د مور بي بي عایشې رضي الله تعالی عنها نکاح او د ملحدانو بې بنسټه نیوکې:
دا چې ولې مې دا موضوع وټاکله لاندې به ځواب شي؟
فیسبوک کې مې ولیدل، چې بې دینانو په دې موضوع سخت پروپاګند شروع کړی دی، ترڅو افغان نوي نسل بې لاري کړي او بیا د افغانانو ګمراهي خو د استعمار په ارمانونو کې دیو ستر ارمان په توګه زړونو کې پاتي ده ؛ بلخوا له بده مرغه زموږ اهل علم اکثره په مذهبي او سياسي جنګونو کې مبتلا دي؛له وجي یې بي دینانو ته میدان خوشی دی؛ که په یوه کیسه کې څومره هم دوی له کذب نه کار واخلي متاسفانه د ګوتو په شمیر وروڼه یې دفاع کوي. الله دې وکړي، چې اهل علم قلم ته لاس کړي. امین
د یو طالب علم په صفت رب کریم نه د کومک او فضل غوښتونکی یم.
ابو خالد عثمان
شپه او ورځ ملحــدينو په دې یوه کړې ده، چې مور بي بي د رخصتۍ په وخت کې د ۹ کلو وه.
راشئ زه درته وایــم او بالکل د ۹۹ کالو وه. له ملحدانو هیله مند یم، چې تر پایه په ځواب کې راسره برخمن شي.
راځو تفصيلي ځواب ته!
د مـــــور بي بي د نکاح په اړه دوی په ټوله کې دوه لاندې نيوکې کوي.
۱ـ دغه وخت مور د واده حالت ته نه وه رسیدلې نو ولې ورسره واده وشو ؟؟؟
۲ـ معاذ الله نبي ﷺ دغه واده نفساني خواهش لپاره کړی.
په ټوله کې همدا دوه اعتراضونه دي، چې ملحدينو همیش کړي دي.
زه به په لمړي اعتراض شروع وکړم کوښښ کوم چې مختصر یې کړم؛ خو که لږ زیات شو هیله ده ملګرتيا راسره پرېنږدئ.
لمړی اعتراض(نیوکه):
۱ـ هغه وخت مور د واده حالت ته نه وه رسیدلې نو ولې ورسره واده وشو ؟؟؟
ځواب:
له هر څه مخکې لمړی په کیسه پوهېدل ډیر ضرور دي، نو دغه کیسه مې مختصره رواخیسته چې ددوی ترمينځ د نکاح کېدو کیسه څه وه؟؟
کله چې حضرت خديجه رضی الله تعالي عنها وفات شوه؛ نو نبي اکرم ﷺ سخت غمګین پاتي شو؛ ځکه هغه یې داسې مېرمن وه، چې په هر حالت کې به د نبي اکرمﷺ ملګري وه؛ په غم، خوشحالۍ... کې. همدا راز د نبي اکرم ﷺ د نبوت اقرار هم اول دې وکړ؛ نو د داسې مېرمنې جدايي په نبي اکرم ﷺ ډیره سخته تمامېده ورځ تر بلي نبي اکرم ﷺ یوازیتوب خواته روان ؤ.
صحابه کرامو هم د نبي اکرمﷺدغه حالت ته اندېښمن وو. حضرت خوله رضی الله عنها بنت حکيم یوه ورځ نبي اکرم ﷺ ته راغله او عرض یې وکړ، چې زه تاسې داسې غمګین وینمه تاسي بله نکاح وکړئ.
نبي اکرم ﷺ ورته وويل چاسره؟
حضرت خوله ورته وويل، چې کونډه او پیغله دواړې شته کومه چې ستا خوښه وي نبي اکرم ﷺ ورته وويل هغه څوک دي؟؟؟
حضرت خوله وويل کونډه سوده بنت زمعه ده او پیغله د ابو بکر رضي الله تعالى عنه لور عایشه رضي الله تعالی عنها ده.
نبي اکرم ﷺ ورته د عایشې بي بي رضي الله تعالی عنها خبره وکړه، حضرت خوله ابو بکر رضي الله تعالی عنه ته راغله او کیسه یې ورته وکړه، حضرت ابو بکر رضي الله تعالی عنه قبوله کړه؛ خو د نبي اکرم ﷺ
نه مخکې د جبیر بن مطعم زوی سره د بي بي عایشي رضي الله تعالی عنها خبره شوې وه (یعنی هغوی اول ورباندې جرګه کړې وه او دوی ورته امادګي ښودلې وه).
نو ابو بکر صدیق رضي الله تعالی عنه لاړو او جبیر بن مطعم ته یې وويل ته اوس په دې کیسه کې څه وايې؟؟؟
(دوستانو تاسي دې خبري ته پام وکړئ، چې الله رب کریم دا نکاح څنګه جوړوي؛ یعني که جبیر بن مطعم منلې وای؛ بیا هم د حضور مبارک نکاح مور بي بي سره نا ممکنه وه خو الله پاک د جبیر ښځې نه څه کار اخلي)
د جبیر بن مطعم ښځه، چې اسلام سره اشنا نه وه خاوند ته وایي یاره زه ددې معاملې نه تیره یم.
که دا نجلۍ زموږ کور ته راغله نو زموږ کور به له دین څخه واوړوي (يعني بت پرستۍ نه ) او دا خبره ماته منظوره نه ده.
①②③
د لمړۍ اعتراض ځواب جريان لري وروسته به دوهم سوال ته ځواب وایم دوستانو نه یو وار بیا هیله کوم ښه په دقت زما لیکنه وګوری ملحدينو ته په اخر کې د پوښتني ازاده اجازه ده تر څو ځواب کامل شې مننه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱ـ ↑ امام احمد بن حنبل: مسند احمد، جلد 6 صفحہ 211۔
۲ـ ↑ سید سلیمان ندوی: سیرت عائشہ، صفحہ 25، مطبوعہ لاہور۔
۳ـ ↑ ابن سعد: طبقات ابن سعد، جلد 4 جز 8، صفحہ 566، مطبوعہ لاہور
پوښتنه دا پیدا کیږې
چې په جزیره کې د مور بي بي په دې عمر کې رخصتۍ اوله کیسه ده که نه هغه وخت کې دا ډول وادونه عامه خبره وه
ځواب:
د هرې ټولنې، سیمې او ټبر، جغرافیايي، ټولنیزې او وراثتي ځانګړتیاوې د انسان په وجود مهم رول لوبوي موږ تاسو باید اوسني ۹ کلنۍ ته د هغه وخت ۹ کلنی فکر ونه کړو
دا هغه وخت ۹ کلني جينۍ داسي واده کول عامه خبره وه، جزیره کې ډير داسي واقعات شوې، جزیرة العرب ګرمه صحرايي علاقه ده ګڼو کتابونو د جزیري د جینکو د بلوغ عمرونه په هغه وخت کې ۸ یا ۹ کاله لیکلي دي
زه به د بيلګي په طور یو څو مثالونه تاسي ته وړاندې کړم
۱ـ د مور بي بي عایشي رضي الله تعالي عنها خپل اقرار : جیني چې کله نهه کلنۍ ته ورسیږي، نو هغه ښځه شي.
۲ـ له امام شافعي رحمه الله څخه روایت دې:
په تهامة کې جینکۍ په نهه کلنۍ کې بلوغ ته رسیږي
۳ـ بیا امام شافعي رحمه الله فرمایي :
ما د یمن صنعاء ښار کې، یوه یویشت کلنه ۲۱۱نیا ولیدله، یعنې د لمسیانو خاونده وه په داسي شکل سره چې هغه په نهه کلنۍ کې بلوغ ته رسیدلې وه، او لس کلنۍ کې يې لور راوړې وه، او هغه بیا په نهه کلنۍ کې بلوغ ته رسیدلې وه، او په لس کلنۍ کې يې بچۍ راوړې وو①
۴ـ ډیر مستند طريقي سره بل ثبوت چې یو ښځه په عربستان کې په ۱۸ کالو کې نیا شوه
۹کالو کې دې لور زیږولی بیا ۹ کالو کې ددي لور لور زیږولی ۔ سنن دار قطنی کې داسي الفاظ راغلي
حدثنی عباد بن عباد المهلبی قال ادرکت فینا یعنی المهالبة امرأة صارت جدة وهی بنت ثمان عشرة سنة، ولدت تسع سنین ابنة، فولدت ابنتها لتسع سنین فصارت ہی جدة وہی بنت ثمان عشرة سنة①
۵ـ حضرت علی رضی الله عنه
د خپلې لور ام کلثوم نکاح عروة بن الزبیر سره په کم سنی کې کړې وه②
۶ـ عروة بن الزبیر د خپلې وریری نکاح خپل وراره سره په هم دې کم سنی کې وکړه②
۷ـ عبداللہ بن مسعود-رضی الله عنه ښځې د خپلي لور نکاح ابن المسیب بن نخبة سره په هم دې کم سنی کې وکړه ۔②
دا وو دوستانو په جزيرة العرب کې هغه وخت سره د ۹ کالو عمر نکاح لپاره عام کیدل
خو دلته مو بلی نقطې ته پام راوړم د بي بي د صحت به باره کې ځانګړي تدابیر نيولي شوي وو، ددوی مور دوی ته ښه خوراک ورکولو تر څو نوره هم وده وکې نو له همدي وجي هغه قوت بي بي ته حاصل شو چې د یو خاوند مخي ته ورتلی شي
ابو داود کې په خپله مور بي بي کیسه کوې رضي الله تعالي عنها، زما مور زما د جسماني ترقي لپاره ډیر تدابیر اختيار کړل، اخر د یو تدبیر نه ډیره فایده وشوه او زما جسماني حالت ډیر ښه شو③
همدي لپاره نووي ليکلي وکانت عائشة شبت شبابا حسنا
یعنی حضرت عائشي-رضی الله عنها-
ډیر په عمده ګې سره سن شباب پوري ترقي کړي وه④
قدر منو دا وو هغه حالات چې جزیره کې دا عامه خبره بلل کیده راتلونکي برخو کې درته د نن سبا وخت حالات به هم درته بیان کړم چې نن سبا وخت کې ۸ کلنی یا ۹ کلنی جینی حاملي شوي او نورو برخو کې به ساينسي علومو ته هم ودانګو هیله مند یم چې تر پایه راسره مل اوسي مننه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱ـ استاد نور الله احمدزی صیب
۱ـ (دارقطنی، جلد۳، صفحه ۳۲۳، مطبوعه: لاہور پاکستان)
۲ـ (الفقه الاسلامی وادلته جلد۷، صفحه ۱۸۰)
۳ـ ابوداؤد جلد دوم صفحہ ۹۸
ابن ماجہ صفحہ ۲۴۶
۴ـ (نووی ۴۵۶/۳۳)۔
۱۴۰۰کاله مخکيني حالت خو مو وکتو اوس به راشو اوسني حالت ته !
۱ـ واشنګټن پوست ورځپاڼه په خپله برېښنا پاڼې کې دمکسیکو چارواکو له خولې لیکي چې تېره اونۍ د مکسیکو په لویديځ جلیسکو ایالت کې یوې ۹ کلنې جینی ماشومه زېږولې ده، هغه هلک هم اوس نا درکه دی، حکومت ور پسې ګرځي تر څو معلومه کړي چې پر ډیفني جنسي تیری شوې؟؟ او که د ډیفني په رضا دا کار تر سره شوې، دا په داسې حال کې چې جینې اعتراف کړی چې د ماشومې ورک پلار یې خوږ ملګری و.
http://www.washingtonpost.com/…/bb5901ae-70b4-11e2-b3f3-b26…
د مکسیکو د روغتیايي چارواکو په خبره په نوموړي هېواد کې هر کال تر ۴۸۰۰۰۰ پورې داسې نجونې چې له ۱۴ تر ۱۸ کلنو پورې عمر لري اولادونه زیږوي، او کله کله داسې هم پېښېږي چې د ۱۰ او ۱۲ کلنو نجونې میندې شي، ګرانو دوستانو دا ۱۴۰۰ کاله بعد اوسني زمانه ده ۲۰۱۶ کال تاسي کوم ملحد ليدلي چې دغه راپور یې ډنډوره کړې وي نه هیڅکله به داسي نه وې ځکه د هغوي دښمني يوازې اسلام سره ده امریکا سره خو نه ده
۲ـ څو میاشتې وړاندې په کولمبیا کې یوې لس کلنې نجلۍ ماشومه زیږولې وه، چې په هغه وخت کې د نړۍ په کچه کوچنۍ مور وګڼل شوه، http://www.dardashchat.net/news-action-show-id-2539.htm مګر دا دي مکسیکۍ پر کولمبیایۍ واړوله، اوس نو ډیفني د نړۍ په کچه تر ټولو کوچنۍ مور شوه.
د یو امریکايي څېړنیز مرکز د پلټنو له مخې په امریکا کې ٪ ۸۰ نجونې چې عمرونه یې د ۱۳ تر ۱۷۷ کلونو پورې دي په غیر قانوني توګه حاملې کېږي.
http://alhayat.com/Details/454033
د پام وړ دا چې د ډیفني مور وايي چې لور يې په اته کلنۍ کې حامله شوه، کله چې ډاکترانو ډيفني او ماشومه یې له روغتون نه رخصتولې د دواړو روغتیايي حالت د ډاډ وړ و، او دا یو ځل بیا هغه بې ځایه او بې اساسه اندېښنې په سیند لاهو کوي چې وايي په کم عمر کې د نجلۍ واده کول مور او ماشوم ته روغتيايي ستونزې پنځوي.
۳ـ د هندوستان په دهلي ښار کې د ۷ کالو نه هم کم عمري جيني اولاد شوي کله چې داکار وشو نو د هندوستان دولت ددي خبر په عمومي نشر بندیز ولګولو دا پيخه د هندوستان وکټوريا شفاء خانه کې ثبت ده او ورځپاڼې اخبار مدینه ددې خبر عمومي نشر وکړو چې دولتي جنجال سره مخ شوه
( اخبار مدینه بجنور، مجریه یکم جولائی ۱۹۳۴/ بحواله نصرت الحدیث صفحه ۱۷۱)
ساينس په ډاګه اقرار کړې چې وخت او زمان سره انساني وجود خپل حالت نه تغیر خوري او ګرم ځاي انساني وجود ته خپله ژر وده ورکې او بلوغ ته یې وړي د آسټراليا یوي تحقيقاتي اداري چې د انسان په وجود باندې یې تحقيقات کړي او د تحقيق نتیجه کې هغوي په تیرو ۴۰۰۰۰ کالو کې د اروپايي هلکانو د قد اوچتوالې په څلورو حصو ويشلي چې ددوی قدونه د خوراک د کمي او زياتي سره هوا سره خوراک سقاک، فاميلي نصب وغيره سره تغیرات خوړلي هغه څلورو حالتونه لاندې ډول دي
1 - 40,000 years ago: European males – 183 cm (6 feet).
2 - 10,000 years ago: European males – 162.5cm (5 ft 4 inches).
3 - 600 years ago: European males – 165 cm (5 ft 5 inches).
4 - Today: European males – 175 cm (5ft 9 inches).
دغه د خبر عمومي لینک دې
https://australianmuseum.net.au/how-have-we-changed-since-o…
او دا هم خپله ډاکټر نوم او ادرس
Dr. Fran Dorey ,
Last Updated: 30 October 2015
Related sections
Australian Museum
1 William Street
Sydney
NSW 2010 Australia
(02) 93206000
۱ـ ۴۰۰۰۰ کاله مخکې اروپايي سړي ۱۷۳ ساتنې ميټره وو يعني ۶ فټ
۲ـ ۱۰۰۰۰ کاله مخکې ددوی وجود د حالتونه سره تغیر واخيست ۱۶۲۰۵ يعني ۵ فټ ۴ انچه پاتي شو
۳ـ ۶۰۰ کاله مخکي دغه قد د حالتونو سره بیا تغیر وخوړ او ۱۶۵ سانټي ميټره شو چې ۵ فټ ۵۵ انچه جوړيږي مخکې حالت نه بیرته زیات شو
۴ـ او نن سبا چې دوی کوم قد ريکارډ کړې دا بالکل ۴۰۰۰۰۰ کاله حالت ته نیږدي شو او د مخکيني حالت نه ډیر پورته لاړو چې ۱۷۵ سانټي ميټره شو يعني چې ۵ فټ ۹ انچه جوړیږي یعنی ۶۰۰ کاله کې ددوی وجودونو په خپل قد کې ۱۰ سانټي ميټره لوي والي پیدا کړو د بي بی وخت خو ۱۴۰۰ کاله مخکي وو يعنې دوچند نه هم زیات وخت یې دي
قدرمنو دوستانو دا وو د ملحدانو په هغه تبليغاتو باندی رد چې دوی د بي بي د قد په رابطه او د کم عمر په رابطه کول چې له تاریخ، موجوده حالاتو او له ساينس نه مې ورته رد کړل يقيني چې همدا نن سبا موږ تاسي وګورو د یوی کمزوری کورنۍ ۹ کلنه ماشومه او د صحت مندي کورني ۹ کلنه څومره فرق لري پاتي خو ۱۴۰۰ کاله مخکې زمانه چې ټول خوراکونه قدرتي او تازه وو ګرانو دوستانو راروانی برخي کې به بیرته کیسي ته راشو هیله مند یم چې راسره ملګري اوسي مننه
څه ډول، چې ملحدینو له اصل کیسې غلطي ډنډورې جوړې کړې دي له یو سره ټولې عبس دي.
۱ـ ابو جهل او ابو جهل
هغه ابو جهل چې د نبي اکرم ﷺ لپاره هر وخت په مورچه کې ناست وو، چې ولې دغه اعتراض ابو جهل، ابی بن خلف یا نورو مشرکانو نه دی کړی په حضور مبارکﷺ ؟؟؟
له ملحد زیاته د هغوی نبي ﷺ ته غصه راتله؛ څو څو وارې یې د نبي اکرمﷺ د مرګ کوښښ وکړ، د نبي اکرم ﷺ هر اقدام یې اعتراض لاندي نيولی دی؛ خو د مور عايشه﴿رضـــــي الله تعــــالی عنها﴾ په نکاح ټول مشرکان ولې غلي وو؟؟
کوم ملحد به ځواب ووايي؟؟؟
۲ـ حضرت خوله ﴿رضـــــي الله تعــــالی عنها﴾
ورته وويل، چې کونډه او پیغله دواړې شته کومه چې ستا خوښه وي نبي اکرم ﷺ ورته وويل هغه څوک دي؟؟؟
حضرت خوله﴿رضـــــي الله تعــــالی عنها﴾وويل کونډه سوده بنت زمعه﴿رضـــــي الله تعــــالی عنها﴾ ده او پیغله د ابو بکر ﴿رضـــــي الله تــــعالی عنه﴾ لور عایشه ﴿رضـــــي الله تعــــالی عنها﴾ ده.
قدر منو دوستانو د کلي وطن خبرو ته پام وکړئ؛ یوه مشره ښځه نبي اکرم ته په کلي کې د واده لپاره د مور بي بي نوم ورکې په خپله نبي اکرم غوښتنه ابو بکر﴿رضـــــي الله تــــعالی عنه﴾ نه نه وه کړې بله دا چې د مشرې ښځې له مشورې دا خبره ثابته شوه، چې مور عايشه﴿رضـــــي الله تعــــالی عنها﴾ دغه وخت د نکاح لپاره مناسبه وه.
۳ـ عایشي ﴿رضـــــي الله تعــــالی عنها﴾
ته په خپله د هغې مور د واده کیدو لپاره رخصتۍ ورکړه د نبی اکرمﷺ له اړخه د رخصتي غوښتنه نه وه شوې.
قدر منو دوستانو دا هر څه یو خوا ته کړئ لږ مو خپلي مور ته وګورئ یوه مور به داسې وکړي چې د هغې لور واده ته اماده نه وي او دا دې لور ته رخصتي ورکړي؟ نه هیڅکله نه!
۴ـ د ابو بکر صدیق رضا کیدل
او بیا نو د ابو بکر غوندي پلار رضا چې موږ تاسو د هغه د ذره برابر هم غیرت او ایمان نه لرو.
۵ـ بي بي باندې د جبیر بن مطعم﴿رضـــــي الله تــــعالی عنه﴾د زوی جرګه نبي اکرمﷺ نه هم مخکې کیدل په دې خبره ستر دلیل دی، چې دا ډیره عادي خبره وه او مور د واده حالت ته رسيدلي وه.
۶۶ـ د ټولو نه ستره خبره زما د ښکلي نبي آماده کیدل په واده باندې هغه نبي، چې انسانیت لپاره رحمت للعالمینﷺ دی؛ هغه نبي چې ګاندهي د هندوستان د یو ملیارد خلکو رهبر یې په اړه داسي وایي:
زما ايډيال محمد دیﷺ
هغه محمد،ﷺچې فرانسوي لوى ساینس پوه (ژان ژاګ روسو) یې په مینه کې ليونی شو بې اختياره یې چیغې کړې:
اې! محمدهﷺ! اې! قران راوړونکيه چيرې يې؟ راشه زمونږ ﻻس ونيسه. هر بڼ اوګلزارته، چې دي زړه وي موږ بوځه، ته که مونږ دسمندر دبلاګانومنځ ته غورځوې هم درسره ځو؛ ځکه چې ته زموږ په ژوند اوژوندون پوه يي.
قدر منو اخري نقطې ته راځم د اول سوال چې اخر ولې دا نکاح په داسي شکل سره وشوه چې نبي اکرمﷺعمر دې زیات وي او د مور بي بي دې کم وي.
د لاندینیو خبرو له وجې:
۱۱ـ نبي اکرمﷺ ته د خپل عمر د کم پاتې کیدو اندازه وه؛ نو غوښتل یې داسې یوې نجلۍ سره واده وکړي، چې دی یې خپل تربيت او درس لاندي ونیسي؛ تر څو له وروسته دین ته خدمت وکړي.
تاریخ ددې خبرې شاهد دی، چې ډیر ځلې د صحابه کرامو تر مینځ فيصلې مور ﴿رضـــــي الله تعــــالی عنها﴾ کړې دي. کله به چې مور نه وه د فیصلې کیدل نا ممکن وو؛ ځکه مور وه، چې هغه حالتونو سره مخ شوې وه او بل دربار نبيﷺ یې تربیت کړې وو.
مور عائشه﴿رضـــــي الله تعــــالی عنها﴾
-(48) کاله پوري د حضور وفات نه وروسته ژوندۍ وه، او د دین خدمت یې کولو د زرقاني روایت مطابق ۶۶ھ کې حضرت عائشه﴿رضـــــي الله تعــــالی عنها﴾ ددې فانې دنیا نه کوچ وکړ ۔ (زرقانی، الاستیعاب) او صحابه و تابعین ددوی د ذهانت، فراست، ذکاوت، بصیرت، او علم نه ۴۸ کاله استفادې پورته کړې ده.
مور بي بي﴿رضـــــي الله تعــــالی عنها﴾
نه (۲۲۱۰۰) مرفوع احادیث صحیحه روایت شوي دي چې دغه تعداد د ابو هریره﴿رضـــــي الله تــــعالی عنه﴾ نه وروسته ټولو نه ستر تعداد دې
(زرقاني جلد ۳، صفحه ۲۲۹-۲۳۶)
علامه سید سلیمان ندوی بیا خپل نظر ورکي ندوي صیب فرمایي چې د کونډې په مقابل کې د بي بي عایشي خوښولو کې د حضور مبارک مقصد د نبوت او خلافت ترمینځ اړيکې نورې هم مضبطول وو.
وروستي