نوی غزل

اول دې يار کــــړم اوس کـــــوې رانه انکار جــــــانانــــــه
نور به څه نه ويم خداى دې وچيچه په مار جــــــانانــــــه
ستا اننګو ، سترګو او شونډو له ايمانه خلاص کړم
ستا د بدن دغـــــه شپږ غـــــړي دي کفار جــــــانانــــــه
ولې په مـــــا کــــــې څه بدي ده چــــــــې تا نه راکــــــوي
که خداى تعالى دې شه دې زوړ پلار ته په قار جانانه
زه چــــې دې سترګو ته ډېر وګـــــورم غزل ښه ليکـــم
زمــــــا د ښـــــــه غـــــــزل لپاره وکــــــړه وار جــــــانانــــــه
خداکــــــه دا يو دلــــــــه رقيب رانـــــــه ژوندى پاتــــــې و
ارمان چې زه ( يرغل ) کړم تش لاس ( ډي ډي آر ) جانانه
انوارالحق يرغل ننګرهار