حمزه بابا


تاجدار د شـــــاعرانو په پښـــــتو کې د غـــــزل بابا
ټـــــول دې یادوي اوس په نغـــــمو کې د غرل بابا
روڼ لکه څراغ وې رڼايـي يې دې په هرلورې وه
ښکاري داسې ژوند دی په شېبوکې دغزل بابا
درسته شــپه لګیا وي رنګارنګ توري راونغاړي
څه عجیبه خوند دی په تسبو کې د غزل بابا
زه د خیال مارغـــه په لاس کــــې ونیسم
اوښکــــې په لیــــــمو کــې د غزل بابا
هسې د زړه وینې خورم په مینه کې
ژوند دی په سلګو کې د غزل بابا
وشماره وصــاله! د غـــزل توري
هنر دی په څپو کې د غزل بابا
ننګرهارپوهنتون
یادونه :دغه غزل د امیرحمزه شینواري د ۱۵ تلین په ویاړویل شوی دی .