دوه څپېړې

 
داسې مې یاد دي لکه دا نن ورځ، په لومړي ټولګي کې وم، ښوونکي د رسم کورنۍ دنده راکړي وه، د شپې کتابچې ته پروت وم ټوپک مې رسم ؤ لاندې مې ترې راکېټ رسمولو چې پلار مې راغی، سترګې یې په رسمونو ولګیدې، ټس شو څپېړه مې وخوړه، لاس یې را اوږد کړ کتابچه یې پورته کړه او پاڼه یې ترې څیرې کړه بېرته یې زما ترمخې کېښوده او په غوسه یې وویل: خدای وهلیه! چې ټوپک او راکېټ رسموې خو قلم رسم کړه او کور رسم کړه! سترګې دې وځه!
په سبا چې ښوونځي ته راغلم شاګردانو په وار وار ښوونکي ته کورنۍ دندې ورښودې، د هر یوه په کتابچه کې ټوپک او راکېټ رسم وو، د ښوونکي به چې سترګې ورباندې ولګیدې دستي به یې په قلم سهیي علامه پرې راکش کړه او شاباسی به یې ورکړ.
زما چې وار راورسید نو سخت خوشاله وم کله چې د ښوونکي سترګې په کتابچه کې پر رسم شوي قلم او کور ولګیدې بې له ځنډه یې سره کرښه پرې راکش کړه او ماته یې په مخ کلکه څپېړه راکړه په غوسه یې وویل: رزیله! تا ته ما دا دنده ښودلي وه چې راته رسم دې ده؟
په ټولګي کې خندا پورته شوه، مرۍ مې دننه زیږه شوه، لاړې ورباندې نشوې تېردی، د مخ له سوځیدو مې په سترګو کې اوښکې را ډنډ شوې، وجود مې لړزا ونیو او لکه بت په خپل ځای چوپ پاتې شوم.
سر مې ټیټ نیولی ؤ په زیږو زیږو ښوونکي کتلم، له ځنډ وروسته یې کتابچه راکړه او په مات زړه په خپل ځای کېناستم.