څلور بيتونه

تــــوبــــه په کار ده د چلــــونو او دوکــــو ياري شوه
ايمان په چــــاکـــــې پاتې نه شو د پيســـو ياري شوه

چې درنه خوله وغواړم وايې شډل برېت دې کل که
جــــــــــانانـــه دا دې څه د ناز او د نخــــرو ياري شوه

پخــــــوا بلۍ وه او ريبار و سترګکـــــــونه بـــــــه وه
اوس نه بلۍ شته نه ريبار د مسکالـــــو ياري شوه

له خوشالـــــــۍ نه رقيبان جامو کـــــې نه ځاييږي
زما ( يرغل ) او د جانان چې د لانجـــــو ياري شوه
 
انوارالحق يرغل ننګرهار