
د یوه خوړه پر ژۍ دوه، پورته او ښکته کورنه وو، د لاندې کور څښتن راپورته شو د پاس کور پر څښتن یې دعوه وکړه، مرکه راغله د پاس کور څښتن ته یې وویل چې، ستا له اړخه د خوړه اوبه د کوز کور په څښتن راځي نو یا به اوبه ترې بندوې یا به له کور کډه باروې !
سړي له ډېر فکر وروسته مرکې ته وویل چې، د دغې خوړ اوبه خو نه شم بندولی، خو کډه به بار کړم.
په سهار یې چې ورور په دړه راننوت، ګوري چې ورور یې پیټي خیټي له کوټو راوباسلي دي او په انګړ کې پراته دي، په حیرانۍ یې له ورور پوښتنه وکړه چې دا ولې ؟
ورور یې ورته وویل: ورورکه ! د کوز کورڅښتن راباندې دعوه وکړه، مرکې وویل چې یا به د خوړه اوبه ترې بندوې یا به کډه باروې، د خوړ اوبه خو امکان نه لري چې بندې یې کړم، نو مجبور یم چې کډه ترې بار کړم.
ورور یې وویل: ته صبر زه هم دعوه لرم، مرکه یې راوغوښته د کوز کور په څښتن یې دعوه وکړه چې د ده له کوره پر ما لمر را پورته کیږي یا به لمر بندوي یا دې کډه بار کړي، مرکې د کوز کور څښتن ته وویل چې څنګه کوې لمر بندوې که کډه باروې؟
د کوز کور څښتن له یو څه فکر وروسته وویل چې لمر خو نه شم بندولی، خو خپله دعوه بېرته اخلم، نه پر ده کډه باروم، نه دې پر ما کډه باروي.