
ښځه زما له انده دشکلونو او رنګونو يوه ګډوله ده ( پيکاسو )
ښځه بڼ دی ،کله ناکله داسې شاړه شي ،چې له مړغوني پرته دبل څه دکر وړتيا نه لري ( ابراهيم نوار)
ښځه .... دملايکو او بشر ترمنځ يو مخلوق دی ( بلزاک )
ښځه داعلان په څير ده خپله موخه دڅو ځل تکرار له لارې تر لاسه کوي ( دورانټ )
ښځه لکه لړم ، دژوند په دښته کې خپله لار باسي ... که څوک ېې پر وړاندې ودريږي ټک ورکوي ( اناتول فرانس )
په ژوند کې له ښځې پرته بل تروتازه څه نشته ( کونفوشيوس )
ښځه دسړی تر ټولو ستر روزنکې ده همدا ورته ښه خصلتونه ، سلوک او باريک احساس ور زده کوي ( اناتول فرانس )
ښځه ... خپله ناروغي ده ( ابقرات )
يوازې ښځی راته زده کړي ،چې ښځه څه ده ( کبلنګ )
ښځه د ټولو بدمرغيو سرچينه ده ( سقراط )
ښځه ساده مخلوق دی پېداېښت ېې پيچلې نه دی يیرکه سړی کولای شي په يوه نظر وپوهيږي ، چې په زړه کې څه تيريږي ( امينة السعيد)
ښځه لکه ستوری سړی پرې لار معلومولې شي له دې پرته به په کنډوکپر سر وي ( سکشپير )
ژبه دښځی وسله ده نو څرنګه به ېې له پامه وغورځوي ، چې زنګ ېې ووهي .