زما ماشومان ملګري

 
ژوند عجیبه دی په دغه نړۍ کې بې له ملګرتیا او اړیکو سخت دی، د دغو اړیکو او ملګرتیا ښه والی او بدوالی په انسانانو پورې اړه لري، انسانان هم د وجود له پلوه یو دي خو د عمر له اړخه ځینې لوی او ځینې واړه دي، همدا د عمر غوندې توپیر د دوئ په ملګرتیا او اړیکو کې هم شته.
له لویانو سره به د پل صراط پر لاره مزل کوې، خو د ماشومانو لاره پراخه ده، دومره چې نظر په کې نه رسیږي.
د لویانو ملګرتیا د اوسپنې په څېر ده، که اوسپنه په ازاده هوا کې کېښودل شي بې له ځنډه یې زنګ وهي، ځکه چې د لویانو زړونه له ضد او کینې ډک وي، په ډېره وړه خبره یې زړونه ماتیږي او که ډېره مینه د ورکړه بیا د مطلب پرست ګڼي.
د ماشومانو ملګرتیا د سرو زر په شان ده، سره زر که د ځمکې په نس کې وي او که یا هم د ځمکې له پاسه، لمر او باران ته پرته وي، خو خپل اصلیت له لاسه نه ورکوي، ځکه د ماشومانو زړونه له مینې او عاطفې ډک دي، کینه او ضدیت په کې نشته، جنګ یې له دوو دقیقو ډېر دوام نه کوي، بې له بښنې زر رضا کیږي، دوئ د مینې استادان دي، دوئ د آبادئ انجنیران دي، دوئ د ژوند کتابونه دي او هغه څه ورنه زده کیږي چې هغه په لویانو کې نشته، ځکه زما هم له دوئ سره ملګرتیا خوښیږي او یواځې دوئ دي چې د ژوند ډېر درس له خندا سره، وړیا ترې زده کوم.
زما ماشومان ملګري دې تل راته ژوندي وي.