د ژوند راز چېرته دی؟ 


ژباړه: عطا محمد میاخېل 
په افسانو کې راغلي دي، کله چې الله (ج) نړۍ پیدا کړه، نو د لوېدیځ فرښتې یې خپل دربار ته را وبللې او له هغوی څخه یې وغوښتل، ترڅو د ژوند راز د پټولو له پاره وړاندیز وکړي. 
له فرښتو څخه یوې الله (ج) ته وویل: هغه په ځمکه کې خښ کړه، بلې فرښتې وویل: هغه د سمندرونو لاندې ځای پرځای کړه . درېیمې وویل: د ژوند راز په غرونو کې ځای پرځای کړه، خو الله (ج) وفرمایل: که چېرې زه وغواړم، ستاسو په خبرو عمل وکړم، نو زما کم شمېر بنده ګان به دې وتوانېږي، چې هغه پیدا کړي، په داسې حال کې، چې زه غواړم د ژوند راز ته زما ټول بنده ګان لاسرسی ولري. 
په دې وخت کې یوې فرښتې وویل: پوهه شوم چېرته، ای مهربانه خدایه! د ژوند راز د خپلو بنده ګانو په زړونو کې ځای پرځای کړه، ځکه هېڅوک په دې اړه فکر نه کوي، چې د موندلو له پاره یې خپل دننه او زړه ته وګوري او الله (ج) دا فکر ومانه.