د ملحد ځواب لړۍ- ۱۲/ استشراق (لومړۍ او دوهمه برخه)

 
د اسلام مقـــدس دین ضــــد د کفري نړۍ فکــــري استعماري حرکت څه اوسنـــۍ خبــره نه ده 
دا یو تاریخــــي جـــنګ دی،  نن سبا چې افغانــــستان کې بعـــضې افـــغانان د ګمــــراهۍ لور ته تلـــلي دي، ددې فـــعاليتونو ريــــښې ســـــــــترې فکـــــري جـــــګړې پــــورې رسېږي، دوی اصـــلا د فـــکري جـــنګ له تاریخ او د اســـــلام له مطـــــالعې لرې دي
نو ددې لـــــپاره مــې دا مــــعلوماتي سلســــله شـــروع کړه چې ابـــتدا یې له استشــــــراق څخه کوم.
له خـــــپل رب نه توفیق غـــواړم 
د استشراق مانا: 
 الاستــــشراق تعـــــلم عـــلوم الشـــرق 
د ختـــیځې نړۍ عـــلم او یا ختــــیځ پیژندنې ته وايي  ¹
ادوارد سعـــــید یې، داســــې تعريفـــوي : 
 استشـــــراق د لویدیځــــوالو پاملــــرنه د ختــــیځ خواته په دې نیــــت چې ختیـــځ د خپــــل نـــفوذ لاندې راولي²
اربری یې داســـې تعريفــوي:
د ختیـــــځې نړۍ د علــــومو زده کړې ته ویل کــــیږي  ³
خلاصـــه مستـــــشرق هـــغه چاته وایې چې په ختـــیځو ژبو او ادبـــیاتو کې ښـــــه ماهـــر وي
استــــشراق کـــــلمه اول وار څه وخت وکارول شــــوه: 
آربـــری وايي، د مستــــشرق د کلــــمې پـــيل په (۱۶۳۸)  کال کې د شـــرقي کلیـــسا (یونانۍ کلیسا) د یو غــړي لخوا شوی دی .⁴
دوی ولې دا تحــــریک پیــل کړ؟؟؟ 
صلیـــبي جنـــګونو، چې مســــیحیان ســـتړي کړل او ناکامۍ ســــره مخ شـــول  او پوه شــــول، چې نور مو زحمـــتونه اوبو يوړل، نو هــــغوی ســـره د ټولو ( کـــفري اســـلام دښمنه هــــیوادونو ) خـــپل پلان او فعالیت ته تغیــــر ورکړ، او د اســـلامي امــــت د فـــکر مستـــــعمره کولو لپـــاره یې د دینـــي علومو , عقیــــدوي منــــابعو , قران ســـنت او فــــقهې په زده کولو یې پــــیل وکړ. دوې دا کار د علـــمي جنـــــګ د پیــــل لپاره وکړ، نو ځــــکه یی دغــــه طریقــــه خـــپله کړه، او ددې تحــــریک یعنـــــې استشــــراق ډبره یې کیـــښوده.
د استــــشراق ابتدا :
دکتــــور مصـــطفی { السباعی } خپل کتـــــاب الاستشـــراق والمستشرقون کې ليکلي:
دقيــق څـــوک نشــي ويلی، چــــې اول کوم غـــربي په کوم وخــت کې ددي قصــــد او اراده کړې ده، چې اُندلس ته لاړ شـــي او عــــلوم دې زده کړې، ترڅــــو اســـــلام په اړه شکــــوک او شبـــهات ايـــجاد کړي، خو په اوايـــلو کې، چې کوم مســــتشرق مــــعلوم شــــو هغه (جــــربرت) مستـــــشرق ؤ، چې ۹۹۹ مـــيلادي کې یې اندلــــسي مدارسو ته مــــخه وکړه بیا ورپســي دویـــم (پطـــــرس) وو , دریم جرارډ ډی جریمـــــون Gerard de Gremone وو چې په کال 1156 کې تیر شوي دي ۵
د استــــشراق اول ځل لپاره بنســـټ په 1312 کې کیــــښودل شو.۶
خو انتــــوني ووډ (Anthony wood) بیا وایي: 
سمـــویل کلارک (Samuel clarkee) اولــــنی مشــــهور مســــتشرق و .( الفکر الاسلامي)
د دوی د فعالیت طريقې وسایل لاسته راوړنې:
داندلـــس د اســـلامې عظـــمت په وخت کـې اول د استشـــراق د مــــقصد لپـــاره د مســـلمانانو مدرســـو ته راهــــبان واســــتول شــــول هغـــوی د مسلـــمانو علماؤ څخه د علــــوم اســـلامي، فلــــسفې، طـــب اوریاضـــي عـــلومـــو کې زدکړه وکــــړه؛ کـــله ،چـــې دا خلـــک خـــپلو هیــــوادونو ته ســــتانه شــــول؛ نو د قـــران او عربي کــــتابونو ترجـــمه یې په خپــــلو ژبو وکړه
دوی د اســلامي ثقـــافت او نورو اســـلامي عــلومو زدکړې لپـــاره مدرســـې جـــوړې کړې، چې وروســـته په پوهنـــتونو بدلې شــوې؛ اســـلامې کتـــابونه یې لاتیـــني ژبې ته ترجمـــه کړل؛ ځــــکه چې د اروپا علـــمي ژبه همـــدا وه، اتلســـمه پیـــړۍ، چې راغـــله نو اروپایانو د مســــلمانانو په فـــکري استعــــمار پیـــل وکړ.
------------------------------------
۱ ـ الادیان 
۲ ـ Edward said .Orientalism .c.Newyork.vintage books 1979, 
۳ ـ قامـــــــوس اکسفورډ 
۴ ـ الاستشراق والمستشرقون دوکتور مصطفی سباعي
۵ ـ الاستشراق والمستشرقون دوکتور مصطفی سباعي
۶۶ ـ الفــــکر الاسلامي
د اولې برخـــي پای.
په راتلــــونکې برخـــه کې به تاســې ته ددوی وســــایل، اهـــداف او ډولونه در وپېژندل شي.
هیلــــه منـــد یم چــــې دغه لیکــــنه تر پایه ورســـوئ.


دوهمه برخه
{د مستـــشرقینـــو مــــقاصــد او اهــداف}
اهــداف یې په لويه ســـطحه ۴۴☞ دي چې لاندې به یې یادونه وشي.
۱ ـ ديــــــني اهــــداف ☞
۲ ـ علمـــي اهــــــداف☞
۳ ـ اقتصادي اهـــداف☞
۴۴ ـ سياســي او اســتعماري اهداف ☞
مـــوږ به اول په ديــــني اهــــدافو پــــیل وکړو، چې اهمـــیت یې ډیـــر دی.
ديني اهداف :
لکه څرنــــــګه چــــې يــــهوديان او عيـــسويان خپـــلو مذهـــبونو  ته د الـــله پاک خـــوښ او منتــخب مذهب وايــي، دوی د راتـــلونکي نبي په انتـــظار وو، چې ددوی له ډلو به وي، خو د دوی د غـــلطو کــــړنو له وجـــې الله پاک دوی محـــروم کړل، او د نبوت منصـــب یې د بنو اســـماعيل یو فرد مـحمد ﷺ ته ورکړ، ددوی په زړونو کې د حسد لمبــــې بلې کړې، او تر ننه بلې دي. په ځای د دې، چــــې دوی د الله د نبــــي ﷺ نـــبوت منلی وای، په دښمـــنۍ یــــې لاس پورې کړ، خو بیا هم اســــلام د نورو نړیــوالو په لور ســـرعت ســــره روان و، یهـــودیانو او عيسويانو دا محسوسه کړه، چې یـــوه ورځ راتلونکې ده، زمـــوږ دينــــونه به نيـــست و نابود شي، دې خطــــر ته په کتو دوی خـــپل فکــرونه په کار واچـــول او خپلې تګلارې ته یې تغیر ورکړ.
 د نوې تګلارې پیلیدل به داسې وي، چې یو خوا ته به د مســــلمانانو په زړونو کې د شکــوکو او شبهاتو پردې ځـــوړندې کړو، بلخوا به د یـــهودو او عيسويانو اســـلام ته د داخلــيدو مخه ونیسو، ورســره به په ټــوله دنــیا کـې خپـــل مذهـــب ته تبليــغ پـیل کړو، د هــمدې کار لپــاره دوی د راهـــبانو یــوه ډله تشکــیل کړه، چې د مسلـــمانانو هـــيوادونو ته لاړ شي او اســـلامي عـــلومو زده کړي، وروستـــه په طده کړیو علومو کې داســې خبـــرې جـــوړې کړي، چــې اســلام او مسلمـــانان بدنام شــي. ①
دينـــي اهـــدافو کې دوی د شـــک اچـــولو لپاره (۷) هدفونه غـــوره کـــړل چـــې په اړه یې مســـلمانان ګمـــراه کړي. هغه هدفونه لانــدې ډولونه لري.
۱ ـ د دین په هـــکله شـــک اچـــول
 يعـــنې اســـلام اســـماني دین نه دي د بشـــر لخوا جـــوړ شوی دین دی.
2 - د قـــران په هــــکله
 مســـلمانان د قـــران کریـــم په حـــقانیت شــکمن کول.
3 - د نبـــوت په هـــکله شـــک
یعنـــې نبـــې اکرم ﷺ د الله پاک له خوا نه مبـــعوث شـــوی نه دی
 اګـــر که دوی دلـــته دومـــره ســـتر حقیـــقت نه ستـــرګي پټـــوي؛ ځـــکه چې دده د نبـــوت ذکر خو ټولو مخـــکینې کـــــتابونو کړی و؛ خو د تعـــــصب له وجې مستـــشرقینو دا کار هم وکړ.
4 - د نبـــوي احــادیثـــو په هـــکله: 
 مســـلمانان د نـــبوي احادیثـــو په رابـــطه شکـــمن کول؛ ځـــکه، چــــې دوی پوهـــېدل، چې دا د ټولو قوانیــــنو دویمـــه سرچـــینه او مهـــم ماخـــذ دی.
5 - د اســـلامې امـــت د امامانو په هــکله:
یعنـــې مسلـــمانانو ذهـــنونو کې د أیـــمه کرامــو  صادقانه خدمــــتونو په اړه شـــک اچـــول.
لکــه ګولډ زیـــهر مستـــشرق چې اصلا یــهودې و د امام ابو حنــيفه صیــــب په هـــکله وایي:
امام صـــیب اســلامې تاریــخ څــخه دومره نا خبـــره و، چې نه پوهــیدو چې د بدر او احد په غزا کی کومـــه اول شـــوې؛ په داســې حال کــې چې د امام صیب شـــاګردانو د غـــزواتو په هـــکله ســـتر ستــر کـــتابونه لیــکلي دي.
هر کلــه چــې یې شاګــردان  دومـــره پوه وي نو اســـتاد به څنـــګه ناخــــبره وي.
6 - د اســـلامې تمــدن په باره کې: 
 یعنـــې خلـــکو ته دا باور ورکـــول چې اســـلام کوم ځانـــګړی تـــمدن نه لري بلـــکې هرڅـــه یې له یهــــودیت او نصـــرانیت څخه
اخیـــستي دي. خو بل لور ته خـــپله نامـــتو فرانســـوي مسـتشرق ډاکټـــر ګوستــاولوبون 
په اسلامې تــمدن او عـــربو باندې یو ضــخیم کتـــاب لیکلـــی دی، چې 7911 مخــه لري او هره صفـــحه یې د اســـلامې تـــمدن ننـــداره ده.
7 - د عـــربې ژبې په هکلـــه: 
د مســـتشرقینو د استـــشراق  اهـــدافو نه یو هـــدف د اســـلامې امـــت عـــربې ژبې نه لرې کول دي. ځـــکه دوی په دې پوه و چــې دې کار نه غیر مســـلمانان هیـــڅکله مـــستعمره کولی. نشـــو ولې، چې هرڅـــه ورته اصــلي حالت کې موجــود دي. 
دوی دا خبـــرې شـــروع کړی چې دا اجــتماعي ژبه نه ده فــــقیره ژبه ده وغیـــره.... 
دې کار ســـره دوی غوښتـــل، چې مسلمــان د دې ژبې نه لرې وساتي،  ځکـــه تر کومه پورې چې قران حـــدیث او نور اســـلامي کتـــابونه دوی ســـره په خــــپله ژبه کې پـــراته وي نو مـــونږ به پر دوې کامـــیاب نشو. ②
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
۱ ـ ↑ ضیاء النبی،ج۶،ص۲۸۰۔↑
۲۲ ـ تقابل ادیان
د دوهمې برخې پای 
راتلونکې برخه کې به د دوی وسایل او کړنې په ګوته شي. ستاسو د ملګرتيا په هيله.