هر څه سم دي

ته به له ځانه سره فکر کوې
  چې بې له تا به په ماڅه تيريږي 
هېڅ !
زه لاژوندی يم

ليونی لانه يم
لا هم پرلاره ځم ، له ځان سره خبرې کوم
کله له تا څخه وړې وړې ګيلې کومه
له تا نه لرې په تياره کې پټه
يوه ترخه پياله په سر اړوم
نور نو بس خير دی ،
                                    هرڅه سم تيريږي
شپه
شپه هم په خير تيريږي
يوازې تاکله په خوب کې  وينم
 او بس په خوب کې درته شعر اوروم
اوس خو پوهيږې چې ماولې شاعري پرېښې ده؟ 
ته به له ځانه سره فکر کوې :
ــ  چې بې له تا به په ماڅه تيريږي  ــ
هېڅ !
يوازې ژوند له هرڅه تش دی او بس
ستا له ښکلا اوستا له تورو سترګو
ستا له جنګونو او قهرونو څخه
او ستا له مينې او خبرو او....
                         له هرڅه نه تش
يوازيتوب !
لکه دمرګ تجربه
لکه له تانه لرې
لکه په ښکلې هديره کې ويده
لکه له څانګې راپريوتې پاڼه
لکه له خېله ورکه شوې زاڼه
لکه له هرڅه خالي .
هو !
له تا نه پرته هم ژوندون تيريږي
خير که مانا نه لري
ته د غرور له غره نه هسکه ښکلا
ته به له ځانه سره فکر کوې :
ــ  چې بې له تا به په ماڅه تيريږي  ــ
هېڅ !
يوازې
              مرګ ته مې
شيبې شمارم.

يلدا  ۱۳۸۸