د بریا په اړه د نړۍ د پوهانو خبرې

 
ژباړه: عطا محمد میاخېل
ـــ د بېځایه او نه پوره کېدونکې هیلې له لاسه ورکول، پخپله بریا او ستر پرمختګ دی .
( شکسپیر )
ـــ  د هر چا د ستروالي او بریا کچه په دې پورې تړاو لري، چې تر کومه بریده کولای شي، خپل ټول ځواک په یوه کانال کې تویې کړي .    ( اریسون سوون مارډن )
ـــ بریا د خوښۍ کیلي نه ده، بلکې خوښي د بریا کیلي ده؛ که چېرې هغه څه چې ترسره کوې یې ورسره مینه ولرې، نو بریالی به وې .
ـــ د بریا لار تل ستونزمنه ده؛ بریا پرمختګ دی، نه د پای ټکي ته رسېدل . (انتوني رابینز)
ـــ بریا د ماتې په ستنو باندې رامنځته کېږي . ( سري چتري )
ـــ نه شم کولای، چې د بریا فورمول تاسو ته بیان کړم، خو که چېرې د ماتې فورمول غواړئ، داده، چې هڅه وکړئ، ټول خوښ وساتئ . ( اسوپ )
ـــ ماتې د بریا په پرتله ډېره روزنکې ده؛ څوک چې هېڅ وخت تېروتنه نه کوي، هېڅکله کوم ځای ته نه رسېږي . ( راکفلر )  
ـــ ماتې یو ځواک بښونکی لامل دی، نه مخه ډب کوونکی؛ هره ماتې په خپل زړه کې د بریا یو تخم لري . ( ناپلیون هېل )
ـــ بریا په دې کې نه ده، چې څه څیزونه په مخکې لرو، بلکې بریا په دې کې ده، چې څه څیزونه تر شا پرېږدو . ( کریس ماسګرو )
ـــ هر څوک د بریا غوښتونکی دی، باید زده کړي، چې ناکامي د پرمختګ یوه حتمي برخه ده . ( برادرز )
ـــ زه په دې باور یم، بریا هغه مهال تر لاسه کېږي، چې یو ګام وړاندې لاړ شو؛ ستونزو او سختیو ته له هرکلي سره سره، ماتې هم د خپل ژوند یوه برخه وګڼو . ( جان مکسویل )
ـــ د بریالیو کسانو د بریا لامل دا دی، چې خپله پوهه او هوښیارتیا یې د ناکامۍ په اورغالي کې پیدا کړې ده . له بریا څخه تر لاسه شوې هوښیارتیا ډېره نا څیزه ده . (ویلیام سارویان )
ـــ د بریا د فورمول تر ټولو مهم عنصر عبارت دی، د خلکو له تګلارې سره هوکړې ته رسېدل . ( تدي روزولټ )
ـــ بریا ته یوازې ډېر کم شمېر خلک رسېږي او دا په داسې حال کې ده، چې ډېر شمېر خلک  بریا ته د رسېدو په خوبونو کې ژوند کوي . ( جان جانسن )
ـــ هرڅه ستاسو د چلند او لید له بڼې سره تړاو لري . مسایل کولای شي، تاسو له ستونزو سره مخامخ کړي او یا مو هم بریا ته ورسوي . ( جان مکسویل )
ـــ د بریا لومړی قانون تمرکز دی . ( ویلیام ماتیوس )
ـــ کله چې د یوه کس پوهه د بریا له پاره بسنه کوي، خو تقوا یې کافي نه ده، هرڅه چې هغه ښایي تر لاسه یې کړي، بېرته به یې له لاسه ورکړي . ( کنفشیوش )  
ـــ که چېرې څوک طبیعي استعداد ولري، بیا هم باید د بریا له پاره تمرین وکړي او چمتو شي . ( جان مکسویل )
ـــ څوک چې له ټولو بهرنیو مرستو څخه سترګې پټې کړي او هغه لرې وغورځوي او خپله ډګر ته ور ودانګي او په خپل ځواک سره په پښو ودرېږي، دا نو هغه څوک دی، چې د بریا او پرمختګ وړاند وینه ورته کووم . ( رالف والډو امرسون )
ـــ خپله بریا د نورو له بریا سره ونښلوئ، ترڅو هغوی تاسو پرمخ بوځي او ستاسو د لازیاتې بریا سبب شي . ( جوزف مک کلندون )
ـــ بریا د هغو کسانو نه ده، چې هېڅکله له ماتې سره مخامخ شوي نه وي، بلکې هغو کسانو پورې تړاو لري، چې هېڅکله د بیا مبارزې له پیل څخه وېره او ډار نه لري . (هانري کپ)
ـــ لېوالتیا، فکر او مطالعه هغه څه دي، چې تاسو د بریا په لور بیایي . ( وس رابرټز )
ـــ تل په ځان باندې باور ولرئ، که چېرې کوم کار مو په بریالیتوب سره ترسره کړی وي، بیا هم کولای شئ . ( انتوني رابینز )
ـــ د نورو په بریا باندې په هغه کچه خوښ واوسه، چې په خپله بریا باندې خوشالېږې .    (کریسټین لارسون )
ـــ په ځان باندې باور بریا نه شي تضمینولای، خو په ځان باندې نه باور د ماتې سبب ګرځي . ( البرت بندورا )
ـــ په یاد ولره، چې د بریا له پاره تر هرڅه زیات، هوډ او ارادې ته اړتیا لرې .
( آبراهام لینکلن )
ـــ څوک چې کوچنی کار ترسره کوي، باید ډېره کمه سرښندنه وکړي؛ څوک چې غواړي ستره بریا تر لاسه کړي، باید په لوړه کچه سرښندنه وکړي . ( جیزم آلن )  
ـــ که چېرې هر ټیم ته، چې ستره بریا یې تر لاسه کړې وګورئ، نو متوجه کېږئ، چې ځواکمنه رهبري لري . ( جان مکسویل )
ـــ بریا د سم تشخیص پایله ده؛ سم تشخیص د تجربې پایله ده؛ تجربه هم تر ډېره د ناسم تشخیص پایله ده . ( انتوني رابینز )
ـــ په هیلو کې بریا، زموږ د ارادې له پیاوړتیا سره مستقیمه اړیکه لري . ( دیل کارنګی )
ـــ آرامتیا او ډاډ، ترټولو غوره بریا ده . ( اوسټن )
ـــ بریا ته د رسېدو له پاره درې جملې : ۱ ـــ له نورو څخه ډېر پوه شه . ۲ ـــ له نورو څخه ډېر کار وکړه . ۳ ـــ له نورو څخه کمه هیله ولره . ( شکسپیر )
ـــ که چېرې بریا پسې لاړ نه شئ، نو بریا به تاسو پسې را نه شي . ( ماروا کلینز )
ـــ د بریا راز په دې کې دی، چې د نورو اندونه تر لاسه کړو او مسایلو ته هم له خپل او هم د نورو له لید لوري څخه وګورو .  ( هنري فورد )
ـــ د بریا لویه لار له هغو ښځو څخه ډکه ده، چې خپل مېړونه پرمخ بیایي . ( توماس دوار )
ـــ لومړی مشوره، دویم تصمیم  او درېیم ټاکنه د بریا درې رکنونه دي . ( لوپ دووکا )
ـــ هره بریا د زرګونو کوچنیو او عادي هڅو پایله ده، چې د نورو د ستاینې او پام وړ نه ګرځي . ( برایان ټریسي )
ـــ هرڅومره، چې ډېر زغم ولرئ، ځیرکتیا ډېره ده او هرڅومره، چې ځیرکتیا ډېره وي، نو بریا زیاته ده . ( شکسپیر )
ـــ هېڅ حقیقي بریا نه شي تر لاسه کېدای، مګر دا چې زموږ له بنسټیزو ارزښتونو سره سمون ولري . ( انتوني را بینز )
ـــ هر چېرته چې بریا ووینئ، نو هلته به د ناکامیو ډېری هم وګورئ . ( انتوني را بینز )
ـــ بریا هغه سکه ده، چې په بل مخ یې ناکامي لیکل شوې ده . ( انتوني رابینز )