زمرد د مار سترګې ړندوي/ ۱۲ برخه

 
د شمې  تته رڼا، د ناهید عزت او حیا
 
                 ژمى و، بدژمى اوسوړ ژمى، دكابل دساړه ژمي كيسه ددغه ښار دساړه مزاج له اوږده تاريخ سره تړلې ده .دكابل ژمى ډيرتريخ وي ، پخوانيو چې په كابل كې ژوند كاوه هغوی به  دسړو شپولپاره هرڅه ، اوړه، لرګي ، غوړي ، وچې ميوې اونورد اړتيا وړشيان ان په اوړي كې برابرول ، په ژمې كې به ډيره لږه ددې لپاره اړتيا پيداكيده چې سړى دې د واورو او اورښت په سختوشپو ورځوكې  بازارته په پورتنيواونورو شيانو پسې په آسانۍ سره ووزي ، ځكه چې په دغه ترخه موسم كې ددغوشيانو پيرودل اواخستل اودهغو ځاى پرځاى كول په خپل وار يوه غميزه وه اویوه ستونزه  چې خلكو اوپه تيره بيادكابل ښار اوسيدونكو هغه پرځان نه اخيسته ...ځکه به یې دژمي لپاره دكوټو تودولو اړين څيزونه لكه لرګي اوسكاره هم ددغه موسم په سركې برابرول ، همداوه چې كابليانوبه تل په  ژمنیو سړو شپوكې دامتل سره وايه چې  : بې پلوباش بې الونه ...
اوياداچې يوه شاعرته چې ددغه موسم ترينګلتيا دلته داوسیدنګ پرمهال ورمعلومه شوی ،کلونه  كلونه مخكې ددغه موسم درد ته دا شعر په همدغې مزې سره شرنګولى وچې :
                   په كابل كې چې هستيږې  _ غم به خورې دصندلۍ ...
خوله بده مرغه چې په دې وروستيوكالوكې خبره په څټ شوه ، په دې چې ژوند په کابل کې  دومره لنډوتنګ شو، چې دكابل ښار اوسيدونكي اوس يوازې سره لاس اوخوله شوي وو، لامل يې هم داو چې په وطن سخته راغله ، یوموده  روسان پرې راوبلوسيدل او بیا پرې دشمالي دغلو وارشو چې ټول خلك ترې هرې خواته ووتل ،په كابل باندې دژوند بې باورۍ خپل سيورى را وغوړاوه . ځكه نواوس ډيروختونه خلك نه په ژمې پوهيدل ، اونه هم په اوړي ، يوازى په دې كې وو چې شپه او ورځ يې سره تيره شي اوبس ...
داخوعامه خبره وه ...  دابايد يوې خواته پريږدو، دايويونيم كال چې دخلكو په خبره دا ملايې ياجهادي سيلۍ پر دغه ښار راغبرګه شوې وه ، داښار اوس د داړو او لوټمارو په منګولو كې لويدلى و، او اوسیدونکو یې د وحشت په درانه ښكيل كې لكه دققس د مرغانو غوندې یوازې  دمه ايستله اوبس ...
اوكابل اوس لكه (پاچاخان ) په يوازې توګه دظلم اووحشت په وړاندې په يوه ټكي چې هغه آزادي وه ګنګار و اوپه دغه تور په زندان او دغه توره تیاره کې دنګ ولاړو ... دهمدغه يوه ټكي آزادې په ګناه دغه اوسنۍ  په سپینه جامه کې توره بلا ورغاړې وتلي وه. اوهم دغې تورې بلاته يي دزغم تندى په اوچتياسره نيولى و ... کابل ښايې  په دى پوهيده اويابه به يې لكه خوشال بابا غوندې څه په زړه كې وو. لكه چې هغه به هم دكم اصلو اونارواوو په وړاندې چغې وهلې چې :
...چا چې ماسره وهلى سرپه سنګ دى ...
 
ژمى و، بدژمى اوسوړ ژمى، خوله دغې سختې يخنۍ سره سره هم دكابل په زړه كي داورونو اوجګړو لمبوپرخلكوباندې داسې قيامت جوړكړى و، چې اوس داوبوپرځاى وينې پكې كنګل كيدې ...  نژدې يوه مياشت كيده چې د ناهيد دوى په كوركې چا ددې لپاره وخت نه شوموندلاى چې خپل معمول كالي په خپل وخت سره  ومينځي ،په دې چې نه اوبه وې اونه هم په كابل باندې دګوليو باران سړي ته وخت وركاوه چې هغوی دخپل کالي دكورپه انګړ اويا برنډه كې دژمې يخ لمر ته وغوړوي ...اوبه په نلونو كې نه راتلۍ ، په دې چې په هرخواكې داوبو نلونه وسله والو غلو ايستل او په كباړوالاوویې چې له پاكستانه ترمجاهدينو (!)  مخكې را رسيدلي ووخرڅول ...په دغه ورځ چې كله دناهيد مور سهار وختې له لمانځه سلام وګرزاوه ، دعايې وكړه، نويې ناهيد ته وكتل اوورته ويې ويل :
_ اوجلكۍ . پوره يوه مياشت شوه ،كاليو ته مو لاس نه دى ور وړى ، سم جټان رانه جوړشوي ، جنګ جنګ دابه نه ختميږي ... كالې مينځل خو هم ضروري دى ...
ناهيد ورته وخندل :
_ په ټول بلاك كې دټولو همدايوه ستونزه ده ، هيڅوك كالي نه شي مينځلى ، تا دايوه مياشت دچا په تنابونو باندې غوړيدلي كالي ليدلي ؟
_ اخر څنګه وكړو كاشكې دلوګر لارخلاصه واى ، كلي ته به مووړي واى ...
خوناهيد يې بيا خبره ورغبرګه كړه :
_ خيردى مورې ډيرې اوښئ څوښئ مه كوه ،يوه يوه جوړه كالي به نن په هرشان چې شې زه درته پريمنځم ...
بابا ېې چې دقران شريف پرتلاوت ناست و،په داسې حال كې چې خپله ګوته يې په لوستوني ځاى نيولي وه پرې راغږكړ :
_ تاسې يوه دوې ورځې نورې هم صبروكړئ ، خداى لوى دى ګوندې وې چې دغه ليوان يوپه بل څه سره سره شي ، دانن شپه بيا څه قيامت پركابل باندې تيرشو، لكه چې وامونه وريد ...
خونورچا هيڅ هم ونه ويل ، باباهم بيرته په خپل تلاوت باندې پيل وكړ...
 
لمرهسك راغى ، ناهيد دخپل بلاك په مخ كې خپل سطلونه لمرته كيښودل ، هغه شپې دكابل ترټولو تورې او سختې شپې وې ،نه بريښنا چا ليده اونه هم چا ددې توان درلود، چې په كوركې د دې ځان تودولو لپاره څه ولري ، نه وو، هيڅ هم نه وو، همداوه چا به چې غوښتل له شپو شپو وروسته كالي ومينځي نو اوبه به يې لمرته ، هغه هم دڅلې لمرته كيښودې اوچې  لاسونه به نه په كې يخ كيدل ، نو بيا به دوى هغه تودې بللي ، كالې اويا به ېې ځانونه ور باندې مينځل .
په دغه ورځ ناهيد هم داكاروكړ، اوبه ېې له څاه څخه راويستۍ او هغه  یې لمرته كيښودې ، يويو نيم ساعت وروسته يې له خپلې خور سره دمينځلو كالې هم دسطلونو مخې ته واچول اوپه ډاراووم سره يې دهغو په مينځلو پيل وكړ . دې كالي ميځل خو هلته دښار له يوې اوبلي خوا څخه د توپونو، شوبلو، مزايلو بونګا اوشرنګا په پرله پسې توګه پورته كيده اوهيڅوک هم داسې نه وو، چې دهغو دفكرلړۍ دې د يوې شيبې لپاره هم پريوه حال پاتې شي . په ټول ښاركې داسې څوك نه وچې دهغه په څنګ كې به خونړۍ ګولى نه وې لګيدلي ، داسې څوك دې نه لیدل چې له خپلو اوخپلوانو څخه به يې يو ، دوه ، درى او... له لاسه نه وو وركړې ...
ناهيد نن د څلې په دغه ترينګلې ورځ باندې كالي مينځل ، هلته يې كورته مخامخ دسړي وژونكو او ښارورانوونكو يوه ډله  ټوله ورځ دخلكو دژغورندویانو په نامه دخلكو دځورولو ، بې عزته كولواولوټولو لپاره ځاى پرځاى شوې وو، ددغې ډلې  وحشیانونن ناهيد وليده چې دلته يې كالي مينځل ، اوله همدغه سهاره يې هغه ترسترګو لاندې كړې وه ، دې ته سترګې په لاره وو چې شپه راخوره شې اودوى دهغې عزت اخیستو ته لكه دسلګونونورو په شان دتورې تيارې په زړه كې تيارى ونيسي ... اودوى په هغه ورځ ټوله ورځ لكه وږيو ليوانو غوندې سترګې دناهيد دوى دكورپه لور نيولي وې . يوځل چې دكاليو مينځلو په ترڅ هغې پر خپلې خور پسې چغه وكړه ، دليوانو مشرخپل يوه اړوند ملګري ته مخ ور ورواړاوه او ورته ويې ويل :
_ پچيم فكرت باشه كه پشتون اس ... پشتون ...
خو هغه زر ځواب وركړ:
_ هې بابا دچوراوتالان په دغه غوبل كې ما وتاته پښتون ، تاجك ، هزاره او ازبك چا را ايستلي ، ځه خپله ښه وكړه ، په دې خبرو پسې مه ګرځه ، ته عجب سړى  ... عحب ...
خوهغه زر دده  ددغې بې توپيرۍ په وړاندې په لږ جدي توګه وويل :
_ تنبوره بجيه ، داسې هم نه ده ، سم فكر دې وكړه  دبلاپه خوله كې مې ورنه كړې ، پام دې اوسه چې پښتانه ، پښتانه دي ، هغوى له تاجكانو اوهزارګانوسره يوشى نه دي ...لږ فكرپه كاردى ... هوپښتانه ...
_ ځه مافكركړى ، نن شپه ته هغه له ماوغواړه ، زه داكاريوازې په دې خاطركوم چې زما خبره دې هيره نشي . ته بايد آمرته زما شفاعت وکړې  ...  آمرصاحب ته مې واسطه شې  ...
دتنبورخبره داوه چې ده غوښتل ځان په جانو بچۍ ادې اوآمرباندې ديوی داسې پوستې چې دشپې له خوا یې دلوټ اوتالان لاره خلاصه وي  آمر وټاكي ... اونن يې چې ويل  داپرمااوهغه پرتا داهم هماغه خبره وه چې دی نن  جانو بچۍ ادې دهمدغه ښکارلپاره ګمارلى و... نن شپه دوی غوښتل دناهيد پر لمنه هغه تورداغ ولګوي ،هغه چې په دغه لوى  خو ساړه ښاركې دوى دهرې ورځې په ترڅ كې پرې اخته وو او په زرګونو نجونو اوهلکانویې داشان داغونه وهلي وو ...
 
*****
 
دشپې پيل و، ديوې ليونۍ . تورتمې اوسړې شپې ،په دغه تورتم شپه كې ددغې سيمې زړه هم داسې سوړ و، لكه ددغه ښار دهديرواو مړو په شان . چوپه چوپتياوه ،هلته وړاندې دبې بې مهرو اومرنجان غونډیو ديوې اوبلي پر ككرو باندې  د سرواوبې رحمه اورونه ګوزارونه كول ، يوازې هم دغه درانه ، درانه غږونه وو، چې زړونه يې سره لړزول ، جګړه ماریې داسې ظالم اوبې رحمه شوي ووچې تابه ويل ددغه ساړه ښار د يوڅو بې لاسو اوبی پښواوسيدونكوتقدير هم دخدای پرځای  دوى په خپلو تورو لاسوكې  نیولی دى ،ځانته یې داسې فکرکاوه چې ګواکي دوى دي چې هرڅه  ټاكې او په هرڅه اوهرچا باندې یې چې زړه وغواړي لوبې کولاي شي ...
سخته شپه وه ، د کابل  د دريم مكروريانو اوږده او لوى بلاكونه په دغه ساړه تورتم كې داسې ښكاريدل ، داسې آرام غزیدلی وو لكه د زړو افسانو بې دمې ديوان ، د رڼاوو پته نه لګيده،په يوه يوه كوركې به د تیلي څراغونو رڼا وې دشپې تريوه وخته پورې داسې ښكاريدې لكه دلوړوغروپه لمنوكې دكوچيانودنغريواورونه ، چې له يوڅو شيبووروسته به بيانه ښكاريدل او ورو ورو به  دتیارې په زړه کې سره پیکه شول ... هيچا هم دازړه نه شو كولاى چې خپل څراغونه دې ترناوخته پورې لګيدلي پريږدې په دې چې سړي وژونكو، د ښاراو انسان دښمنانواوس يوازې رڼا څارله اوهغه يې په درنو درنوګوليوويشته ، هغه يې وژله اوهغه يې نه پريښوده چې وځليږې ... اویا دې  ددغې پراخې سيمې په زړه كې څوک پرهغې باندې دخپل زړه تسل وكړي ... هو، هغوى د رڼا دښمنان وو اوهغه يې وژله ...
اولكه دنورښارپه شان دلته هم يوازې تورتم واكمن و، چې هرڅه يې په خپلومنګولو كې وو. اوهرڅه ته يې په خپل شان ځواب وركاوه ، په خپل قهراو زور سره ...
تورتم دلته په رښتیاهم چې ليونى شوى و، اوپه دغوشپوكې يې  له اوښكواووينو پرته په بل څه زړه نه سړيده ، ځکه یې تورو استازونن شپه ژمنه كړې وه چې پرناهيد ، پرهغې چې ژوند يې له حيااوسپيڅلتياسره ملګرى و، ور واوړي ، په همدغه تورتم كې یې دهغې په لور ورمخه كړه اودلوی بلاك شپږم پوړ ته ، په داسې حال كې چې هيچا هم څه نه شوای ورته ویلای اونه دومره څوك هم  وو چې له دوى سره يې سوال اوځواب كړى واى وروختل ، دهغې دكور دروازه يې  وروټكوله ، باباېې غږ ورباندې وكړ:
_ څوك يي ؟
_ خپل ، موږ امنيتۍ كسان يو، يوازې غواړي ستا كور دهغه شك له امله چې موږ ته پيداشوى وګورو...
_ سپين ږيرې خداى يادكړ اودروازه يې ور پرانيسته ...
هغه څوتنه وو، پرته له دې چې نورڅه ووايې په داسې حال كې چې يوه كمزورې شمعه په دهليزكې لګيده نوره رڼا هم نه وه، كله چې دوى ورننوتل ، دوى هغه شمعه هم  ترستوني ونيوه اودهغې دمه يې هم وايسته ...
خودوى لاسي بتۍ درلودې چې يوازې دخپل ځان دلارښونې لپاره به يې لګولي اومړې كو لي ...
په ټولو كوټوكې په لټولو سره اخته شول ، په يوه كوټه كې ښځې ناستې وې ، ناهيد په دغه شيبه كې په بالكنۍ كې وه ، هلته يې نغرى ايښۍ و ، څه ډوډى يې پرې تودوله ، دشورماشور په اوريدوسره كوټې ته راننوته ، ويې ليدل چې وسله وال كسان يې په كور راننوتې اوپه لټون اخته دى ، په كوټه كې  یې پښه ونيوه اوچې يوه يې وغوښتل دغې كوټې ته راننوزې ،دې بيرته ځان له كوټې څخه دبالكنې پرلورويوست ، خوهغوى دبالكنې په كوټه ورننوتل ، ديوه تن له خولې په وار خطايې سره ترخوله راووتل :
_ اى پدر... خوده  ده كجا پت كيده ...
بل يې ورته وويل :
_ بایدپيداكنین ..
دكورميرمنواودناهيد بابا ددوى دغه خبرې واوريدې ، هغوى په چغو اوژړاوو باندې پيل وكړ، دوى هغوى ټولو ته دټوپكوخولې ونيوې چې نورې چِغې ونه كړې . خوهغوى پوه شوي وو چې دوى ، يوازې د ناهيدپه خاطرراغلي دې ، ناهيد هم ددوى خبرې اوريدلي وې ، هغې دخپلې موراونورو ميرمنوژړاوې هم اوريدلي ، هغه په دې هم پوهيده چې دشمالي دغه بې حيا داړه مار يوازې اويوازې غواړې له دې څخه ددې حياواخلي ، هغې دخپل كور په برنډه کې  خپله پريكړه وكړه ، ترهغو چې دوى د بالكنې ور ورپرانيست هغې خپل ځان له شپږم پوړ څخه په داسې حال کې چی دلوی خدای  دهغه ذات نوم چې دې ته یې حیااو عزت ورکړي وو پر شونډو و د یا الله ، یا الله  .. . الله په ویلو سره  كښته واچاوه ...  
خو داړه مار تراوسه هم  په دغې سپیڅلي دفاع باندې نه يوهيدل ، برنډه اونورټول كور يې وكوت ، هغه يې ونه مونده ، بابايې تر ږيره اوستوني كلك ونيواو ورته وويل :
_ هغه ځوانه لور دې څه شوه ؟
هغه په داسې حال كې چې  سم ځواب يې هم نه شو وركولاى :
_ هغه مې لور... نه ....ده ..... هغه مې .... لمسې ده ...
-څه شوه .؟
مخكې تردې چې دهغې په باره كې ځواب ووايې دناهيد مور په هغې پسې برنډې ته ورغلې وه ، چې ځان پرې ور واچوي اوله دوۍ يې وساتې ، خوهغې هم ونه مونده ،له كښته څخه دكوم چا غږ واوريدل شو:
_ له شپږم پوړه څوک را ولویدل  ....
دهغې مور دغه غږ واوريد ، مځكې ته يې ور وكتل له تورتم پرته يې څه ترسترګونه شول،  اوچې كله يوه مور داسې غږ اوري ؟....
داړه مارو ته هم په مخابره كې وويل شول ، چې زرترزره بايد راووځي ، هغه څه چې دوى غوښتل پرهغو باندې بريالي نه شول .
لاوحشي داړه مار سم ددوى له كوره وتلي نه وو ، چې دناهيد دوى پركورباندې دناهيد غم را پريوت ... په دغه توره شپه كې دلته قيامت جوړ شوی و ، نرواښځو ، هغوى چې ددوى په بلاك كې پاتې ووټولو مخ كښته سرلوڅې اوپښې لوڅې په زينوكې  منډې وهلي ... دبابايې سترګوسم نه ليدل ، داړه مارو يې چې ستونې كلك نيولى و، هغه هم  اوس وينې شوی و اوسرې وينۍ يې پر سپين ګريوانه باندې  ترسپینه ږیزه را لاندې را روانې وې ، نوريې توان نه و ، ځان يې هغې برنډې ته ورساوه چې څو شيبې دمخه ناهيدله هغه ځاپه له خپلې ځوانۍ سره دحيااوپښتوپه نامه خداى پامانې كړى و او ځان یې دحياساتونكو ملايكومنګولو ته ورسپارلى و. بابايې برنډې ته ځان ورساوه ، هلته یې لاديګي چې دى برابروه همداسې سرلوڅ وليد، لږ نورهم وړاندې ولاړ اوله شپږم منزله يې د مځكې په لور وكتل ،هو، كښته ، ډيرلوړ و، دومره چې نورڅه يې نه ترسترګوكيدل ، خلك يې نه ليدل ، ناهيد يې هم نه ليده ، يوازې له همدغه لوړو یې په هغه تورتم كې دشمې یوه تته رڼا ترسترګوشوه ...   هغې تتې رڼا ته چغې كړې اوهغې ته يې ترهغو چې لايې سترګوليده همداسې دخپلو بې وسو اوښكوپه څپوكې كتل ...