې وه چې حل یې  د دوی له توانه وتلې و ...  یوازې مدینه وه چي کښته اوپورته کیده اوپه ډیلی کې یې  ټولو ادارو ته یې داخبره کوله چي سلیم بي ګناه دی ،  هغه له دی سره کوژدن شوی، په دې چې هغه باوری و چي  دی دآمر له کسانوڅخه دی اوهغه  کشمیرته دنورالدین له ډلې سره دجاسوسۍ په لامل را استولی دی ، داچی نورالدین پرغلطه و، پرغلطه لارلاړ ، ټول اسناد او رازونه له هغه سره ولاړل اوس هرڅه چې ووهغه له آمر او ډلي سره وو ځکه خو هغه دوی دلته را استولي وو ، اوس خبره  پر همدغه ټکي ولاړه وه چې هغوی باید رښتیا ووایي او هغوی باید دقیوم او سلیم دخلاصون لپاره هڅه وکړي ، یوه اوونۍ وروسته آمر له کشمیره را غبرګ شواو له ماما درویش سره یې ولیدل ، آمرپه دغه ګرده  درامه ځان منکرکړ او ماماته یې وویل چې نوریې په خدای سپاره ، هرچه بادا بادا ...
ماما بیا هغه ټول اسناد چی له ده سره وو ، ده ته یو یو وروښودل او دایی ورته په ډاګه کړه  چې پرده پسې اوس دهندوستان خفیه پولیس شپه او ورځ ګرځي ، ده د مدینې اودهغې دخور خبره او دسلیم د عکس قصه ټوله له پټان کوټه تر ډیلي پورې ورته وکړه ... چي دغه ټکی آمر نورهم وډارکړ او ماماته یې وویل چې نورپه دغه باره کې باید نه دده نوم واخلي او نه ده سلیم او نور دکشمیرجګړې ته را استولي دي ...  خو ماما بیا هم خپله خبره درلوده او دده پریښودنکی نه و ... ځکه یې ورته ووې چې :
ـ زما زوی  تا رالیږلي ...   په هرډول چی کیږی ته یی باید راخلاص کړې ... اوس چی هره ورځ   په هندي چورلکو کې کشمیرته ورسره روان یې ، دسلیم له خلاصون څخه څنګه انکارکوئ ا او یاداچي څنګه وایاست چې  ستا پروس نه ده پوره ....  
ماما څوورځې نورهم دسفارت مخې ته تیرې کړې ، په هغه ورځ چې لږ ناوخته د نظام الدین اولیا له زیارته نیغ دسفارت مخې ته راورسید، هلته وړاندې یې سترګې پر مدینه او دهغې پرخور ولګیدې ، ورنژدې شو، روغبړ یې ورسره وکړ ، هغوی پوښتنه ترې وکړه :  
ـ پټان ما ما د زوی د څه حال معلوم نه شو؟
-  نه تراوسه خو څه نه دي شوي .
ـ خیردی خدای لوی دی ، که هغه ژوند ورکړي و ، دهغه خلاصون هم پرهغه پورې تړلې خبره ده ...
ـ بې شکه ..
ما ما بیا پوښتنه ترې وکړه  چې دلته څنګه راغلې دي ، خو هغوی ورته ویلی وو چی خور یی د خبریالۍ په مقصد کابل ته ځي ، ویزه اخلي ، داهم ورسره راغلې ده ...
خو خبره داسې نه وه ، ځکه مدینې یوازې غوښتل چی په دغه باره کې له سفیر سره چی نن یی کتنه ورسره درلوده وګوري او هغه څه چې دې ته معلوم دي او په کومه باره کې چې دا اسناد لري ، هغه ته ووایی ، ځکه هغې ته اوس هندی مقاماتو دا ویلي وو چې که  افغان سفیراو یاهم په خپله آمر چې له دوی سره انډیوالي لري ،له دوی هیله وکړي ، دوی په دغه باره کې مرسته کولای شي. داځکه چي مدینې ټول هغه اسناد چي د نورالدین له وژنې وروسته دهغه له بکسه دوی ترلاسه کړي وو ، هندي مقاماتو ته ورکاپی کړي وو ... ځکه هغه ډاډه وه چي د سلیم او قیوم خبره ، دکولاب خبره وه ، هغه چي آمر دوی له هغه ځایه مخامخ دلته رااستولي وو ، دهغې ورځې عکسونه ،  ثبت شوې خبرې او لارښونې ټولې  دنورالدین له بکسه دوی ترلاسه کړي وې ، مدینې نن له سفیره غوښتل چې په دغه اړه  دخپل تبعه په برخه کې مرسته وکړي اوکه نه دوی به دغه ټول ژوندي اسناد دهند دحکومت اودبشري حقونو ددفاعي ټولنواو مقاماتوپه واک کې ورکړي... او نن هم  د دې او سفیردواړو کتنه پرهمدغه موضوع باندې وه ، هغې لا داهم ورته ویلي وو چې که دوی په دغه باره کې مرسته ونه کړي ، دوی به ډیرزر داخبره دهندوستان له مطبوعاتو سره هم شریکه کړي ، په هغه حالت کې به بیا ځواب سفارت او په خپله  آمر ، هغه څوک چي اسناد یې  له دوی سره دي اودغه دواړه یې یوازې دخپل نفوذ په خاطر دجګړې دغې جبهې ته رالیږلي وایي ...  
یو یونیم ساعت په دی کې تیرشو چي مدینه او ترانه دواړې د سفارت له دروازې راووتې  له ماماسره یې خداپامانی وکړ، یوازې یې دا ترغوږ ورتیره کړه چي داهم د سلیم په کارپسې ده  باید چی له دې سره یې تماس پری نه شي ... او په تګ تګ کې یې بیا په ډاډ سره ترغوږ ورتیره کړه :
ـ  خدای لوی دی ، که هغه ژوند ورکړی و ، دهغه خلاصون هم پرهغه پورې تړلی دی ...
دمدینې ګواښ هم دسفیراو هم دآمر لپاره دخطرزنګ و،  یوه دوې ورځې نه وې تیرې چی آمرخپلې پښې له ډیلې څخه سپکې کړې ، پرهغه ورځ چي ده د ډیلي له هوايی ډګره د تهرآن په لور حرکت کاوه ، هلته دده دخدای پاماني لپاره یوشمیررسمي کسان او دده نوي اسراییلي دوستان چي له یوه بل سره یې د کارګیل په جګړه مرسته او ملتیا کوله ، هم دخدای پاماني په موخه راغلي وو، ده هلته سفیراو یوشمیرهندي پوځیانو ته پټه داخبره کړې وه چی دوی باید دسلیم او قیوم په خلاصون کې مرسته وکړي... داځکه چی  مدینې نور د درواغو دغه ټول بندونه دخپلې مینې پرتوپان باندې لاهوکول ، هغې اوس ټول هغه اسناد چی په دغه باره کې مهم ول او پرهغو باندې سفیراو دیپلوماتیک چینلونه  ترهرچا ښه پوهیدل، له ځان سره درلودل ...
دآمر له تښتې سره سم سفیر مدینې ته دتلیفون له لارې دومره ډاډ ورکړی و چي دا باید په دي ډاډه وي چې هغه دسلیم په باره کې په خپلو دیپلوماتیکو هڅو بوخت دی او زر به په دغه برخه کې یوځل بیا له دي سره وګوري ...
خو ماما تراوسه هم د ډیلي په زیارتونو باندې ګلونه او شالونه غوړول اوپنځه وخته لمنځونه به یي همدلته دځان په شان ویرژلو سره په جمع کول ، هره ورځ به یې ځان دسفارتکارواوسفیرترسترګو و رتیراوه اوله هرچا سره به يی دخپل زوی  دبندي کیدو غم لړلې کیسه کوله اوورته ویل به یې :
ـ زوی می  په کولاب کې له طالبانو پټو شویوغلو دکشمیرجګړې ته رالیږلی و ، اوس دلته نیول شوي  اوپه خلاصون کې یې مرسته نه راسره کوي ...
له اوږدې مودې  وروسته چا ورته ویلي وو چی باید سره صلیب ته هم ورشي ، هغوی ته هم باید خپله ستونزه ووایي ، ځکه چې هغوی کولای شي دده او زوی اړيکی یی سره کلک کړي او دیوه بل لیکونه سره  یوسی او راوړي ، ماما داکاروکړ، خوکله یې چی دڅرګند ادرس غوښتنه ترې وکړه ، ده بیاهم د افغانستان سفارت دخپل ادرس په توګه ورکړی و ،  سره صلیب هم دخپلې انساني مرستندویی دندې له مخې څه چې یې کولا شول ، ماما ته دهغو وعده ورکړې وه . هرخبراوهرلیک به چي له سره صلیبه د ماماپه نامه راته ، هغه به هم لومړی سفارت ته راته  چې کله به ده ته رسیده اوکله نه ، دسره صلیب منځګړیتوب هم سفیر اندیښمن کړی و ، ځکه چی ماما هلته ټولې خبرې په ډاګه کړې وې ، سره صلیب به تل خپل کړه  وړه هم  دهند دولت او هم سفارت ته رسول . مدینې هغوی ته هم دا خبره کړې وه چی سلیم په مخامخ جګړه کې نه دي نیول شوی ، بلکه هغه په کشمیر کې هلته چی  دده د کوژدنې کورنۍ اوسیده او دی ورسره کوژدن شوی و نیول شوی دی ...  
سره صلیب په رښتیا هم له دوی سره  مرسته کوله ، هم دماما درویش پته ورسره وه او هم د مدینې ، دا چې آمر نا چارشو چې پرسفیرباندې امر وکړي څوددغې ستونزې لپاره باید دحل لاره ولټوي ، په دغه کارکې هم د سره صلیب ونډه مهمه وه .... دهغه څلورلارې (+) نښې د ماما درویش او مدینې دواړو  زړونو او فکرونو ته دمه ورکوله اود دغو دواړوانسانانو مرستې ته یې په سختو اواړو حالاتو د جنګونو او دردونو په سخت توپان کې اوږې ورکولې ... ځکه هغوی پر دې باور درلودل لکه چي پښتون شاعررحمان بابا به ویل :
هغه زړه  به له توپانه په امان وي      چې کښتۍ غوندې دخلکو بار بردارشي  
... او مدینه  وه چي  په دغه تور توپان کې یې دغو ټولو ستونزو ته  دخپلې مینې په نامه زړه کښتۍ کړې و، پرهرچا ورتله او له هرچا یې مرسته غوښته ، ځکه خو یې  دسلیم دمینې یادونه او غمونه له یوه دفتره تربل او له کشمیره تر ډیلی او شانتی پته پورې دهغه د ژوند اوخوندیتوب په خاطر په مینه مینه وړل او وړل ...