غزل

دزړه په لارومې چې يارنه راځي
دې سوو دښتو ته بهار نه راځي
وايي سهار وي ماښامونو پسې
خو زما شپو لره سهار نه راځي
مينې له کلـــي کــــوره ويستلـــم
لاهم له دې کاره انکارنه راځــــي
زماچې هرسرود ډالۍ وو ورتـــه
اوس مې له کبره په مزارنه راځــي
ښکاري کوم ښکلي ترېنه کډه کړې
غره ته وږمې دژوندله ښارنه راځي
منم شاعــر وم خ وچــــې لاړې رانه
په خوله غزل اويکه زار نه راځــي
ته ټولوې ترې خپل شيندلي اغزي
خورحماني بياپه دې لارنه راځي

شاعر:ګل رحمان رحماني