د نصوارو دود

 
یو ملګری مې د مجردۍ له سختو کړاوونو ووت، میاشت وروسته یې پلار وغوښتل چې له دود سره سم خپل زوی خسرګنۍ ته په زومګیرۍ ورولي.
مازدیګر مهال مې ملګري راتهزنګ وکړ،چې زموږ پلو راشه! بېګا ته په زومګیرۍ روان یم باید ته راسره لاړ شې!
ورغلم،له  ماښام لمانځه وروسته موټر کې کېناستو او د ملګري خسرګنۍ ته ورغلو، خټینې حجرې ته لس کسه ننوتو، څو شيبې وروسته د چای ترموزنه راوړل شول، پیالې ډکې شوې او سرپ سروپ مو شروع کړ.
د هرې سیمې ځان ته دودونه وي، د نورو لوبو یا ټوکو ټکالو ترڅنګ د زوم مخ تورول خو په ډېرو سیمو کې شته خو دا کوم کلي ته چې موږ راغلي وو،په دې کې د زوم پر مخ د خوشایو ویشتلو ډار ځکه سل په سلو کې ؤ چې پخوا یې د یو څو زومانو په مخونو څپیاکې تپلې وې.
ملګري مې غوږ ته خوله رانږدې کړه ویې ویل: پام کوه،چې څوک مې په خوشایو مخ ته ونه ولي.
نیم ساعت وروسته ډلې ډلې ځوانان راغلل، حجره ډکه شوه، له مړۍ خوړلو وروسته ځینو سګرټو ته اور ورکړ او ځینو شونډو ته د نصوارو غوانډرې ورلاندې کړې.
له ساعت ټوکو ټکالو وروسته یو ځوان راجګ شو او د زوم په طرف راروان شو، مخې ته ورغلم لاسونه مې ورباندې وکتل خو نه تور وو او نه دې غوشایو سوټه ورسره وه، اجازه مې ورکړه د زوم خوا ته لاړ، یو څو دقېقې کېناست پر زوم یې ټوکې وکړې بیا ترې جګ شو، بل راغی پر هغې مې هم لاسونه وکتل هغې ته مې هم اجازه د ناستي ورکړه!
  په ترتیب سره تر ۲۵ځوانانو باندې مې لاسونه وکتل او هر یو به پنځه دقېقې د زوم په خوا کې کېناستو ټوکې به یې وکړې، نورو به ورته وخندل، فکر مې وکړ چې شاید همدا یې دود وي.
د شپې دولس بجې وې چې له ځوانانو حجره راتشه شوه، ژمی ؤ د حجرې کړکۍ مې خلاصې کړې لوګی ووت، لاړم د ملګري څنګه ته، سم ناست نه وم چې د توفدانۍ بوی په پوزه راننوت، شاوخوا مې وکتل خو کومه توفداني تر سترګو رانغله ځکه چې د ځوانانو په وتو سره زما د ملګري خسر له حجرې ویستې وې.
یو څه شېبه وروسته د حاجت رفع کولو په خاطر راووتو، څو قدمه وړاندې ویاله وه د هغې په لور روان شوو خو د توفدانۍ بوی همداسې راپسې روان دی، څو قدمه به لاړ نه وو چې زما د لاسي څراغ رڼا زما د ملګري د واسکټ پر جېب ولګیده، چې لږ ورته ځیر شوم نو د جېب له کونج یې تور تور څاڅکې راغورځیدل، ملګری مې راودراوه چې جېب ته مې څراغ وربل کړ نو ټول د نوصوارو له تورو غونډارو ډک ؤ.