نصواري ژاوله

 
د هوایي میدان د انتظار خونې په څوکیو کې مو تکیې وهلي وې او پرواز ته انتظار وو، چا پاکټي چپس خرپول، چا پاپړ کرسول او چا ژاولې ټسولې.
تر څنګ مې په تنه غټ سړی چې خېټه یې هم په ورونو ویده وه چوپ او سر کوړی ناست ؤ.
ما په غوږونو کې ګوشۍ اچولي وې او نرمې نرمې سندرې راته غږیدې.
داسې ښه شېبه وروسته مې تر څنګ سړي ګوتې شونډې ته ورپورته کړې، مخ یې یو خوا بل خوا تاو کړ بیا یې لاس ځمکې ته ټيټ کړ او له ګوتو یې یو تور ګرد شی وشاړه، تور شی لکه غونډاره په سپینو کاشیو وتیلیده او له موږ مخکې څوکیو کې د ناست ښځې او خاوند د پښو په منځ کې راووته، د پلار په پښو زانګیدونکي ماشومې چې سترګې ورباندې ښخې شوې، نو د پلار له پښو یې راټوپ کړ او د غونډارې په لور په ترپکو ترپکو راغله، په پستو ګوتو کې یې پورته کړه، فکر یې وکړ چې دا خو ژاوله ده نو خولې ته یې واچوله چې غاښ یې ورباندې ټینګ کړ نو ماشومې کریغه کړه، مور یې لاس ورواچوه، د ماشومې خوله توره لړلي وه او اوف اوف یې کول، پلار یې بکس ته لاس کړ د اوبو بوتل یې راویست سر یې ترې خلاص کړ او د ماشومې خولې ته یې ور سرچپه کړ، په سپینو کاشیو تورې اوبه تویې شوې، سړي ګوته ورټیټه کړه په تورو اوبو یې ککړه کړه او پوزې ته یې پورته کړه په حیرانۍ یې وویل: نصوار!
ماته یې مخ راتاو کړ ما په چېپسو خوله وهله، زما تر څنګ سړي ته یې زیږه زیږه ور وکتل خو هغې ځان ویده کړی ؤ.