دتورشپوډيوه

ځم د ستورو له کاروانه زه دتوروشپو ډیوه یم
بلوم شمعې بې شانه زه د تورو شپو ډیوه یم
په هرلورې مې جلوې وې لکه ستوری ځلېدمه
نه وتم ستاله مکانه زه د تورو شپو ډیوه یم
تصور کې مې د مینې ښایسته کړي جهانونه
تم به نشم ای توپانه زه د توروشپو ډیوه یم
ولې نه راځې جانانه څه رنګین رنګین ماښام دی
ځې مې اوښکې له ګرېوانه زه دتوروشپه ډیوه یم
ځم د خیال په وزر الوځم ورځم ترخپل جانانه
ساه مې وځي له خپل ځانه زه دتورشپوډیوه یم
څومره شمعې لګېدلي په هر لورې رڼايي ده
د وصال د زړه ارمانه زه د توروشپو ډیوه یم
واصل وصال
خپل کلی دويالې ترغاړې