انوارالحق يرغل
د خوږ ژبي شاعر اباسين يوسفزي په ليکه
هر څوک زما غوندې ساده نه دي چې زيار وباسي
خلک پښتــــو مښتــــــو په تندر ولـــي کار وباسي
ځــــه! تاســـــو ووايئ چې دا ارميتوب دى کـــــه نه
شراب په ډاګــــــه پلورل کېږي او کــــوکنار وباسي
د پښتنو ورځ چـــــې ښه کېږي نه لامـــــل يې دادى
دوئ همېشــــــه کندې يــــو بل تــــه پــــه لار وباسي
ټول ښکلي وايي مونږ ترې تنګ يو ټول په دې سلا شول
چــــې سر لـــه نن نه به ( يرغــــــل ) لـــــــه ننګرهار وباسي
وروستي