د نوم بدلون

 
یو وخت مې په فېسبوک کې یو خوږ ملګری غیب شو، ډېر مې ولټاوه خو پیدا مې نه کړ، ملګرتیا مو یواځې په فېسبوک وه له فېسبوک بهر مو په خوب کې هم نه وو سره لیدلي.
ده به ډېرې ښکلي کېسګۍ لیکلې، ډېر خواریکښ انسان ؤ له څه سره یې چې مینه وه د همغه لپاره یې ډېره هڅه کوله، په ورکیدو یې خپه شوم.
میاشتې وروسته، د شپې یولس بجې مسینجر ترنګ وکړ چې راخلاص مې کړ یوې جینۍ سلام کړی ؤ، سلام مې ور علیک کړ، له جوړ تازه وروسته یې راته ولیکل: زه دې وپېژندم؟
- وبښه ومې نه پېژندې؟
- زه پلانی یم
- دا څه وایې؟ 
- هو قسم چې همغه یم!
- وسړیه ! د جنس عملیات خو به دېنه وي کړي؟ دا څنګه جینۍ درڅخه جوړه شوي ده؟
- هههه! نه نه همغه نر یم یواځې مې د نوم بڼه دلته بدله کړه!
- ولې دېبدله کړه ؟ له خپل جنس څخه دېنفرت ؤ؟
- نه داسې هم نه وه، زه شکر باسم چې الله تعالی انسان پیدا یم،خو دلته بیا انسانان بدل دي خصوصاً نران نو دوئ زه د ځانونو لپاره بدل کړم.
- هغه څنګه؟
- هغه داسې چې زما مینه له لنډو کیسو سره ډېره وه غوښتل به مې چې د ټولنې درد، بد دودنه او نورې نارواوې د قلم په ژبه ولیکم،  کله به مې چې ولیکلې او فېسبوک ته به مې پورته کړې چابه نه خوښولې، تشویق خو پر ځای پرېږده،چې ډېرو راسره ملګرتیا هم پرېښوده او تر شا به یې توهینولم.دغه حالت راته ذهني ستونزه پیدا کړه، ډېر وځوریدم، یوه ورځ مې له ځان سره فکر وکړ چې ته راځه د نوم بڼه بدله کړه چې څه کیږي؟ همغه ورځ وه چې نوم مې بدل کړ، همغه ملګري چې زه یې توهینولم او رټلم اوس مې همغه ملګري تشویقوي، قدر راکوي او نازوي مې.
همغه کیسګۍ لیکم چې خپرې ( پوسټ)  یې کړم په سلهاو خوښونې او تبصرې راته پرې پرتې وي کومې چې پخوا یې دوه  خوښونې هم نه اخیستې، ورځ تر بلې مې ملګري ډیریږي، خو دوئ نه دي خبر چې زه همغه یم.