بسم الله وايه

په خوله ټپه او مهين لاس چې په چمبه لګوې
دا خـــو ګلاب زمـــا د ژوند په ګريوانه لګوې
پى مخي مخ كې د غصې كرښې ساده جانانه!
څه تور خــــاپونه دجنت په ديوالــــه لګــــوې
منم چې ما به د جانان په نامــــه نه بولې ته
بيا د نظر منګولې ولې مې په زړه لګـــوې ؟
د ترنم دا ژوبلـــــه ژبــــه مــــــې راوړې ځكــــــه
وايي چې ته پرې د موسكا خواږه ډېر ښه لګوې
ته كه هر څومره جامې واغوندې د وركو شيبو
لكه هنر مې داحساس په شونډو خوله لګوې
وخت ډېر سپېره دى درنه ناز د مينې ونه لوټي
بسم الله وايه چــــــې بڼو ســــــره باڼه لګـــــــوې
هله به ښكل كړې د جلان تندى دخيال په شونډو
چــــې مــــړه ډېوه د اسوېليو پر لــــــمبه لګـــــوې
سيدجيلاني جلان