
موټر د سنګ نوشته له پاټک سره ودریده، ډریور کوز شو له ټرانسپورټ څخه یې پر سرک د تک پارچه راواخیسته او بیا روان شو، ټایرونه به یې دوه لټه نه وي اوښتي چې دوو ښځینه پولیسو له سړک پورې غاړې رامنډه کړه او موټر ته یې لاس راکړ: برېک برېک!
دواړه د مخ سیټ پلو راغلې، یوه زړه وه خوله یې پټه وه او دا بله ګردۍ مردۍ پخه پېغله وه، په شونډو یې جیګري لبسرین راکش ؤ او غمبري یې هم سره کړي وو، خولۍ یې له سر لرې کړه او تخرګ کې یې تخته کړه، خوله یې رانږدې کړه او په موسک خوله یې وویل: سلام! ایستري مه شي! دا بوجیان د چا دي؟
ــــ علیکم سلام، د څه بوجیان؟
ـــــ دا موتر جنګله چې پاس ورباندې ایښي دي دا بوجیان!
ـــــ خاخا! دا دې موټر د پاسه جنګله کې ایښي بوجۍ یادوې؟ دا خو زما تر څټ سیټ کې، د ناستو نفرو دي.
ـــــ له کوم ځای راوري دي؟
ــــ له سعودي یې راوړي دي!
ــــــ دېر شه! ورته ووایه چې موژ ته برخه ورکري؟
ــــــ د څه برخه؟ بوجۍ درته راکوزه کړي؟
ــــــ نه نه! موژ ته دې پیسه ورکري!
ــــــ ولې یې درکړي په کومه خوشالۍ کې !
ــــــ ځیکه ورکري چې له مسافري روغ راغلیدي او بندلان پیسه به کورنۍ ته یوسې، موژ شځې پولیسان یوو تاسو ته تول ورز باندې دلته ولار وو کې ستاسو امنیت موژ باندې وساتو او تاسو راحت کورونو باندي ولار شئ !
ـــــ نو تاسو ته معاش نه درکوي همداسې وړیا دنده کوئ؟
ـــــ سي معاش ورکوي؟ خو لس نیم هزار پیسه ورکوي دا کفایت موژ ته نه ورکوي.
سړي ته مې مخ ورتاو کړ ما وې لاره اوږده ده که څه لرې خو وریې کړه؟
ګوتې یې جیبونو کې ووهلې څلوېښت افغانۍ یې راکړې هغه مې پولیسې ته ګوتو کې ورکړې، په ګوتو کې یې وچخړیلي، خوله یې کږه کړه او د مرچو پیري پرې ننوت، روپۍ یې بېرته زما په ټټر راوویشتې په غوسه یې وویل: دا کم دي دا نه غوالم ځان سره کورته ویسه!
روانه شوه تر شا مې ورپسې غږ وکړ: هې! ته یو ځل راشه!
چې راغله ما وې لاس دې راکړه، لاس یئ راکړ په مړوند کې مې ونیوه روپۍ مې په ورغوي کې ورکېښودې او ګوتې مې ورباندې ورټلو کړې بیا مې ورته وویل: دا زما نه دي، داسې وکړه چې زما تر څټ کړکي ته لاړه شه دا روپۍ هغه سړي ته وروړه که په سر یې ورولې او که په ټټر یې ورولې ځکه چې تاسو ته یې همدا روزنه درکړي ده چې په نظامي جامو کې د خپل جنس څخه په ګټې اخیستنې د موټرو تر مخې ودرېږئ او د مسافرو له جیبونو یې د برخې یا بخشیشۍ په نوم راشوکوئ.
لاس مې یې پرېښود، پولسې دواړه لاسونه د پتلون جیبونو کې ومنډل او بیا یې په موسکه خوله وویل: بس بس همدا پیسه بس دي خپه نه شي لار شئ شه سفر شه سفر.