زه او جانان

نن راته اشـــنا ووې
زه اوس د بل چايمـــــــــــــه
هغه پخوانۍمينه ماله زړګي وويسته
پام چې بياپه زړه نه کړې
هغه پخوانۍ مينــه
هغه د يارۍ نښې
ټول به درته وسپارم
هغه زما د لاس نښه
ته هم راته وسپاره
دا د قسمت لوبې دي
چې مې مينه شوه له تاسره
پام کوه خفه نشې نصيب مې د بل چا سره
زه چې هيرولى شم ياره هغه ستا مينه
ته هم هيرولى شې هغه د ليلا مينه
راشه چې توبه کړو نن دمينې
وي به اخري زما او ستا مينه
ولې بې وفا شولې دومره راته ووايه
هغه پرونۍ وعده زه په انتظار ومه
څنګه دې زر هېره کړه هغه د مودو مينه
تا ته په سلګو شوله هغه د دوو زړو مينه
هغه د تورو شپو مينه
قتل شو ارمان دلته
زما د زړه درمان دلته
خلکو مينه مه کوى
دلته پښتانه اوسي
دوه زړونه جدا کاندي
مينه په لمبو سوځي
پو ه شومه جانانه
اوس چې جبر د وختونو دى
ظلم خو په شوى ته يې پښتنه پيغله
تا نن قرباني ورکړه
د حيا او د پښتو په نوم
نور به درته څه وايم
نه دې هېرولى شم
نه دې خپلولى شم
نه دې هېرولى شم
بس دغه دعا کوم
ته دې تل خوشحاله وې
ته دې تل خوشحاله وې
ته هم دا کوه
پاتې شوم غمجن ياره
د مينې په نيمګړي سفر ياره
اوس د وصال نه کور او کلى پاتې دى
يواځې تنهايې سره په خوا کې دى
له ژوند ځنې بيزار ګرځي
منزل اوس ورنه پاتې دى
(خپله جونګړه )