سراسري اقتصاد/ دویمه برخه

 
یادونه: دا لیکنه د لکچر په بڼه ده
د سوسياليستي اقتصادي او پانګوالي اقتصادي سيستم توپيرونه او تقابل د سرچينو او خدماتو له نظره سره پيژندلى شو، خو د روښانتيا لپاره ښايي د اوسمهالي دوو اقتصادي سيستمونو پيژندنه وړاندې كړو او بيا يې په افغانستان كې يوه غوره بېلګه مطالعه كړو.
په دې كې زه غواړم فقط دومره ووايم چې سوسيالستي ټيپ د اقتصاد دغه دى چې ټول كار كوي، يو اقتصادي سيستم وجود لري او هغه د دولت لخوا حمايه كېږي، د همدغه اقتصادي ګټې په اساس ټولو ته په مساوي اندازه امتياز وركول كيږي، اما مالكيت عمومي او دولتي دى.
يعنې ((كار د توان په اندازه او معاش د ضرورت په اندازه)) د دغه سيسټم شعار دى، يعنې هر څوك تر خپله توانه كار كوي، كه يو څوك چې دواړه پښې يې فلج دي او يوازې په لاسونو كار كوي، خو هغه همغومره ډوډۍ اخلي لكه بل روغ انسان يې چې اخلي، ځكه  د ده احتياج همدومره دى، دا سيستم د دولت لخوا اداره كيږي، ټول ورته كار كوي او ټول يې ګټه اخلي د خپل ژوند د اړتيا په اندازه. وروسته بيا له هغې نه د سوسياليستي اقتصاد د ودې په پايله كې كمونيستي ټيپ حاكميت راځي، هلته بيا حكومت نشته، ټولنه په خپله ځان اداره كوي، چې هغه بشريت هېڅ دې دورې ته رسېدلى نه دى، په شوروي كې حتى سوسيالستي شرايط هم بشپړ نه شول پاتې خو كمونيستي هغه دي.
د دې لپاره په ساده ژبه د سوسياليستي اقتصاد معنا داسې ده هلته چې سرمايه داري يا كپيټالسټي اقتصاد (منطق يې دا دى چې نه انسان متشبث دى او د خپل استعداد، د خپل توان او د خپل فكري نوښت په اندازه سرمايه راخپلولى شي، هر چا چې ډېره سرمايه درلودله هغه هوښيار شخص دى او حق لري چې ډېره سرمايه ولري او هغه چې استعداد د سرمايې نه لري نو هغه په سرمايې څه كوي؟) چې د ليبرال طرز تفكر زړى دا دى چې فرد په كې د خپل ماهيت د ټاكلو مسوول دى، ته به خپل ماهيت په خپله ټاكې، خپله ټوله توانايي او استعداد به په كار اچوې چې ځانته د ژوند ښه شرايط برابر كړي، دا يوه مسابقه ده او كمزورى په كې پس پاتې كېږي او حتى مري.
د لومړنۍ سرمايه دارۍ په منطق كې ( چې اوس په خدماتو ډېر تاكيد كوي) چې په ۱۷، ۱۸ او ۱۹ پېړۍ كې معمول وه، هغه دا چې ضعيف انسان د ژوند حق نه لري، دا بايد د قوي انسانانو تر ګټو قرباني شي، يعنې د ځنګل قوانين يې دي چې قوي حيوان هم ضعيف حيوان خوري او په دې اقتصادي سيسټم كې هم همدا سې لوبه ده، يعنې ته د يو كارګر د استعداد برابر د ژوند حق لرې او بايد كارګر اوسې دا هغه څه دي چې تا په خپله انتخاب كړې دي.
دا سيستم د ۱۷ او ۱۸ پيړيو پوهانو انتقاد وكړ او غير عادلانه يې وباله، دوى به ويل چې موږ بايد منابع په عادلانه ډول تقسيم كړو، همدې برابرۍ دوى چپي او سوسيالستي برخو باندې تقسيم كړل.
اوس دې ته ځو چې په نړۍ كې دود اقتصادي نظامونه كوم دي؟ چې د هغو په تناسب باندې سراسري اقتصاد څرخي.
دې لپاره توليد او خدمات بايد لومړى وپېژنو، توليد د لومړنۍ سرچينې څخه د توكو هغه اقتصادي دوران دى چې د استهلاك او مصرف وړ كالي رامنځته كوي او د مستهلكينو د استفادې وړ ګرځي، مثلا د غوا څرمن تر هغې چې ژوندۍ وي د هغې په ځان كې ده، دا يو پروسس طى كوي، غوا حلاليږي غوښه يې ويشل كېږي، پوستكى يې پاك، تراشل كېږي، وچيږي او بيا بوټ ترې جوړېږي، دا بوټ يو څوك په پښو كوي، اوس د دغو بوتانو منبع د غوا څرمن ده، او په پښو كول يې استهلاكي دوره ده. هغه پروسه چې د غوا د بدن څخه پوستكى وځي تر هغو چې ته يې د بوټ په حيث په پښو كوې دې ته يې توليدي پروسه وايي، خو خدماتي پروسه څه شى دى؟
خدمات هغه اقتصادي فعاليت دى چې د ټولنيز ژوند د ورځنۍ اړتياوې تنظيموي، لكه ټرانسپورت، مخابره او نور
بوټ په فابريكه كې توليد شو، خو چې يو څوك په موټر هغه بوټان تر دوكانه راوړي او دوكاندار يې چې پر يو چا پلوري نو د موټروان او دوكاندار فعاليت خدماتي فعاليت دى او توليدي ارزښت نه لري، زموږ په افغانستان كې مشكل دا دى چې توليدات نه لرو خدمات ډېر دي، دا ټېليفونونه چې ستاسې او زموږ په جيبونو كې دي دا تر هغو چې په ټولنه كې توليدي فعاليت نه وي، نو دا زهر دي چې موږ ترې استفاده كوو، ځكه خدمات يوازې استهلاك د منابعو دى نور څه نشته، منابع نه تجديديږي او…. تاسو ګورئ غنم، كالي، بوټونه، لبنيات، توليدي توكي دي، غنم كرل كېږي، بيا رېبل كېږي او بيا له ځمكې څخه توليديږي، دا زراعتي توليد دى، كالي نخ دى په تار تبديليږي، تار په تكه او بيا په كاليو تبديليږي، بوټونه او لبنيات چې موږ او تاسو يې خورو، له هغو چې د غوا له شيدو راوځي او تر هغو چې موږ يې د مستو، چكې، پنير او نور په حيث خورو دا يې توليدلي پروسه ده. مګر هر يو بيا ترانسپورت، مخابرات، لارې اوبه رسول، تنظيم او ترتيب ټول خدماتي فعاليتونه دي. يعنې په دوه ټكو كې به يې ووايو چې اقتصادي فعاليت دوه اړخه لري چې يو يې توليدي او بل يې خدماتي دی.
اوس به راشو دې ته چې د دې معلوماتو په رڼا كې موږ څه ډول معمول يا دود سيستمونه لرو؟
د ماركېټ اقتصاد چې په افغانستان كې د ازاد بازار په نوم مشهور دى او دا معنا غلطه ده، د ماركېټ اقتصاد د ماركېټ په خصوصيت پورې اړه لري، تاسې هر يو سهار ماركېټ ته ورشئ، سبزي منډۍ يا بل ځاى ته، هلته هر څوك هڅه كوي چې خپل ګشنيز او پياز تر ټولو ژر او په لوړه بيه خرڅ كړي، دوى يې صفت هم كوي چې دا تر نورو ښه دي، دا ماركېټ دى او د ماركېټ اخلاق ډېره ګټه لري، يعنې ته ماركېټ ته د مېوې اخیستلو لپاره ځې، هلته لس كسان ستا د اړتيا وړ مېوه خرڅوي، هغوى په خپلو كې اقتصادي رقيبان دي او ته مصرفوونكى يې، دا يې كوچنى مثال دى او په ټول ماركيټ يې تطبيقولى شئ، په دې كې دولت حضور نه لري، اړتيا او توليد په كې د خدماتو معيار ټاكي او رقابت بايد عادلانه وي، د ټولو اقتصادي ماركيټي اقتصادونو په اساس كې ليكلي دي چې رقابت بايد عادلانه وي. مګر ما درې ندايې وركړې، ځكه چې هر چېرته عادلانه نه وي، ځكه چې منطق د ډېرې ګټې دى؟ د ډېرې ګټې لپاره د نورو قرباني كول لومړى شرط دى، زه تر هغو ګته نه شم كولى چې ستا ګټه راكمه نه كړم، ستا ګټۀ بايد راكمه كړم چې خپله ګټۀ پرې لوړه كړم.
دا په دې معنا چې په ماركېټ اقتصاد كې د ډېرې ګټې مسابقه روانه ده هغه كه په غير مشروع ډول هم وي، دې ته يو اصل د عادلانه رقابت ټاكل شوى، خو دا نه مراعتېږي، مصرف كوونكى هڅه كوي چې تر ټولو ښه كالي په تر ټولو كمه بيه تر لاسه كړي او همدا هڅه اقتصادي عدالت تنظيموي، هر څوك، ښه جنس، په كمه بيه، په كم وخت كې په اسانه توګه واخلي.
په غرب كې به تاسې د كمپيوټر مخې ته ناست ياست، د كلاركس كمپنۍ ته واياست، چې زما د پښو نمبر ۱۲ دى، هلته د بوټانو موډلونه دي، تاسې ترې ۴۳ يا بل نمبر انتخابوئ، غواړی چې دا سبا واغوندئ، سبا په وخت يو كس راځي دا بوټان درته راوړي، په خپله يې درته راوړي او ستاسو د بانكي اكاونټ نه اتومات د بوټانو پيسې پرې كوي.
دا ښه بوټان دي، تاسو انتخاب كړل او يو چا درته كور ته راوړل، اوس دا شايد د هغوى تر مصرف هغوى ته په دوسوه ډالر پرېوتي وي خو تاسې ته يې په درې سوه ډالر دركوي، غواړي تاته سهولت ايجاد كړي خو په مقابل كې يې درنه پيسې واخلي.
همدا اقتصادي عدالت د ماركېټ د اقتصاد پر اساس دى، خو كه څوك دا نه اخلي، ارزانه غواړي او په خرابو بوټانو پسې ګرځي، هغه بايد يوه ورځ ورپسې په ډېرو دوكانونو او بوی ناكو ځايونو وګرځي، چې په پنځوس ډالر ځانته بوټان پيدا كړي، هغه بايد په داسې بوټانو پسې همدومره په عذاب شي.
نور بیا...