کوټه واله، د ژوب چټه، کنداریه
د خوست ژڼیه، زرمتیه، پېښوریه
کونړیه، ننګرهار کې پر اور سویه
لغمانیه، د کابل سړو وهلیه
کراچۍ کې، یه په خپلو خولو خیشته
مارګلې کې د پردو ټپک خوړلیه
د هېلمند پرغاړه تندې سوزولیه
په سپېرو شونډو، له ډک اباسین تللیه
یه وزیره، د انګریز ټوپک ویشتلیه
د مسیدوخانه، کور نه شړل شویه
یه د سوات په مرغزارکې لنبه شویه
د امو پرغاړه پروت شمله بایللیه
د بشر د حق په دغې زمانه کې
د خپل ورور تربور په قتل کې ښاغلیه
ستا د ټول ټبر د ورکې تړون شوی
یه د خپل ولس پر وینو ګډېدلیه
دنیا خپله وسله ستا پر اوږه ایښې
د ټوپک شپېلۍ ته خپل ورور درولیه
څو ملنګ ځوانان دې بیا پر مېنه ګرځي
ټوپک کېږده، غږ یې واوره سروهلیه
د بمونو، د توپونو شورکې ورکه
د ملالو د ټپو ازارګټلیه
که دا ځل دې د یوون خوځون خپل نه کړ
د زمان د دوزخ تل ته ورلویدلیه
بیا به هسک نه شې پرزمکه پرېوتلیه
پټان خانه، روهیلیه، پښتیانیه
یه افغانه، یه پښتونه ځا نوژلیه
-------------------------------------
یادونه:
* ... ستا قاتل تا کې دننه دی سړیه ....
ښاغلي سعود بنګښ دا قافیه تر ما وړاندې کارولې وه.
وروستي