
زه پوهېږم چې پښتانه ټول شاعران شول
څوک له درده څوک له فقره ملنګان شول
په هر ځای کې چې وینم پښتون سوځي
د نفاق د لاسه ټول په اور کباب شول
چې د زړه درد چاته په خوله ویلی نه شي
د دردمنو زړونو دې حالت هغه خواران کړل
د دردونو ژبه نصر نه ده ، ای دوستانو
ځکه زموږ یاران له غمه شاعران شول
چا چې درد د خپل جانان لیدلی نه وي
هغوی موږ غوندې کله شاعران شول ؟
هغه ورځ به بازمحمد غزلې پرېږدي
چې خبر شي پښتانه له غم جدا شول
بازمحمد منګل
23/11/2016