•┈┈••✾••۰۰۰۰••✾••┈┈•
دغه اوسني تهذیبي کشمکش اوسني نه دي, دا هغه وخت سره اړیکه نیسي کله چي عساکرِبلادِ اسلام او د بازنطیني سلطنت مسیحی پوځونه په 637 ع کال کښي شام په ځمکه د یرموک جنګ لپاره مخامخ شول
هغه وخت نه دا تهذیبي کشمکش شروع دي .
دغه 6 ورځني جنګ راتلونکي تاریخ کښي د نړي پر مخ ځان سره حیرانیدونکي تغیرات راوړل, کله چي نوي اسلامي تهذیب د رومیانو یو ستر تهذیب او تمدن مخ ته ودریدو
او بازنطینیانو په زړه ومنله چي د عربو دښت وبیابان نه پورته کیدونکي د توحید نعره خه په عروج کښي ده
ډېر ژر به دغه توحیدیان عیسوي قابو تمدن او قابو اکثریت لرونکي مذهب نیست ونابود کي .
دغه وخت کښي پاپان په لرزه لرزه راټول شو , او اسلام يي خپل ځان لپاره زوال وبللو او د یرموک جنګ کولو فیصله يي وکړه , فکر يي وکړو چي یو جنګ سره به اسلام ختم کو ( مګر دغه الهی دین کله ختمیدل لري ) د همدي لپاره جنګي اصول جوړ کړاي شو
قسطنطینیه نه د بازنطینیانو مشر په اروپا کښي اعلانات وکړل , د اعلان مهمه نقطه دا وه چي کافر عرب (infidel Saracens) په یروشلم قبضه کول غواړي
او ددي قبضي له وجي د مسیحیت وجود ته خطر دي دغه وخت پاپانو عربو ته ځکه د کافر نسبت وکو چي خپلو عیسویانو ته دا باور ورکي چي اسلام د یهودیت نه هم دوي ته ستر خطر دي .
او دي سره د مقدس جنګ لپاره مسیحې لښکرونه جمه کیدل شروع شو بازنطیني جنډا پورته کړاي شوه د عیسویانو سمندرونه ورلاندي راټول شول تاریخ لیکلي چي له دوه سوه زرو نه ډير د صلیب بنده ګّان راټول شول تر څو محمدي( صلی الله علیه وسلم ) مبارکه شمه مړه کي . د دغي زماني خطرناکه سلاح دوي سره وه , لښکر اماده دي باران میده میده روان دي د هرقل باچا ورور تیوډور سر لښکر کومندان تیارسي ولاړ دي ,( Defence group ) تشکیل شو حرکت لپاره صفونه تیار شول صلیب راوړل شو د صلیب پجاریان د صلیب نه ښکته یو یو صف تیریدل شروع شول تر څو برکتونه ترلاسه کړي
حرکت وشو ټک ټک ټک اسونه مستي کښي ټوپونه وهي اروپایان د نشو تماشو لنډغران فکر کوي چي اسلام نوم اخیستل به نړي کښي کفر وکرځي لکه نن سبا چي دغه مچان ملحدان یا سیکولران فکر کوي چي اسلام مقدس دین به ختم کي.
د دوه سوه زرو صلیبیانو په مقابل کښي 40000 زره محمدي (ﷺ) پتنګان د اسلام لپاره خپل تن سره میدان جنګ ته اماده دي , د مسلمانانو کمان او مشري ابو عبیده بن جراح رضی الله تعالی عنه امانتا خالد بن ولید رض ته سپارلي , ټکر وشو جنګ شروع شو عیسویانو ته تاریخي ماتي ور نصیب شوه د مړو انبارونه ولګيدل د عیسویانو د اعضاء له لاسه منطقه مرداره شوه مسلمانانو زرګونه عیسویان قید کړل او زرګونه يي قتل کړل .
مسیحیانو سره د مسلمانانو اولني ستر جنګ دي چي دي جنګ نه وروسته اسلام د نړي ستر بدلون طرف ته حرکت کوي , تاریخ لیکلي د دغه جنګ زخمونه د صلیبیانو هیڅ کله هم هیر نشو وخت وخت سره يي د تعصب اظهار کړي او دغه تعصب او کینه يي اوس هم په زړه کښي شته.
اسلامي تهذیب او تمدن په دنیا باندي غلبه د عیسویت دغه زخم لا جوړ نه دي او دغه پاپان وروسته شیطاني پلانونه جوړوي او نوي شیطاني لاري پرانیزي اسلام خلاف لکه
(استشراق او تبشیر )
تاریخ وخت وخت سره هغه ظلمونو ته اشاره کړي چي په مسلمانانو سلګونه کاله کیدل او دغه وخت کښي مسلمانان شدید داخلي انتشار له وجي اختلافاتو کښي مبتلا وو لکه نن ورځ
د عیسویانو د ظلمونو خه مثال 1099 ع کال کښي د حرمتونو ښار بیت المقدس ښار باندي صلیبي غاصبینو چي کله حمله وکړه نو د ویني دریاب یی روان کړ لیکوالان چي هغه د وحشتونو سحر لیکي سترګي یی اوس هم له اوښکو ډکي شي , خو الحمد لله هر برید يي په شا شوي تر ننه ورځ بیت المقدس مسلمانانو سره دي
خو تاریخ شاهد دي هیڅ کله هم مسلمانانو او د هغوي حاکمانو له جنګ نه ناوړه ګټه نه ده پورته کړي جنګ کښي يي شدت وو او جنګ نه وروسته مقبوضه منطقه کښي د الله رحمت وو .
په 1187 کال کښي کله چي صلاح الدین ایوبي د عیسویانو مناطق ونیول یو مثال هم څوک نشي ورکولي چي هغه دي عامه خلکو سره ظلم کړي وي
محمد (ﷺ) لښکر د امن لښکر وو قبایلو به خپله خپلي منطقي اسلامي لښکرونو ته سپارلي ترڅو الهي نظام پکښي نافذ شي
مسیحي مؤرخینو خپلو کتابونو کښي ددي خبرو خپله اعتراف کړي
په دي هیله چي خپل تاریخ هیر نه کړو
وروستي