د ملحد ځواب لړۍ - ۱ /  شراب ولې حرام دي؟

بسم الله الرحمن الرحیم
بي دینان اعتراض کوي چې شراب ولي حرام دي درحاليکه شراب بدن ته فایده ورکوي ؟
•┈┈••✾••۰۰۰۰••✾••┈┈•
راځئ چې دې باطل اعتراض ته پام وکو
يأيها الذين آمنوا إنما الخمر والميسر و الانصاب والازلام رجس من عمل الشيطن فاجتنبوه لعلكم تفلحون
ژباره - اې مومنانو په تحقیق سره شراب ، قمار، بتان او د غشو فال نیول دا ټول ناولي او شیطاني کارونه دي ، له دیی نه ډډه وکړي هیله ده چي تاسي د نجات او فلاح ښاوندان شي .
نبی کریم (ﷺ) فرمايي
هر مشروب شي چي نشه راولي حرام دي .
بل مقام کی فرمای (ما اسكر كثيره فقليله حرام)
د شرابو د حرمت په هکله ددی نه مخکښي دوه حکمونه راغلي وو ، ولي دي وروستي حکم د غوڅ حراموالي ذکر کړی دی پس له دي نه حضرت محمد (ﷺ) امر وکړ اوس چي د چا سره شراب وي هغه نه څکلی شي او نه یی خرڅولی شي بلکې ضایعه یي کړئ .
همدي خبري سره د مدینې منورې په لارو کښې شراب وبهیدل ، بعضو نبي اکرم(ﷺ) نه سوال وکو چي که جواز وي دا به یهودیانو ته په سوغات کښي ورکو؟
نبي اکرم(ﷺ) ورته وویلي چي چا شراب حرام کړي نو په سوغات کښي ورکول یی هم حرام کړي .
راځي چي وگورو د شرابو أضرار او تاوان ته !
شریعت اسلامي یو پاک شریعت دی چي د انسان د وجود, د وخت, د عمر, د صحت دپاره هر مقام کښې ډیر ښه اصول په نظر کښي نیسې نو شراب هم د هغه شیانو نه دي چۍ انسان ته ضرر رسوي .
1 . نبی کریم(ﷺ) فرمايي چې شراب چیکونکي دومره لوی گنهگار دي لکه بت پرست.
2 . شراب د انسان په زړه کښې کبر راولي او بیا هغه شرابي انسان د کبر له وجي نه قتل کول هم یو عادي شي گڼي تازه ترین راپور دی چي روان کال په آمریکا کښي د عامو نشیانو د لاسه 8000 نفر قتل شوي.
2 . مدهوشې او نشي دلاسه په ټوله دنیا کښي د موټر ټکر کیږي , چې اکثره ترافیکې واقعات ګورې نشه کونکي به ورکې داخل وي نو ددي تفصیلات خو جمه کول ډیر مشکل دي او نا ممکن دي چي تاوان یي کوم حده پورې دی .
3 . یو طبې عالم ( سر بنټان) واي چي که چیرته 100 نفره شراب نوش کوونکې خپل کور کې مړه شي نو قوې خبره دا ده چي 80 یی د الکولو د لاسه مړه شوې دي .
4 . یو طبیب ( د هوګو) په نوم وایي چې شرابې عمر د غیر شرابې په مقابل کي 10 کاله کم وي د طب له نګاه نه .
5 . همداسې د شرابو اثر په راتلونکي نسل باندې دیر بد وي که یو شخص د نیشې په حالت کې مجامعت وکې نو په دې حالت کې ماشوم ته 35 فیصده ( الکلیستم) عوارض منتقل کیږی او چې جانبین نشه وې نو خطر 80 فیصد نه هم زیات شې چې دا ډیره خطرناکه مرحله ده .
ډاکټران وايي دداسې ماشومانو د پیدایښ نه بعد ژوندې پاتې کیدل ناممکنه خبره ده
او د دواړو یا د یو جانب د نشې اثر د ماشوم په وجود باندې ډیر بد اثر کوې .
6 . شراب د وجود ( قوه مقاومت ) له مابین نه وړي چې کله دا قوه ختمه شي نو د بدن په ټولو سیسټمونو منفي اثر کوي یو هوښیار انسان به هیڅ کله هم داسې ونه غواړي .
7 . د جامعه شناسې علماء واي , چې ټولنه باید د هغو اعمالو مخه ونیسي چې جامعه کې د نظم د اخلال سبب گرځي که مخه یې ونه نیول شې نو نتیجه به دا شې چې جرایم فساد او بي امنې به زیاته شې او عدالت او مساوات به ختم شې .
8 . (نیون موءسيسې) د یو اروپاي هیواد د شرابیانو د جرائمو یو لیسټ خپور کړې دغه راپور لیکلي چي ددوې دلاسه 
قتل 50 فیصد په 100% کښي
جراحي جرایم 88 فیصده 
غلا او سرقت جرایم 90 فیصد ه
جنسې جرایم 90 فیصد ، په سلو کې شوې
9 . د اقتصاد علماء واي چې شرابو باندې شخص ته او دولت ته ډیر لوی تاوان رسیږې انسان باید خپل کور او خپل اقتصاد ته پام وکړي
د فرانسې هیواد (اقتصادي تاوان) ته چې د نشې له وجې شوې یوه کتنه شوې 
دې هیواد ته نشه کوونکو د لاسه په یو کال کې ( 80 ملیارده فرانکو) نه زیات تاوان رسیدلی دی چې د هغې د جملې نه امنیت تامینولو باندې 40 ملیارده نه زیات ، او د شرابیانو لپاره طبي مراکزو باندي 15 ملیارده ، عمومي او خیریه کومکو باندې 20 ملیارده نه زیات مصرف شوی .
10. د کیمیا د علم له مخې د شرابو نقصان او ضرر
دا د vit B1 د کموالې سبب ګرځې چې عصبي ناروغي پیدا کوي ، په بدن کي ( Vit Bcomplex) کمیږی دغه عمل ځیګر ته تاوان رسوي ، د پښتورګو د فلټریشن په کار کې ستونزې پیدا کوي.
الکحل مرکزې عصبي سیسټم ته ډیر خطرناک تاوان رسوې چې زیان یی ( Cortex ) ته رسي ، معدې ته شدید تاوان ورکوې د دې له وجې قلبي سکته هم پیدا کیږی .
الغرض پوهانو د شرابو تاوانونه 300 پورې شمیرلې دې چې تول یی دلته بیانول ممکنه کار نه دی نو باید خپل ځان , کورنې ,ملت او دولت باندې رحم وکو اود جناب اقاې نامدار (ﷺ) په نقش قدم باندې خپل ژوند تیر کړو الله دې وکړي چی نشه کوونکي په اخلاص سره توبې ته رجوع وکړي او الله رب العالمین نه معافی وغواړي.