زمرد د مار سترګې ړندوي/ ۱۴ برخه

 
پاني پت
 
 هرڅوک احمد شاه ابدالي  نه شي کیدای ...  
هرغل او داړه مار، هرجاسوس او دعقیدې دښمن که پرځان  باندې نوم احمد شاه  ږدي ،
چي دهغه هوډ او باورونه لري څنګه به احمدشاه  شي ؟ ...
 
د مارچ د مياشتې  په وروستیوکې دكشميرهم لكه دكابل په شان دځوانۍ موسم ورو ورو پيل كيږي ، پخوا چې لاپه دغه سيمه كې لكه كابل غوندې جګړې نه وې را پيل شوې ،دټول هندوستان نازولي به داوړي په تودو شپو ورځو كې دلته راتلل اودلته به يې  دډيلي اوپنجاب دترخو ګرميو تودې او ترخې خولې ددغې سيمې د سړو بادونوپرڅپوباندې  وچولي ...
په دغو شپوكې هم ،هغوى چې يوځل يې ددنيا دسرددغه جنت ننداره كړې وه زړونویې طاقت نه كاوه اوپردغه خوا به له خپلوكورنيوسره رامخه وو.اودخدای پرتوکل به يې دلاره وهونكوله ډارسره سره خپل ځانونه ترښكلي كشميرپورې رارسول اوددغې سيمې دخدايې ښكلا په فضاكې به يې دمينې اوخواخوږى تلپاتې غږونه له جوماتونو ، مندرونو اوګرودواروڅخه لكه  الله اكبر ..ام. نمه شيوا ...واى ګرو واى ګرو ...  دتلپاتې مينې پریاد چې ددغودروپرهسكو اوټيټوكې يې خپلې خوږې انګازې كولي اوريدل ...
دكشمير د درو ښكلي ګلونه او دنګي ونې دغوړيدو په درشل كې وې ، له هرې تړې به د اوبوشرهار دهراوريدونكي پر زړه او ذهن باندې يوازې دمينې اوښكلا الهام لوراوه . دهرې درې په زړه كې به دزيړ كاليو پنډتانوپلې ليكې د شيوا پراصلي ټاټوبې امرنات باندې ورماتې وي ، دوى به په دغو درو كې له لرې لرې داسې ښكاريدل چې تا به فكركاوه په شنو جلګو كې  زیړغوړيدلي ګلان اودحركت په حال كې دي ، دوى به دلوى شيوا ټاټوبې ته روان وو، اوهلته به يې دهغه لوى څښتن چې دهندوانو په باورد نړى د ورانۍ سالاردى په وړاندې جوړه لاس كيدل اوله هغه به يې دامان اوامان هيلي كولي ، دهندوانوپه باور شيوا هغه خداى دى چې ترده لوى او پياوړى بل نشته اوهغه څه چې برهما ، اووشنوپيدا كړي او روزلي هغه  بيا دى په خپل قهراو زوراوخپلي ارادې  سره ورانوي اوله منځه يې وړي ... ددغه هيواد سپين زړې خلك وايې چې دهغه هميشنۍ استوګنځي هم دلته په  امرنات کې دى او په دغه سړه لته باندې يوشميرنښې داسې هم ښکاري چې هغه د دغه لوى څښتن دارادت لپاره منل شوې دي .
مدينه په همدغوښكلو شپواو ورځو كې دیوازني خدای پرتوکل  له كارګيله د شرينګرپه لور را روانه شوه، دهغې پر زړه باندې دسليم دمينې اور خپله لمبه پريښۍ وه ځكه يې له ياده نه ووت ، اوهمدايې ويل چې دهغه په لټه بايد ترهغو چې يې دژوند پته لګيږي وګرزې ، له كارګيله شرينګرته راغله ، اوخپل دغه ټول درد يې ، ان داچې خپله ستونزه ، اميدواري دايې ټول ترانې ته وويل ، ترانې په شرينګركې له يوې هندي ورځپاڼې سره كاركاوه اوپه هغو شپوكې به يې دكارگيل دجګړې په اړه تاوده تاوده راپورونه په خپله ورځپانه كې خپرول .مدينې هغه ټولي خبرې چې سليم دې ته كړې وې او په لوى خداى يې سوګندورته ياد كړې و، چې دده مينه له دې سره دزړه له كومي ده اوترڅوچې ژوندى وي دا به هيره نه كړي اونه به پرته له مدينې ترهغو چې مړنه دى له كشميره بيرته افغانستان ته هم ولاړ شي . دهغې كورنۍ كه هرڅومره ورته وويل چې له دغې اوږدې كيسې چې په اوسنيوحالاتوکې  ترې خطرناكه كيسه بله نشته تيره شي، په تيره دهغې پلار خو دا هم ورته ويلي وو چې ددغو اشرارو په منځ كې اوس هرڅوك ورننوتي اوهرڅوك اوس ځانته پټان وايي ،په داسې حال كې چې اصيل پټانان اوس په خپل هيوادكې په خپلو كړو وړو اوخپل حكومت بوخت دي ، هغوى اوس  له روسانو اوپنجابیانو آزادي ترلاسه كړې ، هغوى ددې لپاره اړتيا نه لري چې نورو ته ستونزې رامنځ ته كړي . اوس هرچا له ځانه  پټان جوړكړى ، ددنیا مورآزارې او پلارآزاري ټول دلته منډې راوهي ، هغوی هم ځانونه پټانان بولي  په داسې حال كې چې داسې نه ده ...
 دوى ورځي مخكي تردې  چې مدينه شرينګرته ته راورسيږي سليم دهغو پاكستانې اورپكو په ډله كې له تلويزيون څخه ښودلي شوى و، چې  ګواکي هغو ى د هند پرخاوره كشمير باندې تيرى كړى و، اودوى لومړنې اسناد و و چې دهند دولت ددنيا دخلكو په وړاندې ښودل چې ګواکی داهغه افغان اورپكي دي چې پاكستان یې  وسله وال كوي  او بيايې دلته دورانكاريو اووژنولپاره را استوي  . جالبه خوداوه چې له دې خبرې په ډيلي كې افغان استازی (سفير)هم خبرو ، هغه هم  په خپله يوه مركه كې ويلي وو چې پاكستان په رښتياهم كمپ استوګنو افغانانو ته پيسې وركوي او هغوى د ورانکاریو او سړي وژنو لپاره كشميرته راليږي ...
اودا له دې امله وو چې سليم اونورملګري يې اوس دهند ددولت لاس ته ورغلي وو ،له دوى څخه يې دپوښتنې اوګروږني لړى پيل كړې وه ځکه چې هرڅه یې دپاکستاني جاسوسۍ شبکې له خوا سرپرستي کیدل ، خو سليم به  په هرځاى كې دايوه خبره كوله چې دى آمراودهغه ملګرو كشميرته دجګړې تودولو په خاطررا استولي دي ، دوی دآمرکسان دي اودهغه په قومانده يې دلته دهندي پوځ خلاف له پاكستانيانوسره جګړه اوجهاد پرمخ بيوه  ، خو آمراوان په دهلي دآمراستازي بيا له دغې معاملي څخه انكاركاوه اوهمدايي ويل چې دا ددوى ډله نه ده ، دا يا طالبان دي اويا هم دحكمتيار ياران چې دلته دهند ددولت پرخلاف جګړه كي برخه اخلي . دغه حالت دسليم او قیوم لپاره ستونزه نوره هم غبرګه كړه په دې چې دوى یې د سلګونو پوځیانو د قاتلانو په ډله كې شميرلې وو. دسلیم زياتره ملګري دنورالدين خان په ګډون اوس له ده سره نه وو اوياهم مړه شوي وو. دده لپاره د رښتیاخبرې په ډاګه كیدنه څه آسانه خبره نه وه ، په دې چې دى خپله په زندان كې و، داسې يوخواخوږى يې هم  نه درلودچې هغه دده په دوسيه پسې وګرزي ،همداوه چې دوی یې يوازې دنيا او میدیا ته دیوه سند په توګه د ښودنې په خاطرتركلكې څارنې لاندې  نیولي وو ځکه خوهندي چارواکوهم د دوی پرخبره باندې سر نه ګراوه اونه یې په دغه باره کې فکرکاوه چې دوی ته به د دوی یوه نژدې دوست یانی آمر دهند پرضد دنده ورکړې وي ...  
مدينه لاهم په سرينګركې وه ، ترانې دهرڅه لارښونه ورته كوله ، يومامايې دهند په پوځ کې لوړرتبه منصبدارو ، هغه ته يې هم دا خبره رسولي وه ،هغه په دې خبره خورا سخت غبرګون ښودلی و. په هغه شپه چې مدينه اوترانه په جموكې دده كره ميلمنې وې ، اودغه موضوع يې له هغه سره یاده کړه دهغه دچا خبره ترسپږمو دودونه ورته پورته شول :
ـ  احمقې ، داخوڅه هغه پټانان نه دي چې دوفا تاريخ يې په هندوستان كې تراوسه پورې ددغه هيواد نسلونه روزي ، داټول غله دي ، غله ، سړي وژونكي اوټول هغوى دي چې په پاكستان كې لوى شوي اوله هغه ځايه بيا دلته دپيسولپاره  راځي ... پام چې ونه غوليږي ... اوله دغه ځايه دباندې يې نوره يادونه هم ونه كړي ...
خو ترانې ورته وويل :
ـ ما ما دغه هلك بې ګناه دى ... دى په خپله نه دى راغلي ، دده كيسه په تمامه مانا بيله كيسه ده ، داسې چې كه لږ پلټنه يې وشي ، ددى ترشاه كيداى شي ډيرې نورې خبرې هم وي ...
ـ  دڅه شي نورې خبرې ؟
ـ كيداى شي يولړداسې خبرې چې دهند دولت ته هم نه وي څرګندي ...
ـ ته ديوې ژورنالستې په توګه نه پوهيږې چې دوى پاكستان او اى اس اى  په پيسواخلي اوبيايې دلته را استوي ...
ـ  زه فكركوم ، دغه هلك داسې څه نه لري ...
ـ  مانا داچې دى بې ګناه دى ؟
ـ زه نه وايم چې بې ګناه دى ، خوخبره داده چې دى دځان دبرات لپاره څه لري ، كه وپوښتيدل شي ښايې دى په خپلو اسنادو سره خپله بې ګناهي ثابته كړي ...
ماما يې مدينې ته مخ ور واړاوه :
ـ  رښتيا، ته هم دامنې چې ديوڅوك دكارګيل په دغه توده جګړه چې دپولي داخوا اوهغه خوا ددوو هيوادو نژدې يويولك پوځيان په سنګرونوكې يوه اوبله ته ناست دي ، هغه دې بې ګناه وي ؟
ـ ماما ماته دغه هلك ټوله كيسه كړې ، چې دى كه دپاكستانيانوسره و، خو بياهم دى دشمالي ټلوالې دغلو دډلي سړى دى اوخپله آمر دوى دغې جګړې ته را استولي ...
ـ دڅه لپاره ، ددى لپاره چې بايد هنديان ووژنې ... نه داخبره دمنلو وړنه ده ، آمر خپله زموږ سره مرستندوى دى ، دهغه لوى لوى قوماندانان له موږ سره وي ، اوموږ له هغوى څخه دچركي جنګوپه ترڅ كې كار اخلو...
ـ  دده ډله هم شمالي ټلواله ده ...
ـ  داسې نه ده دشمالي ټلوالې  كوم كسان چې هلته دي ، دهغوى په باره كې مویوڅه آوريدلي ، خو پوښتنه به يې وكړم .. زما مشوره داده چې اوس حالات ډيرخراب دي ، اودداسې كسانو نوم اخستل په خپله يولوى جرم دى ...
مامايې له دوى څخه هيله وكړه چې له ده سره له دې وروسته په دغه باب خبرې ونه كړي ، په دې چې دى نه شي كولاى دخپلې دندې له مخې په دغه باره كې زياتې ژورې  پلټنې اوګروږنې واوري  ...
 
له همدغو خبرو، ښايسته موده تيرشوه ، دمدينې په زړه چې كوم غشې لګيدلى و، هغه نه دوتو و اونه هم دهيريدو ، ترټولو ښه اويابده خوداوه چې مدينه اوس له سليم څخه اميدواره شوې هم وه ...اودا خبره يې خپله ماما ، يوسف  ته هم كړې وه ...
په هغه ورځ دامرنات پرلاره باندې تردريوسوو زيات كسان مړه شوي وو، په ټول كشميراوهندكي په دغه اړه يوه پراخه غوغا پورته شوه ، ټولو داسې فكركاوه ، چې نن وې  اوكه سبا،دهند اوپاكستان ترمنڅ به بيايوه خونړى جګړه پيل كيږي ، په دې چې دغه ګولۍ چې دامرنات په زيارت والو باندې لګيدلي وې ، دې ښوده چې داديوې ډلي اويوه ګروپ كارنه دي، بلكه ددې ترشاه د يوه منظم پوځ هلې ځلي له ورايه روانې دي  ...
په دغه ترڅ كې ددواړو هيوادو ترمنځ حالات خورا نازك پړاوته ورسيدل.هنديانو چې كوم ير غمل اولانجه من كسان له ځان سره درلودل او دنړيوالو په وړاندې به يې ښودل ، هغوى همداسې كسان وولكه قيوم اوسليم ، هند به ويل چې پاكستان افغانان را استوي اودلته يې په كشميركې جګړه روانه كړې ده . خودوى په دغه معامله نه وو خبراوياېې ځآن نه خبراوه چې په دغه منځ كې داسې كسان لكه آمر هم دوه رنګې دنده ترسره كوي ، له يوې خوا خلك داسلام په نامه كشميرته راليږي او له بلي خوا بيا له هغو ځواكونوچې هغوى داسلام اوانسان دښمنان دي پيسې اووسلي اخلي اودخپل ځان دخوندي ساتنې په پلمه له هرڅه ، له خپل مذهب او ایمان سره لوبی کوي ...  
په هغه ورځ چې دسليم اوقيوم په اړه دهندله تلويزيونوکې  داخبر خورشو چې دوى به ډيرزردنړيوالو په وړاندې دمحاكمي ډګرته را وايستل شي. دغه خبر پرمدينه باندې مځكه سورتنوركړه ،په سبايې له سرينګر څخه په دې پلمه چې غواړي له ترانې سره دلهوزي اوله هغه ځايه چنديګرته دڅوورځولپاره ولاړه شي راووته.څه خپلوان يې په پټان كوټ اودلهوزي كې وو، دلهوزى په شمالي هند كې پټان كوټ ته ورڅرمه ښكلي دره ده ، په اوړې كې داسې وې لكه دكابل پغمان ، خلك په تیره پنجابیان  دهندله هرې خوا هلته راځي اود اوړي تودې ورځې په كې په هوسايي سره تيروي . وایی چې دمیوند د زمري ایوب خان هم دغه ځای خوښیده ، زیاتره اوړي به یې هلته تیرول ،  خود مدينې زړه په دغه ښكلي دلهوزى كې هم هوسانه شو، له هغه ځايه يې له ترانې سره دډيلي په لور رامخه كړه . دپټان كوټ داورګاډي په تم ځاى كې دګاډي لپاره درى گڼټې وخت پاتې و، هلته ناستې وې اوله يوې بلې سره يې دخپل ژوند داوږده مزل اوږدې او ترخي كيسى راپیل کړې وې ، هواهم خورا توده وه ، ددواړو پر مخونو باندې ترخې خولې په پرله پسې توګه  ددواړو دنریوغاړو په اوږدو شيلوكې داسې راتلې چې تا به فكركاوه ، غاړه نه ده دهماليادغره كومه لوړه څوكه ده چې د جمناكومه سرچينه په كې مخ په ښكته راروانه ده اوغواړي له  ډيروستړو اودرنو منزلونو وروسته ځان دتاج محل تر لمنو پورې  دګړنګوپه وهلو سره په مینه مینه و رسوي. دوى په همدغه حالت كې وې  چې يوناڅاپه يې هلته وړاندې په يوه سړې ، په يوه دپاخه عمر لرونکي سړې سترګې ولګيدې چې پټاني كالي يې اغوستې وو، برابره ږيره ، لوړقد اودرنې څيرې يې سليم وريادکړ، پټان ورياد شو، اودهغه لوړتيااولوړنوم. هغه سړى هم داسې ښكاريده چې داورګاډي لاريې څآرله ، خو داچي دكوم اورګاډي اوپه كوم لورې ...  په دې يې دوى هم  نه پوهيدې .
دمدينې زړه دهغه په ليدو دمه نه شو، ترانې ته يې وويل چې :
ـ راځه هسې هم ورځ په بل څه نه تيريږي چې له دغه سپين ږيرې پټان سره كينو، له هغه څه واورو، ماته يې كاليواوڅيرې سليم را ياد كړ...
ـ  ته چې اوس هرځآى پټاني كالي والاسړى ګوري فكركوې چې دابه سليم وي ... ښايي كوم بريلي وال وي ،له موږ سره به خبرې ونه كړي ....
_ ته راځه ورنژدې خو به شو ....
دوى دواړې ورغلي ، له سلامه وروسته يې په هندي خبرې ورسره پيل كړې ، خو هغه ورته وويل چې دده هندي نه ده زده خو په اردو لږلږ خبرې كولى شي ، دوى له هغه سره په خبرو شوې ،په دې يې زړه ډاډه شوچې پټآن دى ، هغه هم داسېپټان چې له افغانستانه راغلي دى...
اوهغه خپله ماما درويش و، يوه اوونې كيده چې امرتسرته راغلى و، اوله هغه ځايه چا ورته ويلي وو، چې لومړى بايد سرينګرته ولاړشي ، په دې چې دده زوى تراوسه له سرينګرڅخه ډيلي ته نه دى ليږدول شوى .
مامادرويش ډيركلونه په پاكستان كې تيركړي وو . همداوه چې لږ لږ په اردو ژبه پوهيده ، له دوى سره يې هم په اردو خبرې پيل كړې ، خوده دانه ورته ويل چې ده اردو ژبه په پاكستان كې زده كړې ،اوهم يې له دې امله هم خورا احتياط كاوه چې باید دخپل زوى په اړه له چاسره خپلې خبرې شريكې نه كړي ، هغه هم له داسې ناليدليو ښځوسره چې په ناڅاپي توګه دپټآن كوټ په تم ځاى كې له ده سره يوځاى كيږي ...  
خوترانې اومدينې له ده څخه دده دسيمې اوان دزامنو پوښتنې هم وكړې ،دايې هم ترې وپوښتل چې څولورانې اوڅو زامن لرې ، خو ده لكه څنګه چې سليم دوى ته ويلي وو، هماغه شمیر دوی ته هم ووایه . ماماپرون پټان كوټ ته را رسيدلى و، دټکت په دفترکې یې د کشمیرټکت نه و ورکړی ، چا ورته ويلي وو، چې ته كشميرته دتلواجازه نه لرې لومړى ډيلي ته ولاړشه بياله هغه ځايه ته كولاى شي ، ويزه واخلي اوبیا مخامخ سرينګرته ولاړشې ....
اوس هم دماما او دوى خبرې خورا سره تودې شوې ، په پوښتنه پوښتنه كې يې له ماماڅخه دده دزامنودنومونوپوښتنه هم كړې وه ، خوده دخپل زوى لپاره دسليم نوم اوس په سالم سره اړولى و. له څه نورو خبرواوپوښتنووروسته يې له خولې دا خبره ورته وتلې وه چې ګواكي دى دخپل زوى دليدولپاره هندوستان ته راغلى دى ،ځکه چې دى خبرشوى چې هغه له يوې نجلۍ سره لاره درلوده، هغې نجلۍ غوښتل چې واده ورسره وكړې ، دده زوى انكاركړى و، بيا هغې نجلى دهند دولت ته راپوروركړى چې دا اشراردى ، اوس يې هغه نيولى  ځکه خودی هم پرهغه پسې يوې اوبلي خوا ته ګرزي ...
مدينې اوترانې يوې اوبلې ته سره وكتل ، په خپله كشميرژبه يې له يوې اوبلې سره وويل،
ـ په نړۍ کې دعيبونو پټولولپاره يوه لاره همداده چې دنارينه وو، ډيرې ناوړتياوې اونيمګړتياوې بايد په تورسرواوميرمنو باندې ورټپ شي...
دوى د ماما درويش په وړاند ې هيڅ هم ونه ویل ، اونه يې له هغه دسپینواو تورو پوښتنه وکړه...  ماما هم اوس ډيلي ته روان و، غوښتل يې چې هلته په خپله له آمر سره چې داڅومياشتې يې دلته له اسرايلي پوځي كارپوهانو سره يوځآى دهندي پوځيانوپه عملياتوكې برخه اخيسته ، وګوري اوداورسره سپينه كړي چې دده زوى خو ده په خپله دخپلوغرضو پرلامل كشميرته استولى و...
ماښام تياره دوى دري واړه له پټان كوټه دډيلي په لور راوخوځيدل ، سره له دې چې دوى په يوه ډبه كې نه وو، خو ترانې  یې ټكټ وليد ، له يوه يونيم ساعته وروسته يې هغه خپلې ډبې ته راووست ، هوا خورا توده وه ، ده دځان لپاره په عادې برخه كې ټكټ اخيستې و، خو ترانې او مدينې چې دده ځاى وليد له هغه ځايه خپلې ډبې ته چې هلته يوځاى خالي هم و، راووست، ماماپه دې ورسره خوشاله و، چې دوى ورته ويلي وو، زموږ پلرونه له كابله كشميرته راغلي وو. خوپه دې لاتراوسه هم نه پوهيده چې دى اوس له دوى سره په تصادفي توګه ديوه هدف  لپاره يوځآى شوى و چې داکار کله کله دانسانانوپه ژوند کې دتصادف ترسیورې لاندې رامنځ ته کیږي...
دوى په هغه شپه ترنيمې شپې پورې سره كيناستل اوسره وغږيدل ، دماخوستن لمونځونه يي هم ناوخته سره وكړل ، شپه ترنيمايې هم تيره شوې وه چې مدينه پر خپل بكس باندې اخته شوه ، خپل كاغذونه يې را وسپړل ، اوپرمامايې غږ وكړ :
_ ماما ، له ماسره ديوه پټآن ځوان عكس دى ، په غاړه كې يې دسمال دى ، دوى دغه دسمال دڅه لپاره ترغاړه كوي . ته داوګوره ...
اوچې كله دماما سترګې پر عكس باندې ولګيدې ، سترګې يې همداسې په كې پاتې شوې ، داسې چې تابه فكركاوه پسې ور وایې خیست ،  ژبه يې هم سره ګونګه شوه ، ورته ويې كتل اودمدينې دپوښتنې په ځواب كې يې  په نيم بنده ژبه وويل :
ـ  زموږ ځوانان دا كار شوقي كوي ... شوقي ... كومه خاصه مانا نه لري ....
- ستا زامن هم داسې كالي اغوندي ؟
ـ  نه زما زامن تراوسه  واړه دي ...
ـ تاخووويل چې زما  خويوزوى ځوان دى ..  
ـ  هو ، ومې ويل خودا شان خولۍ اودسمال نه اغوندي ... داد پاکستاني پنجابي غلواو بدلمنو ښځو میرا ث دی چې افغانستان ته یوشمیر راوړی او اوس لا ویاړهم پرې کوي ...
مدينه او ترانه دما ما په واړې وتلي حالت باندې پوه شوې ، همداوه چې كله یې عكس بيرته مدينې ته وركړ. همداسې په خپل ځاى كي وغزيد اوسترګې يې د ډبې دچت په څراغ كي سره تتې شوې ، په عين حال كې خورا ډارشوى هم و، په دې چې اوس دده زړه ته رسيدلي وه چې دغه دواړې ميرمنې سره له دې چې ده ته ځان په يوه اوبل شان ورپيژني ، دوى دده دڅارني دنده هم لري ، سوړ اوسيلي يې ويوست :
ـ  خدایه ته خپله ښه پوهيږي ....
لايې هم سترګې په كوچنې څراغ كې ډوبې وې ، ورپه ياد شو ، چې داخو دسليم وروستې انځورو ، چې څه موده دمخه يې له مظفرآباده كورته وراستولى اواوس چې دده د نیول کیدو خبررا رسیدلی و  مور به یې هره شيبه هغه ته كتل اوټوله ورځ به يې ورته ژړل ، خپله كورنۍ ورياده شوه ، چې كه دوى پوليسې نه وې ، دوى څنګه د سليم عكس له ځان سره لري ، اوله كومه يې كړی دی ، ماما ته خو خبره روښانه وه اوپه دى اوس پوره خبرو، چې زوى يې دهند پوځ په داسې ګناه اوداسي ځاى كې نيولى چې هغه په هيڅ ډول دبښلو وړنه دى ...
هک پک شوی و ، ده اوس نه شو كولاى چې ورته ووايي دا دده زوى دى ، هو، دده زوى سليم ، هغه چې په يوه داسې سفرتللى چې دبيرته راتلو لپاره يې يوازې له يوه خدايه پرته بله كومه هيله نشته . ماما په هغه شپه سترګې سره ورنه وړې ځکه چې په هسې کې  اوس دغې لويې ستونزې سره چې ده يې فكرهم نه كاوه اوس مخامخ شوی و . يودوه ځايه چې كله اورګاډى ودريد ، نيت یې وكړ ، چې ترې كښته شي اوله دغو دواړو ميرمنو څخه ځان پر يوه خوا كړي ، خو چې كښته به يې وكتل دمدينې سترګې به بيا ده ته سپينې پاتې وې . داسې چې تا به ويل د مامادرويش په ليدو سره دټاگور كابلي والا كيسه ورياده شوې ، هغه چې د« مينو» دواده په ورځ له زندانه را خلاص شوى و، اودهغې پلار دى ددې لپاره تياركړ چې بايد خپل وطن ته ولاړشي اوهلته دى هم دخپلې لور په خوښئ كې برخه واخلي ... هغې سوچ کاوه چې داهم هغه كابلې والادى اوداځل هندوستان ته په بله وركه پسې را غبرګ شوی دی ، په داسې ورکه پسې  چې له خدايه پرته به بل څوك مرسته هم ورسره ونه كړي ...  
نژدې سهاروچې ماما راپورته شو، داورګاډي له كړكۍ يې په شنو كښتواوكروندو باندې سترګې ولګيدې ، له چايې واوريدل:
ـ  دا پانې پت دی ، پاتې پت ته راورسيدو  !
دپانې پت په اوريدوسره دماما غوږونو كړنګ وهل او له ځان سره وبوږنيده :
ـ  پانې پت ... هماغه ... پان ...  ني ...   پت   ، هماغه چې احمدشاه بابا... نه ..نه هغه نومونه به اوس دخلكو له ياده وتلي وي ....
بياهغې خوا ته كوم چا پوښتنه وكړه :
ـ  كوم ځاى دى ؟
ـ  پانې پت دى ، پانې پت ، دوه دوه نيم ساعته وروسته ډيلي ته رسيږي ...
يوڅوشيبې يې نورهم غوږ ونيو، چې كيداى شي يوڅوك ددغه ځاى په اړه څه نورهم ووايي ، مدينه په ماما باندې پوه شوه چې هغه دپانې پت په اوريدو سره رااوچت شو، هغې له خپله مخامخ سپين ږيري څخه پوښتنه وكړه :
ـ  پانې پت پنجاب مين هين اور اريانا مين ؟  ( پاني پت په پنجاب کې راځي که په هاریانا کې ؟ )
ـ  اج كل هاريانا مين هى ، جانتي هو يه كونسی شتر هي ، يه وه جګه هى جو احمدشاه ابدالي نى مرهته كوهراديا... ( نن سبا په هاریاناکې راځي ، پوهیږې دا کومه سیمه ده ، داهغه سیمه ده چې احمدشاه ابدالی دلته مرهټه وو ته ماته ورکړه . )
ماما نورهم دكړكۍ خواته ورټيټ شو، يوې اوبلې خواته يې په ځيرځيروكتل ،دبابا هغه شان شوكت ورياد شو، چې تراوسه هم دلته پردغه لته باندې په خپل پرتم سره پاتې و ، له مدینې یې پوښتنه وکړه  :

  • دا رښتیا هم هغه پانی پت دی چې احمدشاه بابا دلته له مرهټه وو سره غاړه غړی شوی و ؟
  • (  ورته موسکۍ شوه ) ، هو ، هماغه پاني پت دی ، هماغه ، چې کیسه  به یې کله هم زړه نه شي ...
ماما پړینګ وهل او په ژړا شو ، ښایسته موده یې یوې او بلې خوا ته کتل او اوښکې يې پرګونځو ګونځو بارخوګانو باندې را رواني وې . په تیره بیا چې مدینې ورته وویل :
ـ احمدشاه ابدالی ، داسلام پاچا و ، خلک وایی چې  دیو مسلمان یوه ګوته کوم هندو غوڅه کړې وه ، له هم هغې ګوتې سره کندهار ته ورغلی و او ورته ویلي وو چې ستا په دومره لوی پرتم او واکمني  کې زموږ دغه حال دی ، وایی چې ټوله شپه یې ژړلي وو اوسهار یې امرکړی و چې باید دهندوستان په لور پوځونه روان شي ... څو هلته بیا له مسلمانانواو بیوزلوانسانانو سره داشان چلند ونه شي ...  
او ماما نورهم ځان په  یوازیتوب کې ولید او ترډیرو پورې سوچ واهه اوله ځان سره ګډ و :
ـ  هرڅوک احمد شاه نه شي کیدای ، هرغل او داړه مار ، هرجاسوس او د عقیدې دښمن که پرځان  باندې نوم احمد شاه  ږدي ، چي دهغه هوډ او باور ونه لري  هغه خو احمدشاه کیدای نه شي اونه به  له هغه  ابدالي غوندي اتل جوړ شي ...، داسې چې درسوه کاله وروسته  یې هم کارنامې په دغه خړه دښته باندې یادیږي ، هرڅوک چې دغې سیمې ته راځي ، دلته دده نوم اخلي ، داچی په ښه نیت یې اخلي او که په بد داهم د دوی خپل کاردي ... خو زموږ لپاره یې دومره کړي چې باید دنامه په اوریدو یې تکبیرووایو ... ای لویه خدایه عزت او ذلت دواړه ستا په لاس کې دي ... او ته یې چې په هرچا یې لوروئ که ستا  رضا نه وي  هغه به کله هم چاته ونه رسیږي ... هرڅوک احمد شاه ابدالي  نه شي کیدای ...  هرغل او داړه مار ، هرجاسوس او د عقیدې دښمن که پرځان  باندې نوم احمد شاه  ږدي ، چي دهغه هوډ او باور ونه لري څنګه به احمدشاه  شي  ؟ ... که احمدشاه زوندی و  زما به دا حال و ، زما پرزوی به د بزک غوندې غله معامله کوله ... اودلته به یي یوازې د مرګ لپاره را استاوه .  نه ، نه ، احمدشاه غازي و ، احمدشاه چاته د غریب انسان د وژنې دام کله هم نه وایښې  ... خلک دهغه دتورې تر شپول لاندې کله هم  لکه ما غوندې په خپلو بچیانو پسې  داسې بی اسرې اوبې هیلې نه ځوریدل ..
او غرمه لا نه وه شوې چې ماما له مدینې سره د زاړه ډیلي پرسټشن باندې  خداپامانې وکړ، په ځیرځیريې ورته وکتل ، داسې لکه چي یوپلار اویومشر خپلې لوراونګورته ګوري ، ماما داسې ورته کتل چې ګواکي پرزړه یې ورتیریده چې   :    
دا په ځیرځیرچي درته ګورم     .... مادرکې نښې دیارۍ لیدلې دینه
هغې په ډیلي کې خپله پته ورکړه او ټینګاریې وکړ ، چې په یوه دوو ورځوکې باید له دې سره په تماس کې شي ...
وخت د ټکنده غرمې پر وروستۍ مورګه ولاړ و چې ماما په شانتی پت کې  د افغانستان سفارت مخې ته ودرید ، امنیتی کسان پرې راټول شول پوښتنه یې ترې وکړه چې څوک غواړې ؟
ده ځواب ورکړ :
-  آمرصاحب ...  سفیرصاحب ،
خو په ځواب کې یې واوریدل :
-  سفیرصاحب نن ملاقات لري سبا سهار په  ۹ بجو راشه ... او آمرصاحب  دې موږ نه پیژنو... !!؟