زمرد د مار سترګې ړندوي/ ۱۳ برخه

 
زموږ په كلي كې مرض دى مړه به شونه
كشميرته ځونه ...
 
                 نويمه لسيزه مخ په ځوړوه ، كابل اوس دطالبانو په لاس كيوتۍ و،خارجي اسلامي سخت دریځو ټولو دافغانستان په لور رامخه كړې وه ، هغوى چې كلونه كلونه امريكا دخپلو سترګو دتورو په شان وروزل او دشوروي په وړاندې يې داسې لكه چې په يوشمير ختيزو هيوادو كي خلك چرګان هم داسې نه جنګوي وجنګول .هرڅه چې وو، امريكا خو داوياړ دوۍ ته وردغاړې كړ چې ګواكي شوروي دوى مات كړ مبارک ... ، دوى يې  بې بریو بريمن  ترکابله په نازو  نخرو  ورسول ،  بيا يې پر خداى وسپارل اوهمداسې يې دخرسپرلو پر ميدان پريښودل، ډیره موه نه وه تیره شوې چې دوی بيا يوه اوبل ته دګورچنجيان شول ، كومه مرداره چې امريكايانو په خولو كې وراچوله هغه يې پرې بنده كړه ، همداوه چې دوى بله لاره نه درلوده پرته له دې چې په خپلوكې سره ونښلي اودیوه بل په خوراک باندې پیل وکړي . په كابل كې دهرشي قيمتې وه ، خويوڅه چې دتوتو په بيه وو ، هغه وسله وه ... هغه څه چې تردغه دمه  په هغې باندې د يونيم مليون افغانانو وينې توېې شوې وې اونورې يې هم لاغوښتې ... وينې، دهغوى چې نوې زلمي شوي وو اونوې يې دژوند په اوږده خو په ډیرستړې ډګركې سترګې غړيدلي وي ، له يونيم مليون  قربانيانوڅخه يو مليون هغه شازلمي وو چې دپرديو لپاره د خلقي ، پرچمي ، اخواني اوطالب په نامه دهيڅ لپاره ترخاورو لاندې شول ، اودازموږ هغه نسل و  چې  که دلته پر دغه سیمه دانسان  او انسانیت تاريخ  ژوندی وي ،هغه به كله هم د دوی د ماتې كارنامې له ياده ونه باسې ، دوى هغه ميړنې وو چې خپل سرونه يې دخپلې وفا ،خپلې عقيدې اوخپلې مور خاورې لپاره په خپلو لاسو كې ونيول او قربانې یې کړل ...  دریغه ،  كه دوى په دې پوهيداى چې ددوى قربانې به دنورو لپاره دنورو دشیطاني غرضو لپاره وي ، دوى به كله هم دومره ليونې شوي نه واى ... خو دوى ته داكار ددوى وفا او خاورې وردغاړې کړ ځکه یې پر وينو ورته  تمام شو.
كابل اوس د غلواوداړه مارو له ښكيله خلاص شوى و، دوسلو غږونه  او څيره اوس په دې نژدې سيموكې چا نه اوریدل اونه یي لیدل ، اونه يې په فكركې وو،هرڅه په رښتياهم دخداى پر قانون باندې سرته رسيدل اودايوازنۍ لاره وه چې داشرارو اوسړي وژونكو كلونو كلونو ستونزوته يې دپاى ټكى كيښود ، داسې چې هيڅوك نه پرې پوهيدل ...  
هغه آمرچې كلونه كلونه يې كابل وسو، لوټ يې كړ ، اوپه سل رنګه بې عزتيو يې ورمخه كړ، اوس ددې توان نه درلود چې دكابل نوم په خوله واخلي ، هغه اودهغه ټول هغه ياران چې كابل يې د ورانیو پرلامل  سره ويشلى و، ټول  داسې له يوه اوبله ورك شوي ووچې   تابه ويل دوى كلونه كلونه نه وو سره ليدلي ، دشرم او وحشت  او بی عقلۍ دوره به یوازې پرهغه مهال وریاده شوه چي کله به یې په غلااو ویره  چیرې له کومې رادیو دا سندره سره وواریده چي :
څنګه مینه زما اوستاوه ... څنګه بیل شوو له یوبل نه  ....
دآمر په ګډون ټول داسې پر غرو وختل اوداسې خواووته سره وتښتيدل چې يوخداى ته يې حال معلوم و، جانو بچي ادي چې تښتیدلي آمر پرپلوي یې جبل السراج ته نژدی کمین  نیولی و په ګلبهارکې پرونه وځړول شو... په سلګونو نورو پرځانو باندې داسې پوټکی راکش کړل چي دپيژندلو وړ نه وو، خو له دی سره سره دايوه خبره وه چې  ددوى لپاره ددوى دپخوانيوخارجي  يارانو اودوستانو دروازې همداسې پرانستې پاتې شوې وې .هغوى چې دوى ېې روزلي وو اودوى يې ددې لپاره ساتلي وو چې خپل واك اوځواك ددوى په شته والي سره یوځل بیا دخلکو پراوږو ، دوطن پرخاوره دیوې مودې لپاره وغزوي .
آمراويارانو يې هم  لكه ملنګانوغوندې كچكونه ترغاړو كړل اويوځل بيا ېې دواك اوځواك لپاره دګدايې اوپرديو ته دخپلو دملاماتولواوخپل هيواد د ورانولو ډبره پر سينه ووهله .
خوله دې ټولو سره سره بيا هم كابل آرام و، اوس په دغه ښار كې دتوغنديو ، غلاوو، بې ناموسیو اولوټماريو لړۍ پاى ته رسيدلې وه ، خو څه چې ستونزه وه هغه داوه  اوداسې فكركيده چې دا بهيربه په يوه سيلاب  اوړي اوهغوی به اوس ټول وړي چې د هغوی لپاره يې خوښئ كولې اوهغه يې په پيسواووسلو نازول ...
سره له دی چې ددغه توپان اوسيلاب لپاره دکابل دغلو اوورانونکو په انډول ډيرې هيلې وې ، خو هغه هيلې ډيرزر په خاورو لاهو شوې اودهغوهيلو كاروان نورد نااميدۍ پر دمه ځاى باندې ور واوښت او ورو  ورو مخ په ټپه کیده ...
كابل يوځل بيا په خپله ټوله ارامې كې پر يوه روانې روغتون باندې واوښت داسې چې يوازې له باندې سړې فكركاوه دلته ناروغان درمل كيږي ، دلته هوساينه ده اودلته ...، خوكله به چې دننه ور ننوتې بياسړي ته معلوميده چې دلته دسا اخستو لپاره لاسمه هوا نشته ، په دې چې دلته دننه څخه چا دباندې نه شواى كتاى اونه چا كولاى شول  دباندې په باره كې ، درڼاپه باره كې فكرخوڅه کوې چې  څه ووايي ...
آمرلاهم دپردیو له خوا پر شاه ټپول كيده اودايې لاترغوږ ورتيريده چې زمري يې اوزمريان دي چې ددنيازورله دوى سره وي ، زمريان دې ته اړتيا نه لرې چې ډلې ډلي وې اويادې په ځنګل كې  له نورو زمريانو سره په يوه اوبه خور وخوري اووڅيري ، دهغوى هرڅه له ځان سره دي اوهرڅه چې كوي بايد ځان يې ترټولو دمخه په پام كې وې ، همداوه چې له دغه ديوڅوكالو ښارليدلي څلوربول څخه يوځل بيادغرو اوځنګلو ليونې جوړشو ... ځکه خو به خلكو لاداهم ویل چې غل دغرو و اودغرو شو.
 
په كابل كې نورجنګونه  نه وو،هغوى چې له جنګه پرته يې نورڅه نه پيژندل  او س نا چار وو چې دځان لپاره يې باید يوه بوختياپيداكړې وای ، آمر په خپله د جنګ كارپوه و، هغه خوايې تاجكان په دې وډاركړل ، چې لمونځونه مو نه دې زده كه طالبان درباندې راغلل يوبه ژوندى پرې نه ږدې ، دې خواته یې هندوانو ته خبرداری ورکړ چې نورپه افغانستان كې جنګ نشته اوس وار دكشميردى ، اوداخبره دومره توده شوه ، چې هم یې په شمال اوهم یې په هندكې نوې هنګامه راپورته كړه . پاكستانې جاسوسې ايحنسې داځل د جگړه مارو لپاره هغوى چې له افغانستانه راګرزيدلي وو ، نو ې جبهه په كشمیر كې پرانیسته ، دوى فكركاوه چې  ګواكي داهم افغانستان دى اوله دغو سړي وژونكو به په كشميركې هم هغه كارواخلي لکه چې په افغانستان كې يې تری اخیست .  
۱۹۹۷ كال و، چې د سړي وژونكواو بګیل شویو اشرارو يوشميرډلو ځانونه  د کشمیر په هغو سنګرونو كې ځاى پرځاى كړل ، هغه چې ددغې سيمې آزادۍ غوښتونكو دنږدې نيمې پيړۍ په ترڅ كې له هند اوپاكستان سره د سوله ییزې مجاهدې لپاره جوړكړي وو. په دغه كال دوى وكولاى شول ، چې دكشمير دښكلې سيمې دكارګيل په لوړوكې ځاى پرځاى شې په لنډه موده کې په دې وتوانیدل چې لږترلږه  په دغه سيمه كې نژدې  لس كيلو متره د هند خاورې ته ننوزي  ، هند اوپاكستان دواړو دغې سيمې ته خپل پوځونه واستول او په دغه ځاى كې د دواړو هیوادو ترمنځ درنه مقابله رامنځ ته شوه ، خواصلي چلوونكويې بياهم هغوى وو چې پاكستاني جاسوسي شبكې دلته هڅول او ددوى هرډول ملاتړيې كاوه ، په دغه جګړه كۍ هم پاكستان او هم هند ته خورازيات تاوان ورسيد ، خلكو به ويل چې اوس په دنياكې په دوو ځايو كې دويرونواو اورونو لمبې او انګازې دي چې هغه كابل او كارګيل دي .
دكارګيل جګړه په خپله ددووهيوادونااعلام شوې جګړه وه ،ډيرې ميندې په كې بورې شوې ،اوډيرهندي اوپاكستاني پوخيان او اسلامي اشرار په كې قربانې شول، اشرارو په كې بې ساري اتلولې ترسره كړې ، په لومړيو څومياشتو كې خو ېې دهندې پوځيانو حال خورا وران كړ، په دې چې هندې پوځ د غلچكيوبريدونو تجربې نه درلودې كوم تاكتيكونه چې ددوى پوځيان پرې  روزل كيدل ، هغه جبهه يې تګلارې وې چې په كارګيل كې يې كارنه وركاوه ، ځكه يې ماته كوله او مخ په وړاندې نه شواى تلاى آن چې هوايې الوتكو يې هم په دغه برخه ګټورتيا نه درلوده نو ځكه هره ورځ يوه او دوې راغورځول كيدې ...
هندته دګارګيل ستونزه ورځ په ورځ په هرلحاظ ګرانه تماميده ، دوى ددغه كارلپاره دې ته اړتيا درلوده چې بايد له يوچا څخه مرسته  وغواړي او ددغه كارلپاره یې يوازې دوې سرچينې درلودې چې يو په غروكې پټ آمراودهغه بګیل شوي یاران  اوبل هم داسراييلو دولت وو، دوى دهند لپاره دهغې معاملي په ترڅ كې چې ددوى ترمنځ وه په مرسته باندې  لاس په كارشول ، اسراييلې سلاكاران را وستل شول ، خو دوى هم زړه ونه شواى كړاى چې خپل پوځيان دې دلته راولي اويايې  دلته په ښكاره توګه وجنګوي ، خو آمراو فراري سړي وژونكو ياران  يې چې په دغه مهال دځان لپاره بله بوختيا نه درلوده ، ددغه كار لپاره ملاوتړله اوپه هغه توره چې ترپرون پورې يې كابل وراناوه اوس دكشميرپه لور رامخه كړه ... دكشمير دآزادى غوښتونكو هغه داعيه يې هم په وينوورنګوله كومه چې تراوسه هم لاپاى ته نه ده رسيدلي ،او دهغوى دماتولو لپاره يې نه عقيده  او نه هم نورڅه په پام كې ونيول ، ځكه خوېې دكولاب او ډیلي ترمنځ تګ راتګ پیل کړ، هندیانود آمرله اجیردریخ څخه دپیسو په مقابل له اجيرو اسراييلي سلاكارانوسره یوځای کاراخیستل پیل کړل ...  او دا لومړی ځل و چي دغو دوو ځواکونو په کشمیر کې  داسلام پرخلاف جګړو ته دطالبانوپه وړاندې بګیل شوي او تښتیدلی یاران را وبلل او دلته یې یوځل بیا دیوې خونړۍ جګړې ډګردآمراودهغه د یارانو په مرسته تود کړ ...
 
 
*****
 
په هغه كال پر كشمير باندې بيا سختې شپې راعلې ، نژدې درى مياشتې خو دا سې درنه جګړه وشوه چې دلته يې خلكو ته دهند او پاكستان دپخوانيو جګړو ناوړې خاطرې وريادولې  همداوجه وه چې زياتروخلكو داسې فكركاوه چې ددغې جګړې نښې هم دا په ډاګه كوي چې دلته به هغه اور چې څولسيزې پخوا په سلګونوهنديان اوپاكستانيان په كې لولپه شول يوځل بيا را  بل شي .
ترانه اودهغې مور دادوې مياشتې كيدې چې له كارګيله سرينګرته نژدې را كډه شوي وې اودلته يې په يوه موقتې كمپ كې شپې ورځې تيرولي ، پلار اومشر ورور يې لاهم په خپلو پلرنيو ښكلو درو كې وو ، اونه يې شول كولاى چې خپله مينه ګى پريږدي ، خوترانې دوى په دغه نامعلوم اوګران ژوند لورې رامخه كړي وه ، دوې ته به له كارګيله كله كله ددې د پلار ، مشرورو اوترور چې دهغې ټوله كورنۍ لاهم هلته اوسيده حال اواحوال راته . دترور كډه يې لاهم هلته وه ، دهغې لورانې هم ځوانې جانې هلته پاتې وې ، ددوى  كلى داسې و چې دورځې به هندې پوځيان پرهغه سيمه برلاسي وو اود شپې به بيا غله ډوله مجاهدین پر دغو كليو راتلل چې وږي به ووډوډ ى يې ترې وړه اوچې كله به ماړه وو نو ، بيا به يې دخيل نوم لوړاوي لپاره  ددغو درو ښكلي خلك اوكورنۍ په دغه او هغه نامه وژل او يا به يې بې عزته کول ...
په كشمير كې جګړه په زوركي وه ، چې آمر د بدخشان له لارې يوشميركسان ددې لپاره وګمارل چې د كشمير دجهاديانو ليكو ته ورشي، دوى داكارددى لپاره كاوه چې  په دغه پلمه په دغه سيمه كۍ جګړه څومره چې كيداى شي دهند خلاف توده وساتي  او له بلي خوا ددغو کسانو په واسطه هند ته دجاسوسی ذمه  هم ووهي ...  په عين حال كې یې كشميريانو ته داښوده چې ګواكي دوى دسپيڅلي جهاد لپاره دلته را غلي دي ... دكشميرمجاهدين په دغه رمز نه پوهيدل ، ځكه دوى هلته ځانوته دبدخشان له لارې را غلي هغه مجاهدين بلل چې ګواكي دوى له حكمتيار اوطالبانو سره تړاو لري ، په داسې حال كې چې خبره داسې نه وه . دوى په عين حال كې چې دجهاد په نامه هلته رسيدلي وو، له يوې خوا يې غوښتل  هلته جګړه توده كړي خوله بلى خوا  يې ديوشمير هغوپټوجاسوسي كړيو لپاره دپراخومعلوماتو دنده هم ترسره کړي هغه چې دروسيې اوهند له اقمارو څخه بلل كيدې .
دتراني پلار په يوه ليك كې ترانۍ ته ليكلي وو، چې اوس دلته دشپې له خوا موږ ارام يو ، دمجاهدينو يوه ډله چې ځانونه افغانان بولي اوڅيرې يې افغانانو ته نه پاتې كيږي دشپې له خوا راځي ، له موږ سره ناسته ولاړه كوي ، اودا ډاډ يې هم راكړي چې موږ ته به څوك زيان را ونه رسوي ...
ماما رسول ددغې داړې مشرو، دى په اصل كې دتخارو، چې خپله ځوانې يې دحکمتیارله ډلې سره په ملتيا كې تيره كړې وه ، هم په پښتوپوهيده اوهم يې لږ لږ اردو دجهاد په شپوورځوكې په پاكستان كې زده كړې وه . له ماما سره څه پنجشيريان اوبدخشانيان هم وو، چې هغو دچا خبره په هيڅ هم نه وو بند، په دغه شپوكې چې دوى دلته دكارګيل درې ته رارسيدلي وو، هره شپه به دخلكو پر كورونو باندې ورختل ، دتراني تروردرى لورانې لاهم هلته وې ، هره شپه به پرهغوى باندې راتلل اوله هغوى سره يې تاراچولى و او ان چي وعدې ېی ورسره کولې چې له دوى سره به ودونه هم کوي او له ځانوسره به یې افغانستان ته بیایي ...
ماما رسول په دغه كارخبرشو، خپلو ملګرو ته يې وويل چې  دوى بايد له دغې د رې څخه پر بله خوا ولاړشي ،ماما كه څه هم په دغه ډله كې راغلى و خو په يوڅه چې ډيركلك ولاړ و هغه دده ايمانداري وه ، هغه په رښتيا هم دخپل ژوند زياته موده  دده په وینا درښتينې جهاد په لاره کې  تيره كړې وه . اوس چې په دغه  انساني ضد حرکت اوحالت باندې خبرشوى و، غوښتل يې چې څومره زركيداى شې بايد له دغې سيمې څخه ووزې ، اصلي خبره داوه چې په ټوله نيمه وچه كې دهندوستان خلك پټاڼآن دايماندارۍ ، وفا او رښتياينې له مخې په درناوي سره پيژني ، دغو نجونو هم له دغو غلواوداړه مارانوسره چې له يوه دوو پرته نوريې  رښتينې پټانان هم نه وو داسې انګيرله چې كه له دوى سره اړيكي ولري ښايې چې دوى به غداري نه ورسره كوي، اونه به يې پرحیا او عزت باندې تیری ورکوي...
له بلي خوا ددغې سيمې خلكو ته هم دا خبره او د دوی تارک او سازک يوڅه روښانه شوې و .ځکه نو  دوى همدغه موضوع  اودغه  ناوړتيادورځې له خوا هندې پوځيانو ته هم  ويلى وه چې ګواکي دلته دشپې داسې یوکارهم روان دی ، خوهغوى چې دوى پيژندل ، يوازى يې دومره ورته ويلي وو، چې  موږ ورپسې يو، كله چې زموږلاس ته راشى خپل عدالت به پرې وچلوو.
مامارسول چې ددغې ډلي مشر و ډيرساده سړى و، ترځان يې ښه مجاهد په خپل چاپيريال كې نه ليده ، ده له هرې جهادي ډلې سره اړيكې درلودل او دا يې وروستى ټاپى و چې د امرپه ډله ورننوتى و، دى كشميرته دجهاد په نامه راغلى و، خو په دې نه پوهيده چې دده د ډلي ياران بياد جهاد په نامه ديوه بل ماموريت لپاره هم ګمارل شوي وو. كله يې چې خپلو يارانو ته امر وكړچې له دغې درې بايد په بله خوا شي پرهغوى باندې يې هيڅ  اغيز ونه كړ ځكه نوهغوى په ډاګه ځواب وركړ، چې موږ له دغې درې څخه بلي خواته نه شوتلاى ، كوم عربان چې تردوى دمخه دلته راغلي وو، له هغوى څخه يوازى دوه كه درې ژوندي پاتې وو، نو رټول له منځه لاړل ، ما ما رسول ، يوازى په دى خاطر چې يوخويې كورنۍ په پيښوركې وه ، اوبله داچې دده ټول عمرترافغانستان زيات په خارجې جګړو كۍ تيرشوى و، ده په چيچنيا، ناګورنوقره باغ او تاجكستان كۍ اوږده موده دده په وينا جهاد كړى و، دهمدغې اوږدې تجربې بركت و، چې دآمركسانو هم دى موندلى و، اودلته يې له ځان سره ساته اوخپل مشريې ټاكلى و، دوى ټولو په ګارګيل كى دپاكستانيانوترقومانده لاندې كاركاوه ، جالبه خو داوه چې دماما رسول ټولو يارانو دوې دوې تنخواوې اخيستې ، دجهاد په نامه له پاكستان  څخه او دجاسوسي په نامه له هنديانو ...
دوى ښه جنګيدل ، همداوه چې كشميرې اورپكوهم دانه انګيرله چې دوى دې له جهاده پرته بل مقصد ولري ، كشميرې جنګياليو په خپلو عملياتو اوخپلو مخابرو كې خپل هرڅه په بښتو ژبه يوه اوبل ته رسول ، دلته اوس نه اردو ،نه هندي ، اونه هم فارسي ژبې داهميت وې ، ماناداچې په دغې جګړې كې دمجاهدينو دبرې يوراز په دې كې وچې دوى په پښتوله يوه اوبل سره رابطه اومخابره  كوله ، اوپه دغه راز باندې هنديان له ډيرو تاوانو  اوقربانيو وروسته پوه شول .همداوجه وه ، چې د مامارسول ډلي هم اوس دلته داسې پښتوويله چې هيچا هم فكرنه كاوه چې ددوى مورنۍ ژبه  به نه وي ...
دترانې پلار اوس  هم دې ته ليكونه ورليږل چې په دغوشپوكې موږ ارامه يو، خوپه دې نه پوهيدل چې دترور له كوراو لورانو سره يې څه كيدل ، دمامارسول د ډلې لنډغرو هغوى ته ډاډ وركړى واوورته ويلي يې وو چې نوره زموږ دنده مخ په خلاصيدوده ، كله چې بيرته مظفرآباد ته ځو تاسې به هم له ځان سره بوځووبيابه هلته ودونه سره وكړو ، هغوى ساده نجوني وې اوپه دغوخبرويې باوركړى و، چې دو ى خوله يوې خواافغانان دې او له بلي  خواپه جهاد راوتلي ، دوى به كله هم له دوى سره داسې درغلي ونه كړي ځکه یې دوی ته د ایماني یارانو په سترګوکتل ...
نيلو د ترانې دترور مشره لور وه ، هغې په كشميرى ښوونځي كې تر اوم اتم  ټولګي پورې ويلي و، نورالدين چې  دآمر ډيرنژدى سړى و، دځان لپاره یې هغه خوښه كړې وه ، دويمه يې مدينه وه چې هغې دماما درويش له زوى سليم سره چې نيكه يې له كونړه پخوا قطغن ته تللى وګوتې خوږې كړې وې او دريمه زرينه وه چې هغې له   قيوم سره چې دنجراو وځان نښلولى و. دوى به دورځي ترتيږو او گټولاندې پټ وواود پاكستاني مجاهدينو ترقوماندې لاندې به يې عمليات كول  خود شپې به بيا دري واړه لكه نوې زومان په خپلو يارانو پسې د درې دمنځ كلي ته راټيټ شول ...
دمامادرويش زوى سليم  ډيرښايسته ځوان و، كومه نجلى چې ده خوښه كړې وه ، هغه  هم ترده كمه نه وه ، جالبه خوداوه چې ددوى دواړوسترګې شنې وې او دواړو مخكې تردې چې دزورزياتې خبره په منځ كې سړى ووايي په رښتيا هم  يوپربل باندې زړونه بايللي وو مدينه  ډيرښكلې وه  داسې چې په هغه دره كې يې په ښكلاكى سارې نه لیدل کیده ، ددې په حسن كې په رښتياهم دكشمير دښكلا اونازكۍ او سپڅلتيا ټولې نښې له ورايه ليدل كيدې ، ګلابې څيره ، شنې مړاوجنې سترګې ، طلايې وزمه زلفې ،منځنۍ ونه اوترټولو مهمې غټې غټې اناري سينې چې ترنازك كشميرې تور شال لاندې لكه چې داوبو له څپو مست کبان سرونه د اوبوسرته را پورته كوي  دخوځيدو په وخت كې پورته اوكښته كيدې ...
اوسليم هم اوس دهغې  په وړاندې خپل هرڅه له لاسه وركړي وو، ډيره موده نه وه تيره شوې ، چې د دغې ډلې په خپلو كې دنجونو پرسر ستونزى  را پيداشوې ، ماما رسول غوښتل چې جهاد وكړي ، خو دې نورو هسې ورځ تيروله اوپه خپلومزو اخته وو، نورالدين خان په دوى كې اصلي سړى و ،هغه سره له دې چې په خپله خوښه كړې نجلى يې لاس ايښۍ و ، دسليم ملګرې ېې هم خوښيده ، دى هرڅه و، مانا داچې هرڅه دهغه په لاس كې وو، ان چې دمامااونورو دويمه تنخواهم دده په لاس كې وه . هغه يوشميرداسې دندې درلودې چې په هغو باندې ډيرڅوك نه پوهيدل . خو ماما له يوڅه مودې وروسته په هرڅه باندې ښه پوه شو ، يوڅوورځي وروسته ديوې لنډي موده لپاره مظفرآباد ته ولاړ ، غوښتل يې چې خپلو بجيانو اوخپلې كورنې ته دخپل جوړوالي ډاډ وركړي اوله هغه ځايه په تليفون كې هم ورسره وغږيږي ، خودایی پلمه کړه، همدغه یې مخه کړه اوځان یې له دغه اوره پریوه خوا کړ.
په همدغوشپوكې په دره باندې دهندى ځواكونو زورى زيات شو. دلته په شاوخواكې يوشميرپاتې اوسيدونكي  چې دماما رسول دجګړه مارو په دغو اړيكو باندې پوهيدل او شرمیدل ، هندي پوځيانو ته سرټكونه كړې وه ،  يوه شپه هندې پوځيانوپردوى باندې ناڅاپې يرغل وكړ، له دوى دريوڅخه يوازې نورالدين ځان په يوه چل چې هيڅوك نه پرې پوهيدل  په هغه شپه كې ځان پټ كړاى شو ، خوقيوم اوسليم يې همداسې له وسلو سره ژوندي ونيول، دوى يې دسترګو په رپ كې دكارګيل له درې څخه دپوښتنواوګرويږنو لپاره يووړل، له دوى سره په وسلو برسيره هغه كارتونه هم وو كوم چې پاكستانې پوځ او اى اس اى  لپاره هم دباوروړوو.دوى دواړه يې ونيول اوپه داسې برخليك چې دوى يې خوب هم نه ليده له دی امله چې دوی دنورالدین پردوه مخې نه پوهیدل دهندي پوځونو منګولو ته حواله شول ...
نورالدين خان ته اوس هرڅه پاتې وو،اوپه دغه شپه له هندي پوځيانو په هرچل چې و په امن پاتې شو،يوازې  يوه دوې ورځي وروسته ، بيا له غرونورا ښكته شو ، په نيمه شپه كې دمدينې دوى په كور وروخوت ، هلته يې له هغې  څخه هيله كړې وكړه ،چې له ده سره ولاړه شې ، اوله ده سره واده وكړي ، خودهغې مشرې خور ورته ويلي وو، چې دا ورسره ځي ، ځكه چې ده خپله له هغې سره وعده كړې وه ، خودى اوس چې سليم دهندي پوځيانومنګولوته ور رسيدلى و ، دى ته نه وتيار چې له نيلو سره دې واده وكړي ، ده اوس يوازې مدينه ترسترګوكړې وه  اوله هغې يې درګرده هيله كوله چې له ده سره بايد په همدغه شپه كې ولاړه شي ځكه چې دى نورله كشميره دتيښتې په حال كې و. خوهغې اوس له سليم سره خپله ژمنه كړې وه اوپه دې تكل كې وه چې بايد پر هغه پسې دډيلي اوياسرينګر په لوردملنګۍ  لاره ونيسى ، ځكه يې نورالدين ته ويلي وو چې دى بايد داشان خوبونه اوهيلې له فكره وباسي .خوده بياهم هڅه كوله اوهمدې ته اړم وچې مدينه په زوره له خپله كوره روانه كړي په همدغه ټكې ددوى خبره دى ته و رسيده  چې مدينې  ته ېې لاس ور واچاوه ، هغې په ژړا اوچغو پيل وكړ، شورماشور شو، دنورالدين خان سترګې په مدينه سرې شوې وې ، په همدغه شور ماشور كې نيلو په خورا زړورتيا سره دنورالدين په سرباندې چې دده په خوا اوخاطركې هم نه تيريده  دتيري تيشې وار وكړ اوله يوه وار سره يې دده هغه توده اوله شوره ډكه ككره په ميړانې سره سړه او همالته يې ځاى پرځاى كړ ، په هماغه شپه كې يې لكه مرداره له خپل كوره ويوست، اوله خپل كلي لرې يې هلته دعامې لارې په سر باندې واچاوه . څوورځې هلته لاهم الوتكي راتلې او بمونه به يې اچول ، خو له څو ورځو وروسته هندی ځواکونوو دده جسدد پاكستاني اورپكو په ډله كې ژورنالستانو ته ورښودلى و اوچا ته يې پته ونه لګيده چې بيابه څه ورباندې شوي وي .
خوسليم او قيوم نوردچاخبره د تورو اوبو په سفرلاړل  ، دوى په هغوټولو كړو وړو خبروو چې دوى ته امردهغو سيارښتنه كړې وه، اودهغولپاره يې ګمارلي وو، سليم اوقيوم دهند ددولت لاس ته ورغلل ، هغوی په خپلو پوښتنواوګرويږنوكې دا خبره كړې وه چې دوى امرهلته استولي وو، خوداچې اصلي خبره له نورالدين سره وه ، دوى په دغه حال باندې دومره زيات نه پوهيدل ، دهنددولت دوى د كلكو اورپكو په نامه زنداني كړل ، سليم په خپلو خبروكې داخبره كړې وه چې دوى د رباني دډلي كسان دي ، د هغه دډلي زيات كسان دكشميرجبهوته راغلي اودلته يې دجهاد په نامه اوس هم جګړې كوي ، موږ به پاكستاني پټواداروته ويل چې موږ دحكمتيار اوطالبانو سره اړيكې لرو چې هغوى هم په همدغه سترګه موږ ته كتل ...
 
دهند دولت په دغو شپو ورځوكې پرآمرباندې دده ددغې دوه رنګۍ  له امله سخت ګوتنوي وكړل ځکه چې ده  په کشمیرکې دخپلې ربانې اومسعود ډلې دكسانوپه شتوالي او ډبل رول باندې په ظاهرکې انکاروکړ،هغوى نه منله  چې سليم اوقيوم د دوی کسان دي آمر اویارانو یې هم دا خبره ردوله اودايې هم د حكمتيار په ډله ور وتپله او دهند دولت ته يې ان وويل چې دوى زموږ دډلي كسان نه دې دوى حكمتيار اوطالبانودهند پرضد را استولي دي ...  
آمردا پروژه له کولابه هلته چی آمر اوس له طالبانو پټ اوسیده لارښوونه كوله ، هغه خورا زيات كسان دطالبانو د بدنامولواوپه هنديانوباندې دځان ساتلو په خاطرنه يوازى له بدخشان اوپنجشيره هلته استول ان چې له تاجكستان څخه يې هم ځوانان را استول اوپه كشميركې يې له كشميريانو سره يوځاى كول . دوى دلته داكاركاوه اوهلته يې په مقابل كې هند ته ويل چې موږ ستاسې سره يو، كه تاسې له موږ مرسته وكړئ موږ به طالبان په افغانستان كې په جګړه كې بوخت وساتو او داكار به ددې لامل شې څو طالبان دكشميرپه لورحركت را ونه كړي ، په داسې حال كې چې داكار يوازې دهند دغولولو په خاطرواوبس. هند يانو هم پرآمر باندې باوروكړ . او په دغه نيرنګ اوتوطيې سره يې د هند له حكومت څخه بې حسابه پيسې اووسلې  ترلاسه كړې په دې چې هند يانو فكركاوه چې پاكستان به طالبان وسله وال كړي ،بيا به پرهند رامخه كړي اوپه پاى كې به دكشميرستونزه نوره هم دهند لپاره په يوه  ناسورزخم  باندې لکه افغانستان بدله شي ...
اوكه نه رښتيا خو داوه چې طالبانو كابل نیولی و ، هغوى نور ددې لپاره اړتيانه درلوده چې  له هيواده دباندې دې هغه هم دكشميرپه جګړه برخه واخلي ، په دغه ټوله موده كې دهند دولت يوداسې افغان چې هغه به د حكمتيار اوطالبان سره تړاو درلود دکشمیر په جګړه کې ونه موند، كوم كسان چې له دوى سره په زندانوكي وو، هغوی ټول هغه څوك ووچې آمر يوازې په دى خاطر چې هند له دوى څخه لاس په سرنه شي هلته وراستولي ووان چې خپله آمر هم په هغو شپوكې چې دخطراحساس به يې كاوه هند ته سفركاوه  اوهلته  به يې خپلې شپې ورځي دكشمير په غرو رغو كي دهند دپوځ له اسرايلي سلاكارانو سره یوځای تيرولي اوپه ګډه يې  له اسرايلو سره دكشميري مسلمانانو په وړاندي ،هغه څه ترسره كول لكه چې په منځنى ختيزكې پرفلسطينې ولس اودهغوی پربې ګناه ماشومانو باندې د اسرایلو له خوا ترسره کیدل ...
اوهغه څوک چې د روس په وړاندې جهاد كې ځان له روسانو سره دمعاملې په ترڅ کې  دوه رنګې اتلولۍ ته رسولى و، د كشميرپه دغه ښکلې دره کې یې نوم  دهغو بې ايمانواومزدورواو زناکارو اتلانوپه ډله كې وليكل شو چې نه یوازې د هند مسلمانان پرې وشرمیدل ، بلکې په ټوله نیمه وچه کې د ویاړلیوافغانو بريمنو ارواووهم خپل لوړ سرونه پرې ټيټ ونيول ... !!؟
نوربیا